د طالبانو په واکمنۍ کې له افغانستانه بهر د ښځينه سوداګرو سفر

د ویډیو تشریح، د طالبانو په واکمنۍ کې له افغانستانه بهر د ښځينه سوداګرو سفر
د طالبانو په واکمنۍ کې له افغانستانه بهر د ښځينه سوداګرو سفر
    • Author, نورګل شفق
    • دنده, بي‌بي‌سي، لندن

پر افغانستان د طالبانو له بیا واکمنېدو راهیسې لومړی ځل ښځينه سوداګرو له هېواده بهر رسمي سفر کړی او له ترکمنستانیو ښځينه سوداګرو سره یې یو لړ هوکړې کړې دي.

د طالبانو حکومت د صنعت او سوداګرۍ وزارت هم وايي، ۱۵ ښځينه سوداګرو له خپلو محرمو سره د ترکمنستان په سفر کې ګډون درلود او دوی هڅه کوي چې د ښځينه تجارانو د ظرفیت لوړونې او د هغوی تولیداتو ته د نړیوالو بازارونو په موندنه کې هلې ځلې وکړي.

افغان ښځينه سوداګرو ته دا څه وړ تجربه وه؟ د افغانستان ښځو د سوداګرۍ او صنایعو خونې د مدیره پلاوي غړې فلوران نوري نورګل شفق ته د خپل دغه سفر کیسه کوي: