یخ وهلي ایګوانا چې ساړه خوب ته تللي

د ویډیو تشریح، یخ وهلي ایګوانا چې ساړه خوب ته تللي
یخ وهلي ایګوانا چې ساړه خوب ته تللي

د امریکا په فلوریډا کې د سړې هوا څپې زرګونه ایګوانا،‌ چې هره خوا له ونو راغورځي، له حرکته ایستلي دي.

ایګوانا د څرمښکیو له کورنۍ او داسې خوځندې دي، چې بدن یې د هوا له سړېدو سره د هایپوتېرمیک خوب حالت ته ځي، خو چې هوا توده شي، بېرته په حرکت راځي.

د ځنګلي ژویو یوې ادارې له ځايي خلکو غوښتي چې که دغه بې‌هوښه ژوي مومي، نو دوی ته دې یې وسپاري.