د بلوڅ بېلتونپالو له همغږو بریدونو وروسته د کوټې حال

د ویډیو تشریح، د بلوڅ بېلتونپالو له همغږو بریدونو وروسته د کویټې حال
د بلوڅ بېلتونپالو له همغږو بریدونو وروسته د کوټې حال

بلوچستان کې د بلوڅ بېلتونپالو د تېرې ورځې له بریدونو وروسته حالت عادي نه دی او په ډېرو سیمو کې کاروبارونه او بازارونه لا هم تړلي پاتې دي.

د دغه ایالت وزیر اعلی میر سرفراز بګټي د یکشنبې پر ورځ په یوه خبري ناسته کې وویل، په تېرو ۴۰ ساعتونو کې په بلوچستان کې په ترسره شویو عملیاتو کې ۱۴۵ وسله وال وژل شوي. هغه زیاته کړه چې د شنبې پر ورځ په بریدونو کې په ټولیز ډول ۳۱ ولسي وګړي او ۱۷ امنیتي کارکوونکي هم وژل شوي دي.