یونیسف: سودان کې میلیونونه ماشومان له شدیدې خوارځواکۍ سره مخامخ دي

سودان

د عکس سرچینه، REUTERS

د ملګرو ملتونو د ماشومانو بنسټ وايي، سوډان د کورنۍ جګړې په دوام په نړۍ کې تر ټولو زیات بې ځایه شوي ماشومان لري.

داسې مهال چې په سوډان کې بشري شرایط لا سختېږي، د سولې د خبرو د بیا پیلولو لپاره د امریکا هڅې هم ناکامې شوې.

ملګرو ملتونو د جګړې په یوه اصلي سیمه الفشر کې د جګړې د پای ته رسولو غوښتنه کړې، چې تر اوسه له پامه غورځول شوې.

د یونیسف مشرې کاترین رسل بي بي سي ته وویل، ماشومان تر ټولو ډېر زیانمن شوي:

"موږ د هغو ماشومانو چې په خوارځواکۍ اخته دي لوړې او واقعي شمېرې وينو، چې د خوارځواکۍ تر ټولو ناوړه او سخته بڼه پکې ده، داسې حاده خوارځواکي چې ماشومان وژني. دلته نږدې ټول ماشومان له ښوونځي هم پاتې دي. دا د ماشومانو لپاره خورا ناوړه وضعیت دی.

جګړې د سوډان د خوړو اقتصاد نړولی او په جګړه کې ښکېلې دواړې غاړې د سوډان وسله وال ځواکونه (SAF) او د چټک ملاتړ ځواکونه د مرستو رسېدو مخه ډب کوي چې دا د لوږې د بحران لامل کېږي.

اغلې رسل وايي، تر ټولو لویه ستونزه له زیانمنو خلکو سره د مرستې رسول دي.

"دلته ډیر خلک کافي خواړه نه لري او ډېری خلک د لوږې پر ژۍ دي. واقعیت دا دی چې دلته خلک ځوریږي چې باید داسې نه وي. د یونیسف په څیر د بشردوستانه ادارو او سازمانونو لپاره دا مهمه ده چې هغو خلکو ته مرستې ورسولی شي چې ورته اړ دي".

هغې خبرداری ورکړ چې دغو اړمنو ماشومانو ته چې له لوږې سره مخ دي مرسته وار له مخه کافي اندازه ځنډېدلې.

د روانې میاشتې په پیل کې کارپوهانو بي بي سي ته ویلي وو چې که وضعیت په همدې ډول دوام وکړي تر سپټمبر میاشتې به د سوډان له اویا سلنې ډېر وګړي له سختې لوږې سره مخ وي.

په سوډان کې جنګېدونکو دوو اړخونو دا هېواد په دوو ټوټو وېشلی او له یوه بل سره په دوامداره سخته جګړه بوخت دي.

د چټک غبرګون ځواکونه تورن دي چې تر ډېره د سرچینو چورتالان کوي او د الفشر د دوه مېلیونه اوسېدونکو وګړو ښار يې هم له یوې میاشتې راهیسې کلابند کړی.