موزیم وايي، ۲۰۰ کلن کانډم 'په ښه حالت کې' دی

د عکس سرچینه، Rijksmuseum
- Author, باربرا تاش او دانی نیستا کوپیمبا
- دنده, بيبيسي نيوز
نژدې ۲۰۰ کلن کانډم - چې "بالکل ښه حالت" کې دی - اوس مهال د هالنډ په امستردام ښار رایکسموزیم په یوه نندارتون کې نندارې ته اېښودل شوی دی.
داسې انګېرل کېږي چې دا کانډم د پسه له کولمو جوړ شوی او یو څرګند انځور پرې چاپ شوی یوه راهبه او درې مذهبي کسان پکې ښودل کېږي.
دا کمیابیه اثر د ۱۸۳۰م کال دی او تېر کال موزیم دا په یوه لیلام کې واخیست. دا کانډم د ۱۹مې پېړۍ د فحاشۍ او جنسي ژوند په اړه د یوه ځانګړي نندارتون برخه ده. په نندارتون کې نور چاپونه، انځورونه او عکسونه هم نندارې ته وړاندې شوي دي.
د موزیم یوه تنظیموونکې (کیوریټر) جویس زیلین بيبيسي ته وویل کله چې هغې دا کانډم په لیلام کې ولید، "موږ خندل".
مېرمن زیلین وویل: "هېڅ بل چا دا ونه لید" او یوازې دوی ورباندې داو وواهه.
له اخیستو وروسته، دوی دا د UV رڼا لاندې معاینه کړ او معلومه شوه چې دا کانډم تر اوسه نه دی کارول شوی.
زیلین وویل: "دا په بالکل ښه حالت کې دی".
هغې زیاته کړه، له هغه وخته چې دا کانډم نندارې ته وړاندې شوی، موزیم له خلکو ډک شوی - هم ځوانان او هم زاړه - او "غبرګون بېخي حیرانوونکی و".
مېرمن زیلین وویل، باور دا دی چې دا کانډم یو "قېمتي سوغات" و، چې له یوې شاندارې فاحشه خانې په فرانسه کې اخیستل شوی و او دا ډول یوازې دوه نمونې تر نن ورځې پاتې دي.
موزیم ویلي، دا غیرمعمولي څیز "د جنسي روغتیا هم روڼ او هم تیاره اړخونه منعکس کوي، په داسې وخت کې چې د شهواني خوند غوښتل د ناوړه حمل او جنسي انتقالېدونکو ناروغیو - په ځانګړې توګه سیفلس - له وېرې سره مل و".
پر دې ځانګړي کانډم چاپ شوی انځور دا ښيي چې یوه راهبه د درې مذهبي کسانو مخې ته ناسته ده، کالي یې پورته کړي، پښې یې خلاصې دي او خپله ګوته یې د هغوی پر لور نیولې، په داسې حال کې چې درې واړه کسان خپلې مذهبي جامې پورته نیولې ولاړ دي.

د عکس سرچینه، Rijksmuseum
دا کانډم یو لیکل شوی عبارت هم لري: "Voilà mon choix" چې معنا یې ده: "دا زما انتخاب دی".
موزیم ویلي، دا انځور باید د "راهبتوب له جنسي ژوند او د یوناني اساطیرو د پاریس د قضاوت" یوه طنزي ننداره وګڼل شي. په دې اسطوره کې د ټروجان شهزاده پاریس باید د درېیو ښځینه خدایانو - افرودیت، هیرا او اتهنا - تر منځ تر ټولو ښایسته یوه غوره کړې وای.
رایکسموزیم وایي، د دوی د چاپونو په ټولګه کې شاوخوا ۷۵۰،۰۰۰ چاپونه، انځورونه او عکسونه شته، خو دا لومړی ځل دی چې پر کانډم چاپ شوی انځور هم ور اضافه شوی دی.
مېرمن زیلین وویل: "تر کومه چې موږ پوهېږو، موږ یوازېنی هنري موزیم یو چې دا ډول چاپ شوی کانډم لري".
هغې دا هم وویل چې موزیم چمتو دی دا اثر نورو موزیمونو ته هم ورکړي، خو دا کانډم ډېر نازک دی.
دا به تر نومبر میاشتې پای پورې نندارې ته وړاندې وي.








