فلسطینی ماشوم څنګه غزه کې له مرګ وروسته خورا مشهور شو؟

فلسطینی ماشوم څنګه غزه کې له مرګ وروسته خورا مشهور شو؟

په یوه ویډیو کې چې د ۲۰۲۲ اګست کې خپره شوې، هغه یو مایکروفون په لاس کې نیولی او موسکا کوي ځکه چې هغه د خپل یوټیوب لوبو چینل لپاره خپلې هیلې اعلانوي.

هغه وايي: "نو اوس خلکو، اجازه راکړئ چې خپل ځان معرفي کړم: زه د غزې یو فلسطینی یم، چې عمر مې ۱۲ کاله دی. د دې چینل موخه دا ده چې ۱۰۰،۰۰۰ ګډون کوونکي، ۵۰۰،۰۰۰ یا یو میلیون ته ورسېږي."

هغه د دې لنډې وېډیو له پای ته رسولو مخکې خپلو ۱۰۰۰ مینه والو ته وايي: "سوله".‌

یوازې یو کال وروسته، عوني یو له لومړنیو فلسطیني ماشومانو څخه شو چې په جګړه کې ووژل شو.

خپلوان یې وايي چې د عوني د کورنۍ کور د اکتوبر په اومه څو ساعته وروسته له هغې چې د حماس وسله والو د پولې په اوږدو کې اسرائیل ته ننوتل، شاوخوا ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او ۲۴۰ یې یرغمل کړل، د اسرائیلو په برید کې وویشتل شو.