جرمني غواړي رد شوي پناهغوښتونکي درېیم هېواد ته واستوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الېکزاندر ډوبرېنټ وايي، هیله لري اروپایي ټولنه داسې هر اړخیز توافق وکړي چې هغه رد شوي پناهغوښتونکي چې بېرته خپل هېواد ته نشي تللی، اصلي ټاټوبي ته نږدې درېیم خوندي هېواد ته ولېږل شي.
د جرمني د لومړي وزیر فریدریش میرز محافظه کار ګوند د فبرورۍ په ملي ټاکنو کې د کډوالۍ د کچې راټیټولو له ژمنو سره واک ته ورسېدل. نظرپوښتنو ښوولې وه چې که څه هم له تېر کال راهیسې جرمني ته د ورتلونکو پناهغوښتونکو شمېر کم شوی، خو ډېری رای ورکوونکي دا حالت له کنټروله وتلی ګڼي.
تېره میاشت د جرمني هغه مهال کورنیو چارو وزیرې نانسي فریزر ویلي وو چې په تېرو دوو کلونو کې د کډوالۍ د مدیریت د هڅو له امله دا کال جرمني ته د پناهغوښتونکو شمېر په تېره لسیزه کې تر ټولو ټیټ دی او ښايي دا کال يې شمېر تر یو ۱۰۰ زرو کسانو وانه وړي.
د رویټرز خبري آژانس د ریپوټ له مخې، د شنبې (مې په دېرشمه) د جرمني نوي کورنیو چارو وزیر الېکزاندر ډوبرېنټ وویل چې د درېیم هېواد د کارولو تګلاره یوازې هغه وخت کارنده ده چې ټوله اروپا پرې په یوه خوله وي.
هغه له وېلټ ام سانټګ ورځپاڼې سره په مرکه کې ویلي، داسې درېیمو هېوادونو ته اړتیا ده چې هغه کډوال ومني چې خپلو هېوادونو ته نشي ستنېدی.
د روانې میاشتې په پیل کې، د اروپایي ټولنې اجراییوي کمېسیون داسې طرحه وړاندې کړه چې غړو هېوادونو ته به اجازه ورکړي چې د هغو کډوالو پناه غوښتنې رد کړي چې ټولنې ته د راتګ په لاره کې له درېیم "خوندي" هېواد څخه تېر شوي وي.
د بشري حقونو فعالانو پر دغه طرحه نیوکې کړې او لا حکومتونو یا اروپایي پارلمان نه ده منلې.
د جرمني د کورنیو چارو وزیر الېکزاندر ډوبرېنټ دا هم ویلي چې: "د اروپایي ټولنې هیڅ انفرادي غړی هېواد نشي کولی دا ماډل په خپله جوړ کړي، دا به د اروپا په کچه وي."
هغه زیاته کړه: "موږ اوس مهال بنسټونه ورته چمتو کوو."
د ښاغلي ډوبرېنټ لومړنیو ژمنو چې د کار په پیل کې یې د پولې د کنټرول سختولو په اړه کړې وې، ګاونډي هېوادونه په غوسه کړل چې د هغو کډوالو بیرته ستنولو پر پلانونو یې اعتراض وکړ چې جرمني ته د ننوتلو حق نلري.
د ایټالیا هغه پلان چې په سمندر کې د نیول شویو پناه غوښتونکو قضیې په البانیا کې څېړې د ایټالیا په محکمو کې د ننګونو له امله ځنډېدلی.
د برېتانیا لومړي وزیر کیئر سټارمر هم تېر کال واک ته له رسېدو سره هغه پلان لغوه کړ چې له مخې يې پناهغوښتونکي روانډا ته استول کېدل.
د یونان تازه مخالفت
یونان هم د جرمني د حکومت د هغه پلان مخالفت کړی چې غواړي پناه غوښتونکي بېرته یونان ته ورواستوي. آتن يې پر ځای د پولې ساتنې لپاره د اروپایي ټولنې د لا ډېرې مرستې او له لیبیا سره د کډوالۍ په برخه کې د یوې هوکړې غوښتنه کوي.
د مې میاشتې په نیمایي کې جرمني ته د یونان لومړي وزیر، کیریاکوس میتسوتاکیس سفر کې هم ناقانونه کډوالي د دوه اړخیزو خبرو برخه وه.
په دغو دواړو هېوادونو کې د کډوالۍ اړوند وزیران سختدریځي سیاستوال ګومارل شوي او دواړو پرېکړه کړې چې له دې وروسته به دا په سخته کنټرولوي چې څوک اروپا ته راتللی شي او څوک نه.
یونان چې د اروپايي ټولنې په څنډه کې پروت دی او د ښه ژوند په لټه روان پناهغوښتونکي او کډوال لومړی هلته ورځي او له هغه ځایه د اروپا په شمال او لویدیځ کې بډایو نورو هېوادونو ته ځي، ځکه نو له هغه ځایه جرمني، فرانسې او یا د سکانډېناویا هېوادونو ته ځي.
تر اوسه لږ پناهغوښتونکي بېرته یونان ته لېږل کېږي.
د یونان د کډوالۍ او پناهغوښتنې وزارت تېر کال ۵۶۰۶۶ پناهغوښتونکي ثبت کړي، چې په ورځ کې ۱۵۵ کسان کېږي. په دغه کال کې ټول ۲۱۹ کسان له یونانه بېرته جرمني ته استول شوي.








