د اوکرایین جګړه کې د وژل شویو روسي سرتېرو شمېر له ۷۰ زرو اوښتی، زرګونه یې داوطلب جنګیالي‌ دي

د ویډیو تشریح، د روسي داوطلبو جنګیالو د لوړې کچې مرګژوبله
د اوکرایین جګړه کې د وژل شویو روسي سرتېرو شمېر له ۷۰ زرو اوښتی، زرګونه یې داوطلب جنګیالي‌ دي

د اوکرایین د جګړې لومړي کرښه کې د وژل شویو روسي جنګیالیو تایید شوی شمېر اوس له ۷۲۰۰۰ اوښتی دی.‌

په دوی کې زرګونه داوطلب جنګیالي هم دي، چې د اوکرایین د جګړې له پیل مخکې یې ملکي ژوند درلود، خو وروسته په پوځ کې شامل شول.‌

د وژل شویو اصلي شمېر ښايي تر دې ډېر لوړ وي او مالومول یې ګران دي.

د اوکرایین اړخ ته هم د وژل شویو د سم شمېر مالومېدل ستونزمن دي. ولسمشر ولودمیر زېلېنسکي د ۳۱۰۰۰ کسانو د مړینې ویلي، خو د امریکا استخبارات یې تر دې ډېر لوړ ګڼي.‌