کرېکټ: زمبابوې له افغانستان سره د ټېسټ لوبې لومړۍ پاڼۍ ۵۸۶ منډې وکړې

د عکس سرچینه، ACB
د زمبابوې کرېکټ ملي لوبډلې د دغه هېواد په بولاوایو ښار کې له افغان لوبډلې سره د ټېسټ یا پنځه ورځنۍ سیالۍ په لومړۍ پاڼې کې د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۵۸۶ منډې وکړې.
کوربه لوبډلې لپاره په لومړۍ پاڼې کې تر ټولو ډېرې (۱۵۴) منډې شان وېلیمز وکړې. پر هغه سربېره لوبډلمشر کرېګ اروېن او بریان بېنېټ هم سلیزې وکړې.
همدا راز بېن کورن ۶۸ او تاکوژواناشې کایتانو ۴۶ منډې وکړې.
د افغانستان له اړخه توپ اچونه کې اللهمحمد غضنفر درې، ضیاءالرحمن، نوید ځدراڼ او ظاهر خان دوه - دوه او عظمتالله عمرزي یو لوبغاړی وسوځاوه.
په ټوله کې لومړۍ پاڼۍ کې د زمبابوې لوبغاړو ښې توپوهنې کوربه لوبډله برلاسه کړې ده.
د دغه هېواد توپ وهونکو په خورا مسوولیت لوبه وکړه او پرله پسې یې ملګرتیاوې وغځولې.
افغان لوبډله کې ځوان لوبغاړي

د عکس سرچینه، ACB
زمبابوې پر وړاندې لومړۍ ټېسټ لوبې لپاره افغان لوبډله کې درې لوبغاړي الله محمد غضنفر، عظمت الله عمرزی او صدیق الله اتل په خپلې لومړۍ ټېسټ لوبه کې راڅرګند شوي.
دا درې سره ځوان لوبغاړي دي چې تر دې وړاندې د شل اووریزو او یو ورځنیو لوبو په لړۍ کې خورا ښه ځلېدلي او ښايي همدا لامل وو چې پنځه ورځنیو لوبو کې هم ورباندې باور شوی او لوبډلې ته یو ځای شوي.
د کوربه زمبابوې لوبډله کې هم درې لوبغاړي بېن کرن، ټرېور ګوانډو او نیومان نیاموري ټېسټ لوبه کې نوي دي.
افغان لوبډله کې د شل اووریزو سیالیو لوبډلمشر راشد خان نشته. د نوموړي پر ځای الله محمد غضنفر لوبول شوی.

د عکس سرچینه، ACB
افغانستان سږ کال درې ټېسټ لوبې کړي. د سریلنکا او ایرلنډ پر وړاندې یې بایللي او نیوزیلنډ سره یې لوبه د باران له امله لغوه شوې وه.
زمبابوې او افغانستان هم تر اوسه دوو پنځه ورځنیو یا ټېسټ لوبو کې سره مخامخ شوي او دواړه غاړو یوه یوه لوبه ګټلې.
افغان لوبډلې د ټېسټ لوبو تر لړۍ وړاندې شل اووریزو او یو ورځنیو لوبو کې کوربه زمبابوې ته ماته ورکړې وه.








