لندن کې یو سړی په چړو وژل شوی، پولیسو یو افغان د برید په تړاو نیولی

د عکس سرچینه، Facebook
په لوېدیځ لندن کې د چړې په درېیو ګوزارونو سپي ته یو چکر ورکوونکی سړی مړ شوی او یو بل سړی سخت ټپي شوی دی.
د بېړنۍ روغتیا یوې ډلې د ۴۹ کلن سړي چې ځایي خلکو د وین برودهېسټ په نوم یاد کړی، د درملنې هڅه وکړه، خو د پېښې په ځای کې ومړ. د پولیسو په وینا، یو بل ۴۵ کلن سړی د سختو ټپونو له امله روغتون ته وړل شوی او یو ۱۴ کلن زلمی هم د چړې داسې ټپونه لري چې ژوند ته یې خطر نه پېښوي.
یو ۲۲ کلن افغان وګړی د دوشنبې په ورځ د مازیګر پر ۵:۰۰ بجو د لندن د اکسبرج په مېدهرسټ ګارډنز سیمه کې د وژنې او د وژنې د هڅې په شک ونیول شو.
د کورنیو چارو وزارت تایید کړې چې نیول شوی سړی په نومبر ۲۰۲۰ کې د یوې لارۍ له لارې بريتانیا ته راغلی، په ۲۰۲۲ کال کې یې پناه او د استوګنې اجازه ترلاسه کړې وه او په دولتي استوګنځای کې نه اوسېږي.
د لندن پولیسو وویل، هغه لومړی د احتیاطي درملنې لپاره روغتون ته وړل شوی و، خو اوس د پولیسو په توقیف کې دی.
د پلازمېنې پولیس زیاتوي، دا برید د ترهګرۍ پېښه نه ګڼل کېږي او څېړونکي هڅه کوي معلومه کړي چې د مشکوک او درېیو قربانیانو ترمنځ څه ډول اړیکه وه.

د عکس سرچینه، George Tryfonidis/BBC
د سهشنبې ماښام شاوخوا ۱۰۰ کسانو د پېښې د ځای شاوخوا جوړ شوي مانع ترڅنګ د یوې دقیقې چوپتیا دودیز مراسم پرځای کړل.
یوې لویې ډلې سړو، ښځو او ماشومانو د مېدهرسټ ګارډنز او لیبورن سړک پر څلورلاره کې ګلان کېښودل او ځینو شمعې هم بلې کړې.
انلاین خپرې شوې وېډیوګانې ښيي چې مشکوک کس د یوه استوګنیز سړک پر اوږدو کې روان و، مخکې له دې چې دوه پولیس افسران ورپسې منډې کړي، یوه یې تومانچه ورته سمه کړه او په لوړ غږ یې نارې کړې: "چاړه وغورځوه" او "پر ځمکه پرېوځه".
څو نور پولیس هم ورسره یو ځای شول او سړی پر ځمکه ولوېد.
د پولیسو د څانګې مشرې، جیل هورزفال، وویل: "دا یوه بوږنوونکې او د بېمعنا د تشدد پېښه وه چې یو سړی پکې ووژل شو او دوه نور ټپیان شول. موږ د قربانيانو له کورنۍ او دوستانو سره په دې بېساري سخت وخت کې یو ځای یو".

د عکس سرچینه، PA Media
هغې زیاته کړه: "دې پېښې په طبیعي ډول د سیمهییزې ټولنې اندېښنه راپارولې دي. ما څو پولیس افسران سیمه ته واستول، هغوی به ټوله اونۍ دلته وي چې ډاډ ورکړي، په داسې حال کې چې څېړونکي په جدي ډول هڅه کوي د پېښې جزییات معلوم کړي. له دې پېښې وروسته په انلاین ډول ډېر ګومانونه او قیاسونه خپاره شوي دي. موږ له تاسو غواړو چې معلوماتو لپاره پر موږ تکیه وکړئ او حساسې ویډیوګانې مه شریکوئ."
د لندن پولیسو وویل، د وژل شوي سړي کورنۍ ته خبر ورکړل شوی او د ځانګړې روزنې لرونکو افسرانو لخوا یې ملاتړ کېږي.

د عکس سرچینه، PA Media
د سهشنبې په ورځ، د اکسبرېج یوې ګاونډۍ وویل وژل شوی سړی د کثافاتو راټولونکی و:
"هغه د کثافاتو سړی و. زه دلته دوه کاله کېږي اوسېږم او هغه مې لیده چې زموږ له کړکۍ به تېرېده".
هغې زیاته کړه چې د دوشنبې په ورځ هغه "هماغه عادي سپي ته چکر ورکاوه چې هره ورځ به ېې بهر ته بېوه".
هغې وویل: "زه لا هم دا نه شم زغملی. که هغه پنځه یا لس دقیقې وروسته سپی رایستلی وای، ایا همداسې پېښه به شوې وای؟"
'وحشتناک'

د عکس سرچینه، PA Media
یوې ښځې، چې نوم یې نه ښودلی بي بي سي ته وویل: "هغه سړي چې ناڅاپه یې پر خلکو د چړې ګوزارونه کول، زما د زوی پر دوو ملګرو پسې هم منډه وکړه، خو هغوی وتښتېدل.
دا وحشتناکه ده چې زموږ دروازه کې پېښه شوې ده. دا وېروونکی ده - زما لور تېره شپه خوب ونه شو کړای، ځکه فکر یې کاوه چې سړی به برید پرې وکړي."
۵۰ کلن رابن سټیونز چې د میډهرسټ ګارډنز بل اړخ کې ژوند کوي، وویل د دوشنبې په ماښام یې د پولیسو د ګاډو ډېر زنګونه واورېدل او د سهشنبې په سهار یې پوه شوهچې څه پېښه شوې.
هغه وویل چې "ډېر ټکان یې خوړلی" دی او زیاته یې کړه: "زه پر دې سړک لوی شوی یم، ۵۰ کاله دلته ژوند کوم او تل مې دا سیمه د کورنیو لپاره مناسبه ګڼله."
۱۸ کلن وسام صلاح چې له مانع سره نژدې ژوند کوي، وویل "له پېښې وروسته هرڅوک خورا وېرېدلي دي."
د کورنیو چارو وزارت ویاند له هغو کسانو ته سره خواخوږي ښودلې چې د دې "وحشتناکې پېښې" له امله اغېزمن شوي او د څېړنې په دوام د لندن له پولیسو تازه معلومات ترلاسه کوي.
هغوی زیاته کړه: "اوس لومړیتوب باید د پولیسو پلټنه وي چې مسؤل کسان عدالت ته وړاندې شي. "











