تاسې د وېبسایټ داسې بڼه ګورئ چې یوازې متن لري او لږ انټرنېټ کاروي. که غواړئ عکسونه او ویډیوګانې وګورئ، نو د وېبسایټ اصلي (لومړنۍ) بڼې ته ورشئ.
د وېبسایټ اصلي بڼې ته مې وروله
د وېبسایټ دې بڼې په اړه چې ډېر انټرنېټ نه مصرفوي نور معلومات دلته موندلای شئ.
"د کلتوري او جوړښتي خنډونو ماتول، د سياسي ازادۍ لپاره د ښځو هڅې" په نوم سيمينار
د اسلام اباد په قائداعظم پوهنتون کې د پښتنو زدکوونکو او محصلینو ټولنې (پشتون سټوډنټس کونسل) په سياست کې د مېرمنو برخې په اړه د مباحثې يوه غونډه جوړه کړې وه.
د "کلتوري او جوړښتي خنډونو ماتول، د سياسي ازادۍ لپاره د ښځو هڅې" په نوم دغه سيمينار کې د پښتنو وتلې ښځينه سياستوالو او بشري حقونو مبارزه کوونکيو بشرا ګوهر، عصمت رضا شاه جهان، وړانګه لوڼۍ، ثمر بلور او جمايمه اپريدۍ ګډون کړی و. وينا کونکيو په سياست کې مېرمنو ته برخه نه ورکول بدمرغي او د قامونو د ستونزو لويې لامل وبللو.
غونډه کې د زده کونکيو يادې ټولنې يو قرارداد هم منظور کړو چې پکې د نورو غوښتنو سره افغانستان کې د نجونو پر زده کړو بنديز او ښځې د بنسټيز حقونو څخه لېرې ساتل هم په سختو ټکیو وغندل شو. افتخار خان پرې دغه راپور رالېږلی دی.