استرالیا کې به له لمریزې برېښنا درې میلیونه کورونه برېښنا ترلاسه کړي

د ویډیو تشریح، استرالیا کې به له لمریزې برېښنا درې میلیونه کورونه برېښنا ترلاسه کړي
استرالیا کې به له لمریزې برېښنا درې میلیونه کورونه برېښنا ترلاسه کړي

د استرالیا حکومت د لمریزې برېښنا د یوې سترې پروژې پلان تصویب کړ.

له عملي کېدو سره به یې درې میلیون کورونه برېښنا ترلاسه کړي او سینګاپور ته به هم زرګونه کیلومتره انرژي صادر شي.

د اسټرالیا د چاپیریال وزیر د دغه هېواد په شمال سیمه کې د سن کېبل پروژه د "نړۍ ترټولو لویه لمریز ساحه" وبلله چې تر ۲۰۳۰ کاله به بشپړه شي.