سولې لپاره د بودايي راهبانو ۳۲۰۰ کیلومتره پلی مزل

د ویډیو تشریح، بودايي راهبانو سولې لپاره ۳۲۰۰ کیلومتره پلی مزل وکړ
سولې لپاره د بودايي راهبانو ۳۲۰۰ کیلومتره پلی مزل

د نړۍ په کوټ ګوټ کې د بودايي عبادتځایونو یا صومعو ۱۹ راهبانو په نړۍ کې د سولې‌‌، مهربانۍ او شفقت دودېدو لپاره د امریکا له ټکزاسه تر واشنګټن ډي‌سي پورې ۳۲۰۰ کیلومتره لاره پلې ووهله.

دوی وخت ناوخت یبلې پښې مزل کاوه او د دغه څلور میاشتني سفر یو څه وخت یې په واورو کې هم راغی.