جنوبي افریقا وايي د فلسطينيانو لپاره د ځانګړو کرايه کړل شویو الوتکو ورتګ نور نه مني

جنوبي افریقا ته د فلسطينيانو ډله الوتکه رسېدلې

د عکس سرچینه، Gift of the Givers

جنوبي افریقا وايي نور نه غواړي د فلسطينيانو لپاره کرایه کړل شوې ځانګړې الوتکې ومني. دوی یوه ورځ وروسته له هغه دا خبره کړې چې د یوې جنجالي الوتنې له لارې له غزې ۱۵۳ فلسطينيان جنوبي افریقا ته ولېږدول شول.

جنوبي افریقا ته د دغو کسانو د لېږد ګڼ اړخونه لا هم ناڅرګند او تر پوښتنو لاندې دي.

د جنوبي افریقا د بهرنيو چاور وزير رونلډ لامولا د دوشنبې په ورځ وويل، دغه الوتنه د "یوه څرګند پلان برخه وه چې غواړی فلسطینيان له غزې او لوېديځې غاړې پاک کړي".

ښاغلي لامولا يوې خبرې غونډې ته وويل، د پنجشنبې الوتنه داسې ښکاري لکه "د يوه پراخه پلان برخه چې فلسطينيان له خپل وطنه وباسي او د نړۍ بېلابېلو برخو ته یې واستوي"

نوموړي پرته له دې چې جزيات وړاندې کړي وويل، "دا په څرګند دول يوې منظم شوې چارې ته ورته ده، ځکه هغوی يوازې جنوبي افریقا ته نه لېږل کېږي. داسې الوتنې نورو هېوادونو ته هم استول شوې دي".

لس ورځې وړاندې په يوه بله الوتنه کې ۱۷۶ فلسطينيان په جانسبرګ کې ښکته کړل شوي وو چې د خیریه بنسټ په وینا ځينو یې نورو هېوادونو ته سفر کړی دی.

اسرائیلي چارواکو دې تور ته غبرګون نه دی ښودلی خو وړاندې یې ويلي وو چې له جنوبي افریقا سره له وړاندې موافقه شوې وه چې دغه ۱۵۳ فلسطينيان ومني.

بي بي سي د جنوبي افریقا له چارواکو د نظر غوښتنه کړې ده.

جنوبي افریقا وايي په "مرموزه" توګه د فلسطينيانو د ورتګ قضيه څېړي

د جنوبي افریقا ولسمشر سيرل رامافوسا وايي، د هغې "مرموزې" پېښې څېړنه به وشي چې له مخې یې د يوې کرایه شوې الوتکې په مټ له ۱۵۳ زيات فلسطينیان دې هېواد ته لېږدول شوي دي.

د سيمه ييزو چارواکو په وینا د دغو کسانو الوتکه چې د اور ټامبو هوايي ډګر کې ښکته شوې، لومړی ورته له دې امله اجازه ورنکړل شوه چې په الوتکه کې د سپرو کسانو پاسپورټونه نه وو ټاپه شوي. دغه کسان له لسو ساعتونو د ډېر وخت لپاره د الوتکې دننه پاتې وو خو د رامافوسا په وینا وروسته د يوه خيريه بنسټ او د "حکومت د خواخوږۍ" له کبله ورته اجازه ورکړل شوه.

لا نه ده روښانه چې دغه کسان په څه ډول له غزې وتلې او تر جنوبي افریقا رسېدلي او د سفر شرايطو په اړه یې هم معلومات نشته.

جنوبي افريقا د حماس او اسرائيلو تر منځ د غزې په جګړه کې د فلسطينيانو له قضيې کلک ملاتړ کاوه.

د نيوز ۲۴ له مخې رامافوسا ويلي، دغه ډله خلک په "مرموزه" توګه په داسې الوتکه کې کېنول شي چې د نايروبي له لارې جنوبي افریقا ته رسېدلې ده.

د اسرائيلو پوځي اداره کوګاټ چې د غزې د بندرونو څارنه پر غاړه لرلي په يوه بيان کې ويلي، "دغه کسان وروسته له هغه له غزې تړانګې ووتل چې کوګاټ د يوه درېيم هېواد له خوا د دوی د منلو اجازه ترلاسه کړه". په اعلامیه کې د کوم هېواد نوم نه دی په ډاګه شوی.

په جنوبي افریقا کې د فلسطيني سفارت د معلوماتو له مخې، دغه ډله له "مخکېني خبرېدو يا همغږۍ پرته" د اسرائیلو له رامون هوايي ډګر څخه د کينيا د پلازمېنې نايروبي له لارې جنوبي افریقا ته رسېدلې ده.

د سفارت په اعلاميه کې ويل شوي،"یوې ناثبت شوې او غولوونکې ادارې د غزې د خلکو له ناوړه بشري حالت څخه ناسمه ګټه پورته کړې، کورنۍ یې دوکه کړې، له هغوی یې پيسې اخيستې او په نامنظم او غيرمسوولانه ډول یې د سفر اسانتيا برابره کړې ده".

بي بي سي د کينيا له حکومت په دې اړه د معلوماتو غوښتنه کړې ده.

د جنوبي افريقا چارواکي وايي، له ۱۵۳ کسانو څخه ۲۳ یې نورو هېوادونو ته تللي او ۱۳۰ تنه په دې هېواد کې پاتې دي.

ښاغلي رامافوسا چې په جوهانسبرګ کې يوې غونډې ته وينا کوله وويل، د کورنیو چارو وزیر ورته د دې پېښې په اړه معلومات ورکړي دي.

نيوز ۲۴ د ولسمشر له خولې ويلي، "موږ نشو کولی هغوی بېرته ستانه کړو... که څه هم هغوی اړین اسناد نه لري. دا د جګړه ځپلي او له کړاوونو ډک هېواد وګړي دي".

د سې اې بي سي رسنۍ له مخې، ښاغلي رامافوسا خبريالانو ته ويلي، چې د جنوبي افريقا حکومت به د دې موضوع "سمه پلټنه وکړي او خلکو ته به معلومات ورکړي چې څه روان دي او څنګه دا پېښه وشوه".

د کورنيو چارو وزير ليون شريبر ويلي، سره له دې چې د فلسطين پاسپورټ لرونکي د ۹۰ ورځو لپاره جنوبي افریقا ته له ويزې پرته ورتلی شي خو له غزې د وتلو د مهرونو، د بېرته ستنېدو د ټکټونه او يا د استوګنې د پتې نشتوالي له کبله په پيل کې هغوی ته اجازه نه وه ورکړل شوې چې هېواد ته داخل شي.

نوموړي ويلي، کله چې څرګنده شوه چې دغه خلک پنا نه غواړی او استوګنځای یې تائید شو، هغوی ته اجازه ورکړل شوه.

دی وايي، "ټول مسافر پاسپورټونه لري او هېڅ يوه د پنا غوښتنه نه ده کړې."

د جنوبي افريقا مرستندويه ټولنې ګېفټ اف دې ګېورز ويلي، دوی به دغو وګړو ته د استوګنې اسانتياوې برابرې کړي.

یوه فلسطیني چې له سيمه ييز ټلويزيون اي اېن سي اې سره خبرې کولې، په جنوبي افریقا کې د خوندي کېدو له امله خپله خوښي څرګنده کړې او دغه هېواد یې د "امن، قوانينو او عدالت" ځای بللی دی.

دغه کس چې له خپلې مېرمنې او دوو ماشومانو سره وتلی دی، ويلي، "موږ له غزې راغلي يوو، هلته هره ورځ له مرګ سره مخامخ کېدو، موږ د دوو کلونو جګړه تېره کړه، خوشحاله یوو چې دلته يوو".

ګېفټ ادې ګېورز خيريه ادارې له ښاغلي رامافوسا غوښتي چې له دغو فلسطينيانو سره د شوي چلند په اړه پلټنه وکړي.