د بيبيسي دري خبري پاڼه فعاله شوه

د افغانستان لپاره د بيبيسي دري وېبپاڼه نن سه شنبه، د ۲۰۲۵ کال د نومبر څلورمه (د ۱۴۰۴ لمریز کال د لړم ۱۳مه)، په دري ژبه فعاله شوې ده. په افغانستان کې د بيبيسي پښتو خبري پاڼې ترڅنګ د دې خبري وېبسایټ جوړول د معلوماتو د رسولو په برخه کې یو مهم ګام ګڼل کېږي.
مخکې، د افغانستان لیدونکي د افغانستان اړوندو مطالبو لپاره د بيبيسي فارسي وېبسایټ کې د افغانستان برخې ته تلل. اوس، bbc.com/dari د افغانستان لپاره ځانګړې او خپلواکه خبري پاڼه ده چې په افغانستان کې د خلکو له تجربو، لېوالتیاوو او اړتیاوو ډکه منځپانګه وړاندې کوي.
د بيبيسي د افغانستان څانګې مشر شعیب شریفي د بيبيسي دري وېبپاڼې د ارزښت په اړه وايي: "د افغانستان د رسنیو جوړښت په څرګند ډول بدل شوی دی. بيبيسي نیوز دري خبري پاڼه، د دقیق، بې پرې او خپلواک ژورنالېزم لپاره د باور وړ سرچینه ده. دا وېبپاڼه د بيبيسي پښتو ترڅنګ یوازېنۍ نړیواله مستقله او بې طرفه خبري پاڼه ده چې په بشپړ ډول د افغانستان مخاطبینو ته ځانګړې شوې ده. د دې نوي وېبسایټ پرانیستل د بيبيسي دوامداره ژمنتیا څرګندوي او د هغو مخاطبینو لپاره جامع خبري پوښښ وړاندې کوي چې هر اړخیزو معلوماتو ته اړتیا لري."
د افغانستان اړوند خبرونو پوښښ ترڅنګ، دا وېبسایټ داسې محتوا وړاندې کوي چې د افغان لیدونکو لېوالتیا او معلوماتي اړتیاوې پوره کوي، لکه:
· د هغو ماشومانو لپاره چې له ښوونځي بې برخې شوي دي، د بيبيسي نیوز افغانستان تلوېزیوني چینل ژوندۍ خپرونې، چې پکې خبرونه، ورځني تحلیلي پروګرامونه او د "درس" تعلیمي پروګرام شامل دی.
· د راډیو او تلوېزیون خپرونو ته له خپرېدو وروسته لاسرسی.
· په افغانستان کې د سیاست، ټولنې، کلتور، روغتیا او سلامتیا پراخ پوښښ.
· په سیمه کې حضور او د افغانستانه دننه د افغانانو د غږ انعکاس.
· د سیمهییزو چارواکو او د طالبانو د حکومت مسؤلینو سره ځانګړي مرکې، د ځواب ویلو له تمرکز سره.
· د افغانستان ټولنې، دودونو او کلتوري ژوند په اړه پیاوړي روایتونه، چې مخاطبینو سره مرسته کوي خپل کلتوري او تاریخي میراثونه وساتي او ټولنیزې بدلونونه ښه درک کړي.
· د خلکو اړتیاوو سره سم د روغتیا او سلامتیا اړوند مطالب، له رواني روغتیا نیولې د ماشوم او مور تر پالنې او مراقبت او د بېړنیو او حیاتي خدماتو په اړه معلومات.
په داسې سیمه کې چې د رسنیو ازادي له ګواښ سره مخامخه ده او د باور وړ خبرونو لاسرسی ستونزمن شوی، د بيبيسي نیوز دري وېبپاڼه د بي بي سي پښتو خبري پاڼې ترڅنګ دقیق، بې طرفه او افغانستان محور ژورنالېزم وړاندې کوي.








