بریتانیا کې پتنګان له بېړني حالت سره مخامخ دي
بریتانیا کې پتنګان له بېړني حالت سره مخامخ دي
په بریتانیا کې د ځنګلي ژوند یوه خیریه ټولنه وايي، وروسته له هغه چې د پتنګانو شمېر په کلني ډول تر ټولو ټیټ ثبت شوی، دلته د پتنګانو ژوند له بېړني حالت سره مخامخ دی. د پتنګانو د ساتنې ټولنه وايي، تر ډېره پړه د اوړي پر لمده هوا اچول کېږي خو دې خیریه ټولنې پر حکومت هم غږ کړی چې د حشراتو وژنې پر زیان رسوونکو درملو یا کیمیاوي توکو دې بندیز ولګوي.



