په ۱۹۹۵ کال کې خلکو د ۲۰۲۵ کال په هکله څه ډول وړاندوینې کړې؟

- Author, ګراهام فرازر
- دنده, د تکنالوژۍ برخې خبریال
په ۱۹۹۵ کال کې د بي بي سي ''سبانۍ نړۍ'' خپرونه کې پر دې بحث وشو، چې ۳۰ کاله وروسته په ۲۰۲۵ کال کې به زموږ دا نړۍ څنګه ښکاري؟
په هغه خپرونه کې چې اوس نه خپرېږي، د هغه مهال خورا مشهور ساینسپوه سټېفن هاکینګ وړاندوینه وکړه، چې په ۲۰۲۵ کال کې ''موږ د خورا سترو بدلونونو تمه کولای شو.''
د خپرونې چلوونکو ومنله او پرېکړه وشوه، چې له هولوګرام جراحۍ نیولې بیا د فضايي فضلې تر موضوع پورې پر ځینو مهمو نوښتونو خبرې وشي.
پر همدې بنسټ به د یو شمېر ماهرینو په مرسته او د تېرو دریو لسیزو تجربو ته په کتو سره نننۍ نړۍ ته یو نظر وګورو، چې د راتلونکي څرکونه هم پکې لیدل کېږي.
د ۲۰۰۵ ''سایبري بلوا''

په ۱۹۹۵ کال کې د انټرنېټ نړیوال جال په خورا چټکۍ سره پرمختګ کاوه. دا داسې یو پرمختګ بلل کېده، چې د ځینو په ګومان په راتلونکي کې به ناندرۍ او جنجالونه هم رامنځته کړي.
دوی وړاندوینه وکړه، چې تر ۲۰۰۰ کال پورې به لوی کاروباريان او بانکونه د انټرنېټ کنټرول په خپل واک کې واخلي، یو (سوپرنېټ) به رامنځته کړي او لاسرسی به ورته محدود کړي.
هغه مهال داسې ګومان کېده چې دې سره به ویروسونه، هکینګ او ان بلوا رامنځته شي.
پایله- د دې وړاندوینې برعکس د انټرنېټ نړۍ تر ډېره پرانیستې پاتې شوه، هېڅ ډول بلوا رامنځته نه شوه، خو په دې کې هېڅ شک نه شته، چې د هکرانو د فعالیتونو له کبله د ډېرو خلکو لپاره جنجالونه رامنځته شول.
یو څه چې په هغه پروګرام کې یې په هکله وړاندوینه و نه شوه، د هېوادونو په کچه انټرنېټي هکینګ دی، چې یوه بېلګه یې شمالي کوریا ده او د بي بي سي لازاروس هېیسټ پوډکاسټ کې پرې ماهرانه خبرې شوې.
د حکومتونو، شرکتونو او هغو کسانو لپاره د سایبر امنیت موضوع خورا مهمه ده، چې ګومان کوي، بانکونو د بېټکواین په څېر ډیجیټل کرنسیو ملاتړ کړی.
له سیارو د فضايي معادن ټولول
په هغه پروګرام کې داسې وړاندوینه هم وشوه، چې په راتلونکي کې به له کوچنیو سیارو د معادن راټولول په یوه ګټور کاروبار بدل شي او شرکتونه به ځمکې ته له نژدې سیارو د ګران بیه معادن راټولولو لپاره هلته کېندنې پیل کړي.
دغه راز په پروګرام کې په دې هکله خبرې وشوې، چې فضايي فضله به پر یوه ستونزه بدله شي او د ستورمزلو لپاره به خوندي نه وي. ځواب یې داسې په ګوته شوه، چې یو خورا ستر سپنج کولای شي چې د فضايي خاوروخځلو شیندل کېدل سوکه کړي.
پایله – په داسې حال کې چې د کوم سوپر جیل په نامه کوم خورا ستر سپنج درک نه شته، خو د فضايي ډبرو او خځلو ستونزه لا هم پر ځای پاتې ده. دغه راز تر اوسه په فضا کې د کېندنو لپاره هم کوم صنعت نه دی رامنځته شوی، خو دا بدلېدای شي.
ټام چیسویرائټ چې د راتلونکي پر مسائلو څېړنې کوي، له ځمکې هاخوا کان کېندنې ته هیله من دی. دی وايي: ''شتمني دومره ده، چې درک کېږي نه او تکنالوژۍ ته هم بشپړ لاسرسی لرو.''
سوپر جراحان او د دوی روباټونه

په سبانۍ نړۍ کې د ۲۰۰۴ کال په هکله وړاندوینه وشوه، چې د بریتانیا ټولو روغتونونو لپاره به یو قانون تصویب شي، چې د کامیابو جراحانو یو لیست جوړ کړي.
دغه کامیاب جراحان به ښه مشهور شي، ښه معاشونه به اخلي او دوی به اړ نه وي، چې په ناروغانو پسې وګرځي.
د دې پر ځای به دوی ته د ناروغانو درې بعدي معاینات استول کېږي او جراح به یو ډول ځانګړي (دستکش) کاروي او د ناروغ لوري ته به یو روباټ د جراح ډاکتر تقلید کوي.
پایله- کټ مټ هغسې و نه شول، خو روباټونه له جراحانو سره په عملیاتو کې مرسته کوي.
ځیرک لاوډسپیکرونه

په پروګرام کې یو سړی ښکاري چې وې ار ډوله غوږۍ یې ټومبلې، مېرمن یې او یوه ځوانه نجلۍ ورسره دي، چې په ظاهره عصري لندن ښار کې دي.
په یوه برخه کې بیا یوه ښځه له ځیرک لاوډسپیکره سر راښکاره کوي او یوه سړي ته وايي، چې ''انډو ډیزني'' ته یې د رخصتۍ تلو یو کال پوره شوی دی.
دا ښځه سړی هڅوي چې ''بنګلور ته په یوه شټل'' کې د رخصتیو تېرولو لپاره سفر وکړي، چې یوازې ۴۰ دقیقې وخت اخلي.
پایله- خورا چټک سفر د تل په څېر اوس هم ډېره د لېرې خبره ښکاري، خو وې ار غوږۍ او ځيرک لاوډسپیکرونه د مخکې پرتله ډېر دود شوي دي.
په مټو کې د چیپ له لارې بانکداري

د پروګرام په یوه بله برخه کې موږ ته د راتلونکي وخت د بانکدارۍ په هکله یو نظر راکړل شوی و.
په دې کې یوه ښځه لیدل کېږي، چې بانک ته ځي، غواړي ۱۰۰ یورو تر لاسه کړي، خو هلته هېڅ انسان نه ویني او شکایت کوي. خو بانک یې په مټ کې لګېدلی چیپ سکن کوي او ۱۰۰ یورو ورکوي.
پایله- رښتیا دا دي، چې بانکي چارې ورځ تر بلې زیاتې اتومات کېږي. که څه هم په انساني بدن کې د لګېدلو چیپونو له لارې د پېسو راکړه، ورکړه رښتیا ده، خو د ګوتو نښانونو پېژندل یا د څېرې سکن تکنالوژي په خورا پرېمانه کچه کارول کېږي.
د کوربنو له حافظې

د عکس سرچینه، Getty Images
د ګارډنر نړیوال ستوری مونتې ډان د سبانۍ نړۍ پروګرام له کوربنو یو و. د پروګرام په هغه برخه کې چې ده یې کوربتوب کاوه، د بریتانوي ځنګلونو د بیا زرغونېدو په هکله وړاندوینه شوې وه.
په پرواګرام کې ویل شوي وو، چې د جینیټیک انجینرینګ او څو پوړیزو کرنیزو اسانتیاوو پر مټ به دا چاره شونې شي او د سوربخونو یږانو په ګډون به بېلابېل ځنګلي ژوي بېرته راستانه شي.
په دې هکله له بي بي سي نیوز سره خبرو کې نوموړي اوس ویلي، چې د خپرونې هغه برخه چې ده وړاندې کوله د ''خوبونو- ارمانو ساده خبرې'' وې.
راتلونکو ۳۰ کلونو ته بیا نوموړی هیله من دی او به خبره یې اوس ځوانان د اقلیمي بدلون په هکله ډېر حساس دي او فکر کوي، چې تر ۲۰۵۵ پورې به زیات خلک د خپلو خوړو اړوند محصولات ترلاسه کوي.
نوموړی زیاتوي: ''پرون داسې تصور کېده، چې انسانان کولای شي نړۍ بدله کړي او یوه غوره ځای ترې جوړ کړي، خو موږ زده کړل، چې انسانان د څیزونو لا خرابولو یو خوی لري او موږ باید د طبیعت کنټرولولو هڅې پر ځای له طبیعت سره په ګډه کار وکړو.''

د وړاندوینو په هغه خپرونه کې یو بل کوربه ویوینې پارې وه، چې د درملو په هکله یې د یوې برخې چارې پر مخ بیولې. دا وايي، د خپرونې ثبتولو پر مهال یې بصري تاثرات ښه یاد دي.
دا وايي: ''زه باید کلکه پر ځای ولاړه وای. داسې عینکې مې پرسترګو وې، چې یوه کوچنۍ کامره ورپورې غوټه وه، دا یې زما په مخ پورې د یو ډول تورو سریښناکو موادو په مرسته غوټه کړې وې.''
دا هغه ورځ داسې یادوي:
''ښه ګلالۍ توده ورځ وه، بیا دغه مواد کرارکرار زما پر مخ ویلي شول، ما نه شوای کولای وخوڅېږم. له سینګارتونه یو څوک راغلل، د پنبې یو لوی ډبی یې په لاس کې و او د هغه په مرسته یې رانه لېرې کړ.''
ویوینې له ۲۰۱۳ کال راهیسې په انګلستان کې د ژنټیک څېړنو له ځايي ادارې سره فعالیت کوي.
دا په داسې حال کې چې د ژنټیک حالتونو تشخیص په تړاو د یوې څېړنې برخه ده وايي، د جینومیک ترتیب په تړاو د ۱۹۹۵ کال د سبانۍ نړۍ ځینې وړاندوینې سمې ثابتې شوې دي.

په ۲۰۵۵ کال کې به نړۍ څنګه ښکاري؟
د راتلونکې په تړاو څېړنه کوونکې ټریسي د ۱۹۹۵ کال د خپرونې وړاندوینې تعقیب کړې دي او په وینا یې د ډېری سترو موضوعاتو په هکله هغه وړاندوینې سمې ثابتې شوې، خو په خبره یې د تېرو ۳۰ کلونو دوه مهم موضوعات پکې نه دي یاد شوي.
دا د نوې تکنالوژۍ خپرېدل او د خواله رسنیو یادونه کوي، چې همدا دوه مهم موضوعات دي.
دا فکر کوي، تر ۲۰۵۵ کال پورې به د انسانانو یو ''پراخ فکر'' د سرورونو او تکنالوژۍ پر مټ سره یو ځای شي، چې د طرحو او فکرونو په شریکولو کې به مرسته وکړي.
ټام چیسیورائټ بیا فکر کوي، چې بایو انجینرینګ او ماټریالیستي ساینس به راتلونکونکو ۳۰ کلونو لپاره دوه مهم عنصرونه وي. په دې کې د داسې الاتو جوړول شامل دي، چې زیات قوي، سپک او نري به وي او دا کولای شي، نړۍ بدله کړي.
دا باید له کلکو اصولو سره تړلي وي. دغه راز د درملو صنعت کې پرمختګ کولای شي، د کاربن له منځه وړلو، پاکو اوبو ته لاسرسي او خوړو په ګډون له هغو سترو ننګونو سره مبارزه وکړي، چې انسانان ورسره مخامخ دي.
نو تاسې څه فکر کوئ، چې ۳۰ کاله وروسته به نړۍ څنګه ښکاري؟
ځواب مو چې هر څنګه وي، د هوښیارۍ غوښتنه به دا وي، چې د پروفیسر هوکینګ پر خبره غور وشي، چې درې لسیزې مخکې یې کړې: ''ځینې دا بدلونونه ډېر خوندور دي او ځینې یې بیا د خبرداري بڼه لري. یو څه چې موږ یې په هکله باوري یو دا دي چې دا مختلف وي او ښايي هغسې نه وي، چې موږ یې تمه کوو.''
د بي بي سي ارشیف څانګې له مننې سره








