د افغانستان په شمال کې زلزله: 'لږترلږه ۲۱ تنه مړه شوي او له ۶۰۰ زيات ټپيان دي'

د عکس سرچینه، EPA/Shutterstock
د افغانستان په شمال کې د تېرې شپې زلزلې درانه ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. د بلخ او سمنګانو ولايتونه تر ټولو ډېر ځپل شوي دي.
د طالبانو حکومت کې د بلخ ولایت د قومندانۍ وياند حافظ محمد عيسی وثيق بي بي سي ته ويلي، زلزله ډېره زوروه وه چې له کبله یې په دې ولایت کې لږترلږه "۱۲ تنه مړه شوي" او تر ۴۰۰ پورې نور ټپیان دي.
د دې ولایت په ګاونډ، سمنګانو کې هم زلزلې مرګژوبله او مالي زيان اړولی دی.
د سمنګانو ولایت د امنيه قومندانۍ وياند حشمت الله رحماني وايي، په دې ولایت کې د زلزلې له کبله نهه تنه وژل شوي او ۲۰۰ تنه نور ټپيان دي. د نوموړي په وينا لسګونه کورونه چې ډېری یې د خلم په ولسوالۍ کې دي نړېدلي دي.
ويل کېږي په کندوز ولايت کې هم زلزلې زيان اړولی دی.
د طالبانو حکومت د روغتیا وزارت بیا وايي، په زلزله کې لږترلږه ۱۵ کسان مړه شوي او له ۳۲۰ زيات ټپيان دي. د ياد وزارت وياند ډاکتر شرافت زمان پر ټولنيزه رسنۍ اېکس خپره کړې ويډيو کې ويلي، د ژغورنې ډلې په سيمه کې په کار بوختې دي او په وینا یې ښايي شمېرې له دې زياتې شي.

د عکس سرچینه، Getty Images
د مرګژوبلې په اړه بېلابېلې شمېرې ورکول کېږي، کره شمېر لا هم معلوم نه دی او د طالبانو حکومت لا په دې اړه کومه رسمي خبرپاڼه نه ده خپره کړې.
په داسې حال کې چې د ژغورنې عملیات دوام لري، چارواکو خبرداری ورکړی چې لرې پرتو سیمو ته له رسېدو سره ښايي د مرګژوبلې شمېر لوړ شي.
د امریکا د جيولوجيکي سروې اداره وايي، دا زلزله چې ځايي وخت د شپې يوه بجه وشوه، ۶.۳ درجې وه او مرکز یې د افغانستان شمال کې مزار شريف ته څېرمه په خلم کې و.
د يادې ادارې له مخې، زلزله د ځمکې له سطحې شاوخوا ۱۰ کيلومتره ژوره وه.

د عکس سرچینه، MODA
د ځايي او ټولنيزو رسنيو په وینا دا زلزله د پلازمېنې کابل تر څنګ په شمال او شمال ختيځو ولایتونو کې محسوس شوې ده.
ويل کېږی د زلزلې ټکانونو د افغانستان ګاونډي هېوادونه هم لړزولي دي.
افغانستان یو له هغو هېوادونو دی چې کله ناکله په کې سختې او مرګونې زلزلې کېږي.
په دې وروستيو کې د افغانستان په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې د مرګونې زلزلې له کبله له ۲۲۰۰ ډېر کسان مړه او د مالي زيان تر څنګ یې زرګونه نور ټپيان کړل.
زلزلې هغه مهال کېږي چې د ځمکې سطحې د جوړونکو ټېکټونیکي صفحو یا پلېټونو په اوږدو کې ناڅاپي خوځښت راشي. د فالت لاینز په نوم ماتېدنې هغو ځایونو کې رامنځته کېږي چې دغه پلېټونه پکې ټکر کوي.
افغانستان کې ځکه ډېرې زلزلې کېږي چې پر بېلابېلو فالت لاینونه پروت دی او د هند او اېرواېشا پلېټونه همدلته سره یو ځای کېږي.

د بریتانیا د جیولوجیکي سروې رېږد پېژندونکی ډاکتر بریان باپتي وایي، جاپان او د سویلي امریکا هېوادونو کې تر افغانستان ډېرې زلزلې کېږي "خو افغانستان ځکه زیانګالی دی چې ودانۍ یې د زلزلې پر وړاندې مقاومت نه لري."
نوموړی زیاتوي افغانستان کې ودانۍ معمولا له خټینو خښتو او لرګیو جوړېږي، یا پکې کمزورې سیمنټ کارول کېږي.
د افغانستان غرنیو سیمو کې له دې کبله هم زلزلو کې ډېره ویجاړي اړوي چې ځمکښویدنې پکې پېښېږي.
دغه ځمکښوېدنې وخت ناوخت کلي او کورونه لاندې کوي او د سیندونو بهېدو لوري بندوي چې پایله کې یې سیلابونه راځي.
له لرې پرتو او کلیوالي سیمو سره د اړیکو ستونزه د دې لامل کېږي، چې دغه هېواد کې چارواکي کله ناکله د زلزو پایله کې له رامنځته شویو ویجاړیو څو ورځې وروسته خبر شي.
ځمکښوېدنې د لارو ګودرو د بندېدو لامل هم ګرځي چې زیانمنو سیمو ته د مرستو او مرستندویانو رسېدل له ستونزو سره مخامخوي.
د وارې، باران او سړو په څېر نامناسبه هوا هم د طبیعې پېښو پر مهال دغه غرني هېواد کې د ژغورنې عملیاتو د خنډ او ځنډ لامل ګرځي.








