بغلان کې د سېلاب ځپلو سیمو سترګو لیدلی حال
بغلان کې د سېلاب ځپلو سیمو سترګو لیدلی حال
سېلابونو د افغانستان په شمال کې بدخشان، او لوېديځ کې هرات او غور ولايتونه، خو تر ټولو زيات بغلان بد ځپلی دی. د ژغورنې او مرستندويان ځينو تر ټولو بدو ځپل شوو سيمو ته رسېدو کې ستونزو سره مخامخ دي. ځپل شوو سیمو کې یې ګڼ شمېر کورنۍ د کورونو ويجاړېدو پايله کې مرستو او لاسنيوي ته په تمه پر ډاګ پراته دي. همکار مو يما بارز چې سېلاب ځپلي بغلان ته ورغلی وايي، ځپل شويو سیمو ته يو څه مرستې رسېدلې، خو د ډېرو نورو لارو خرابوالي له امله پوره مرستې نه دي رسېدلې.



