ټرمپ د امریکا له بریدونو وروسته په ایران کې د رژیم پر بدلون نظر ورکړ

د عکس سرچینه، Getty Images
- Author, جېمز فېټزجرالډ، بيبيسي نیوز
- د لوستلو وخت: ۴ دقیقې
د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ څرګندونو په ایران کې د مشرتابه د بدلون امکان ډېر کړی. دا شونتیا وروسته له هغه ډېره شوه، چې هېواد یې له اسرائیلو سره د ایران پر اټومي تاسیساتو برید وکړ.
د یکشنبې پر ورځ، ټرمپ پر خواله رسنیو پوښتنه وکړه، "ولې ژریم بدل نه شي؟؟؟"
د هغه دا څرګندونې وروسته له هغه مخته راغلې، چې نورو لوړ پوړو امریکایي چارواکو ټینګار وکړ، چې د شنبې د پوځي عملیاتو موخه په ایران کې د مشرانو نسکورول نه وه. په هغو عملیاتو کې، چې امریکايي جنګي الوتکو په ایران کې د اټومي تاسیساتو درې مرکزونه په نښه کړل، هڅه یې دا وه، چې په تهران کې د اټومي بم د جوړېدو شونتیا له منځه یوسي.
ټرمپ مخکې له دې په بهرنیو شخړو کې د امریکا د ښکېلتیا په اړه نیوکه کړې وه. د بېلګې په توګه په عراق کې د دغه هېواد مداخله یادولای شو. چېرې چې امریکا او ملاتړو یې په ۲۰۰۳ کال کې د صدام حسین رژیم نسکور کړ.
د یکشنبې په تبصره کې، ټرمپ لیکلي: " د 'رژیم بدلون' اصطلاح کارول په سیاسي لحاظ سمه نه ده، خو که اوسنی ایرانی رژیم ایران بیا خپل پخواني برم ته نه شي ور ستنولای، نو ولې باید بدل نشي؟؟؟"
اوس نو داسې ښکاري چې د ښاغلي ترمپ دا څرګندونې د خپلو لوړپوړو چارواکو له خبرو سره په ټکر دي. د امریکا له خوا پر ایراني اټومي تاسیساتو له بریدونو وروسته، د امریکا د دفاع وزیر پیټ هېګزېت وویل، " عملیات د رژیم بدلون په اړه نه و او نه دي".
همدا پیغام د مرستیال ولسمشر جېډي ونس لخوا هم تکرار شو.
د ټرمپ دې تبصره د اټکلونو یو څپه رامنځته کړه، خو یوه پخواني چارواکي یې پر دې چې د ده دا خبره باید څومره جدي تعبیر شي شک ښوولی دی.
ایلیټ ابرامز، چې د ټرمپ د لومړۍ ولسمشرۍ پرمهال په ایران کې د امریکا سفیر و، د بي بي سي راډیو ۴ ټوډی (نن ورځې) پروګرام ته وویل، له دغو تبصرو وروسته ډېری خلک ګنګس دي او ممکن ټرمپ یوازې "ټوکه" کړې وي.
د شنبې پر ورځ د امریکا لخوا په ایران کې پر درېیو بېلابېلو اټومي تاسیساتو بریدونه د اسرائیل او ایران ترمنځ له یوې اونۍ مخامخ جګړې وروسته وشول. د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د ایران د اټومي څېړنې پروګرام له منځه وړلو هڅې لا مخکې پیل کړې وې.
نتنیاهو او ټرمپ وېره څرګنده کړې وه، چې تهران هغې وړتیا ته نژدې دی، چې اټومي وسلې جوړې کړي خو ایران په مکرر ډول د اټومي وسلو جوړولو پلان رد کړی دی.
ټرمپ وايي، د ځمکې لاندې د اټومي بنسټونو له منځه وړولو لپاره یې پرمختللي امریکايي بمونه چې "بنکر بسټر" یې بولي کارولي، خو د دغې بمبارۍ له امله د رامنځته شوې ویجاړۍ کچه لا مالومه نه ده.
د ملګرو ملتونو د اټومي څارنې ادارې د اوربند غوښتنه کړې، ترڅو دوی هلته د اوښتې زیان ارزونه وکړي.
ایران په غوسه غبرګون وښود او خپلو بریدونو ته یې د "تلپاتې پایلې" نوم ورکړ.
د دوشنبې په سهار، د اسرائیلو پوځ وویل، ایران د دوی پر لور توغندي توغولي. د اسرائیلو په وینا ایران د دوی شپږ هوایي ډګرونه په نښه کړي دي.
په منځني ختیځ کې په اډو او جنګي کښتیو کې ۴۰،۰۰۰ امریکایي سرتېري شته. هغوی د تیارسۍ په حال کې دي، ځکه چارواکو یې ور ته ویلي، کېدای شي ایران د غچ پلان ولري.
د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت هم یو نړیوال خبرداری خپور کړی، چې پکې په ټوله نړۍ کې امریکایي اتباعو ته د ډېر احتیاط سپارښتنه شوې ده.
د ایران دولتي تلوېزیون راپور ورکړی، چې د هېواد پارلمان یې د هرمز تنګي د بندولو پلان تصویب کړی. دا تنګی سوداګرۍ لپاره خورا مهم دی او تړل یې د نړیوالې تجارت لپاره لویې پایلې درلودلای شي.
د نړۍ د تېلو او ګازو نژدې څلورمه برخه له دې لارې تېرېږي. د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو له چین غوښتي چې د ایران د دغه اقدام مخنیوی وکړي.
په ورته وخت کې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر مسکو ته سفر کړی، ترڅو د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وګوري او د "ګډو ننګونو او ګواښونو" په اړه خبرې ورسره وکړي.

د عکس سرچینه، EPA
د شنبې په ماښام پر ایران امریکايي بریدونه وروسته له هغه وشول، چې ټرمپ پروسږ کال (۲۰۲۴) د ولسمشرۍ د کمپاین پر مهال بیا بیا ویلي، چې امریکا باید په هغه څه کې ښکېل نه وي چې هغه "تلپاتي جنګونه" بللي وو.
په سپټمبر کې، هغه ویلي: "موږ به په چټکۍ سره په منځني ختیځ کې ثبات راولو او نړۍ ته به سوله بېرته راستنه کړو" خو د دې جمهوريپال ولسمشر ځینو ملاتړو او د اپوزیسیون، دېموکرت، یو شمېر غړو اندېښنه څرګنده کړې ده، چې په ایران کې د ټرمپ وروستي اقدامات کولای شي امریکا بېرته په منځني ختیځ کې په جګړو کې ښکېله کړي.
جمهوریت غوښتونکی او د کانګرس غړی توماس ماسي، د ټرمپ کړنې "د اساسي قانون خلاف" بللې دي.
ماسي پر ټولنیزو رسنیو لیکلي، "کله چې دوه هېوادونه هره ورځ په توده جګړه کې یو بل بمباروي، او درېیم هېواد په همغه بمبارۍ کې برخه اخلي، نو دا جګړه ده."
ماسي په خواله رسنیو کې استدلال کړی، چې ولسمشر په جګړې له ښکېلېدو مخکې باید د کانګرس تصویب غوښتی وای.
تېره اونۍ، د ټرمپ له مداخلې مخکې، مرستیال ولسمشر جېډي ونس ویلي و، پوهېږي چې ولې خلک د امریکا د "تېرو ۲۵ کلونو له احمقانه بهرنۍ پالیسۍ وروسته" په ایران کې د جګړې د ښکېلتیا په اړه اندېښمن دي خو هغه ټینګار وکړ چې "په دې مسله کې تر نورو د ټرمپ دریځ ښه دی".
د خپل جمهوريپال ګوند دننه هغو کسانو ته په اشاره چې وايي، امریکا دې په بهر کې هغومره ښکېله نه وي لکه پخوا، ونس وویل: "د داسې یوه کس په حیث چې هر څه مې له نژدې لیدلې دي تاسې ته ډاډ درکوم چې ټرمپ یوازې هغه څه کوي، چې د خپلو خلکو موخو ته پکې ورسېږي. "






















