هلمند کې ترافیکي پې‍ښې "۲۱ تنه مړه او ۳۸ نور ټپيان کړي دي"

هلمند

د هلمند ولایت د ګرشک ولسوالۍ په یخچال سیمه کې د ترافیکي پېښې له کبله لسګونو افغانانو ته مرګ ژوبله اوښتي.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد له دغې پېښې څو ساعته وروسته وروستي جزیات خپاره کړې او په وینا یې "د ترافیکي پيښې له امله زموږ ۲۱ تنه هیوادوال شهیدان او ۳۸ نور ټپيان شوي دي.

د هغه په ټکو پېښه دهرات کندهار په لویه لاره شوې.

له دې مخکې په لومړیو رپوټونو کې د ۲۱ کسانو د مړینې او ۱۱ نور ټپي کېدو ویل شوې وو.

ویل کېږي د ټانکر، سپرلۍ وړونکي غټ موټر او موټر سایکل ټکر له کبله بس اور اخیستی او ډیری کسان پکې سوځېدلي دي.

له دغې خونړۍ پېښې وروسته طالبانو یو ځل بیا له موټر چلونکو د پاملرنې او د ټرافیکي قوانیونو د مراعتیدو غوښتنه کړې.

د ویډیو تشریح، هلمند کې د نننۍ ترافیکي پې‍ښې وېډیو

د افغانستان ملي رادیو تلوېزیون پر خپله اېکس (ټوېټر) پاڼه لیکلي چې یاده پېښه "د ټانکر، موټرسایکل او ۵۸۰ بس ترمنځ د ټکر له امله شوې، چې له ټکر وروسته ۵۸۰ بس اور اخیستی دی".

د دغې پېښې ټپيان د درملنې په موخه د ګرشک او لښکرګاه ایمیرجنسي روغتونونو ته لېږدول شوي دي.

پېښه د یکشنبې په ورځ ګهیځ شاوخوا پنځه بجې شوې ده.

ویل شوي چې مسافر وړونکی بس له هراته کابل ته روان و.‌

د تېرو کلونو په څېر په روان ۱۴۰۲ لمریز کال کې هم په افغانستان کې ترافیکي پېښو د سلګونه کسانو ژوند اخیستی دی.

چارواکي وايي، ډېره مرګ ژوبله پر لویو لارو شوې ده او سږ کال څه باندې ۳۰۰۰ ترافیکي پې‍ښې ثبت شوې دي.

د کابل – کندهار او کابل- جلال اباد لارې تر نورو هغو ډېرې خطرناکې ګڼل شوې دي. پر دې لارو د موټرچلوونکو چټک تګ، بې احتیاطي، ناغیړي او ترافیکي قوانینو ته د نه پام د نورو ترڅنګ د ترافیکي پېښو اصلي لاملونه ښودل شوي.

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

د طالبانو حکومت کې د ترافیک پولیسو د عمومي ریاست د پلانونو او تګلارو مشر عبدالودود خیرخواه وړاندې بي بي سي ته وویل په تېرو لسو میاشتو کې څه باندې ۱۶۰۰ کسانو په ترافیکي پېښو کې خپل ژوند بایللی دی.

په دې ډله کې نژدې زر تنه یې نارینه، څه کم دوه سوه یې ښځې او نژدې ۴۵۰ تنه یې ماشومان دي.

دغه راز له څلورو زرو ډېر کسان ټپیان شوي هم دي.

ښاغلی خیرخواه وايي، د یوه کال په شاوخوا ۳۰۰۰ ترافیکي پېښو کې نژدې ۳۰ سلنه یې په لورو لارو شوې، ۵۰ فیصده یې په ښارونو کې د ننه او ۲۰ سلنه یې په کلیوالو سیمو کې شوې دي.

د شمېرو له مخې، هر کال په نړۍ کې یو اعشاریه پنځه دېرش میلیونه کسان پر سړکونو ترافیکي پېښو کې مړه کېږي او تر ۵۰ میلیونو پورې نور ټپیانېږي.