امریکا مسکو تورن کړی چې د دوی په ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنې کوي

د عکس سرچینه، Getty Images
د امریکا متحدو ایالتونو د ار ټي (رشیه ټوډی) په نوم د روسیې دولتي ټلوېزیونې شبکې د دوو جګپوړو مدیرانو په ګډون پر لسو کسانو بندیزونه لګولي دي.
امریکايي چارواکو دغه کسان تورن کړي چې راتلونکې نومبر میاشت د دوی په ولسمشریزو ټاکنو کې لاسوهنو لپاره د کرملین په ملاتړ روانو هڅو کې ښکېل دي.
د امریکا مالیې وزارت د ار ټي ټلوېزیون مشره مدیره 'مارګریتا سیمونین' او د هغې مرستیاله 'اېلیزاویتا یوریوینا برودسکایا' تورنې کړې چې په متحدو ایالتونو کې یې د عامه افکارو کنټرول لپاره په پټه د خواله رسنیو اغېزناکې څېرې ګومارلې.
د امریکا لوی څارنوال مېریک ګارلنډ ویلي، عدلیې وزارت داسې ۳۲ انټرنټي ډومینونه هم ولجه کړي چې ناسم او تېر ایستونکي معلومات یې خپرول.
پر ۸ نورو کسانو هم په همدې تړاو بندیزونه لګول شوي.
ښاغلي ګالنډ زیاته کړې، د مسکو هدف دا و چې د کمالا هرېس او ډونالډ ټرمپ ترمنځ کېدونکې ټاکنیزه سیالۍ کې "د خپلې خوښې پایله" تر لاسه کړي.
ارټي ټلوېزیون د امریکايي چارواکو لخوا د دوی پر مدیرانو لګول شوي تورونه رد کړي دي.
د امریکا لوی څارنوال ارټي تلویزیون تورن کړ چې په ټینسي ایالت کې یې یوه شرکت ته د دې لپاره لس میلیون ډالر ورکړي، چې "امریکايي لیدونکو ته د روسیې حکومت د پټو پیغامونو درلودونکې منځپانګې یا محتویات رامنځته او خپاره کړي."
د سپینې ماڼۍ د ملي امنیت شورا ویاند جان کربي هم په یوه خبري کنفرانس کې مسکو تورن کړ چې د امریکا د نومبر میاشتې په ولسمشریزو ټاکنو کې د نفوذ کولو هڅه کوي.
هغه وویل "ارټي نور یوازې د کرملین تبلیغاتي مټ نه دی، بلکې د روسیې د پټو نفوذي کړنو پرمخ بیولو لپاره کارول کیږي. پر دې سربېره د روسیې حکومت د ټولنیز ډیزاین اژانس په څېر د کرملین تر کنټرول لاندې سوداګریزو شرکتونو له لارې چې په پراخه کچه د روسیې فدراسیون په لارښوونه او کنټرول کار کوي، د نفوذي او اطلاعاتي ماموریتونو نښې نښانې پاکوي."
هغه زیاته کړې "دا ټول فعالیتونه د دې لپاره طرحه شوي وو چې د رسنیو او د خواله رسنیو د بانفوذه کسانو له لارې چې ځینې امریکایان پرې اعتبار کوي، ناسم اطلاعات ولېږدوي. موږ به دا ونه زغمو."

د عکس سرچینه، Reuters
ارټي ټلوېزیون دغه تورونه رد کړي او ویلي دي چې په ژوند کې له درېو شیانو ځان ساتل ناشوني دي چې لومړی یې مرګ، دویم مالیات او درېیم د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې د لاسوهلو ادعاګانې دي.
د یادونې ده چې امریکا کې د ۲۰۱۶ کال په ولسمشریزو ټاکنو کې هم د ډونلډ ټرمپ په ګټه د مسکو د لاسوهنو تورونه مطرح شوي وو.
خو مسکو تل دا در کړې چې د امریکا په ولسمشریزو ټاکنو کې دې یې د کوم مشخص نوماند په ګټه مداخله کړې وي.
اوس امریکايي چارواکي خبرداری ورکوي چې په ۲۰۱۶ کال کې د روسیې له هڅو راوروسته د بهرنیو دښمنانو زیاتیدونکي شمېر د دوی په ټاکنو کې د لاسوهنې هڅه کوي.
تېره جون میاشت کې د ایران د حکومت اړوندو هکرانو یوې ډلې په بریالیتوب سره د ډونلډ ټرمپ کمپاین هک او داخلي اسناد یې افشا کړل.

د عکس سرچینه، OLIVIER TOURON/AFP via Getty Images
یوه میاشت وروسته عدلیې وزارت د دوو ډومینونو د نیولو او ټولنیزو رسنیو د نږدې ۱۰۰۰ حسابونو د لټون اعلان وکړ.
وزارت وویل، دغو اکونټونو د روسي عواملو لخوا په دې هدف فعالیت کاوه چې پر خواله رسنیو په پراخه کچه د غلطو مالوماتو خپرولو لپاره د مصنوعي ځیرکتیا (اې ای) یو پرمختللي بوټ فارم رامنځته کړي.
څېړونکو خواله رسنیو کې د متحدو ایالتونو پر اړوندو سیاسي بحثونو اغېز ښندلو لپاره د چین زیاتیدونکي نفوذي عملیات هم کشف کړي.
دا په داسې حال کې ده چې د چین ولسمشر شي جېنپېنګ په تېره نومبر میاشت کې له خپل امریکايي همپوړي جوبایډن سره د لیدنې پر مهال ژمنه کړې چې هېواد به یې د امریکا په ټاکنو کې لاسوهنه ونه کړي.











