لومړی اسټرالیا جوړ توغندی تر توغولو لږ وروسته وغورځېد
لومړی اسټرالیا جوړ توغندی تر توغولو لږ وروسته وغورځېد
لومړنی توغندی چې په اسټرالیا کې جوړ او ډیزان شوی و، له لومړۍ ازمایښتي توغونې ۱۴ ثانیې وروسته وغورځېد.
ویډیوګانې ښيي چې د ګېلمور فضايي ټکنالوژۍ لهخوا توغول شوی "ایریس" توغندی له ځمکې پورته کېږي، خو بیا یې زور ختمېږي او رالوېږي.
وروسته سپین لوګی د شمالي کویینزلېنډ په Bowen Orbital Spaceport کې پورته کېږي.
ګېلمور فضايي ټکنالوژۍ دغه ازموینه د هېواد د فضايي وړتیا لپاره "یو ستر ګام" وباله.
شرکت په یوه لیکلي بیان کې تایید کړه چې هېڅوک ژوبل شوي نه دي او دویم توغول به تر شپږو - اتو میاشتو پورې ترسره شي.



