فضل الرحمان:" له افغانستانه یو انار نه شي راوړل کېدلی خو د وسله والو د راتلو تور پرې لګېږي"

د عکس سرچینه، Getty Images
د افغانستان او پاکستان تر منځ له شاوخوا څلورو میاشتو راهیسې د لارو بندښت منفي اغېزې چې تر ډېره د پاکستان غاړه ترې شکایت کوي ورځ تر بلې پراخېږي.
په دې لړ کې له تېرو څو میاشتو راهیسې په پاکستان کې د حکومت ګڼو سیاسي مخالفانو له افغانستان سره د سوداګریزو لارو د بندولو له امله پر اسلام اباد بیا بیا نیوکې کړې دي. په ځانګړي ډول له خیبر پښتونخوا او بلوچستان ایالتونو سره تړاو لرونکي سیاستوال وايي، چې په پاکستان کې له افغانستان سره د سوداګرۍ د بندولو ډېر زیان د دغو دوو ایالتونو سوداګرو، کاروباریانو او ولسي خلکو ته اوښتی دی.
د پاکستان د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمان د یکشنبې پر ورځ په راولپنډۍ کې یوې غونډې ته وینا کې وویل، د پاکستاني حکومت د ناسمو تګلارو له امله د پاکستان اقتصاد مخ پر ځوړ خو د افغانستان اقتصادي وضعیت په غوره حالت کې دی.
هغه وویل، "د ناسمو تګلارو له کبله به څوک په موږ باور وکړي او څوک به راسره سوداګري وکړي؟ زموږ ستاسې خپل خلک له هېواده تښتي. د پاکستاني زحمت او پیسه اوس بیرون ځي او په پاکستان کې کاروبار ختمیږي. دا هسې جعلي خبرې دي چې له نړیوالې ټولنې موږ ته د اقتصادي وضعیت ښه کولو اشارې را کول کېږي ۱۵ -شل کاله موږ په اشارو تېر کړل خو حقیقت دا دی چې موږ مخ په ښکته روان یو. د هند او چین اقتصاد له موږه ښه دی. د افغانستان اقتصادي وضعیت له موږ غوره دی. د ایران اقتصاد له موږ ښه دی خو په سیمه کې چې کوم هیواد مخ په ځوړ روان دی هغه یوازې پاکستان دی. نو دې ته په کتو نه زموږ اقتصاد له نورو ښه دی او نه مو امنیت."
د افغانستان پر وضعیت د نړیوال بانک وروستۍ رپوټ هم ښيي چې افغان لوري د مالیې راټولولو بهیر ښه کېدو او سوداګرۍ بدیلو لارو سره د پاکستان سره په ټپه دریدلي سوداګري جبران کړې او ډېر ناوړه اغېز یې نه ښکاري.
مولانا فضل الرحمان همدراز وویل، چې د پاکستان د اوسنۍ تګلارې له کبله ګاونډي هېوادونه خفه دي. نوموړي د لارو بندیدو ته په اشارې د پاکستان هغه تورونه هم وننګول چې ګواکې پاکستان ته ناامني له افغانستانه ور اوړي.
هغه دغې غونډې ته چې وینا یې سلګونو خلکو بدرګه کاوله وویل "تور لګول کېږي چې پاکستان ته ترهګر له افغانستانه راځي خو چې راځي ویې دروئ کنه که راځي ویې ولئ کنه دوی خو څه اعتراض نه دی کړی، د حیرانۍ خبره دا ده چې د افغانستان یو انار پاکستان ته نه شي راوړل کېدلی خو تاسې وایي چې ترهګر راځي. پاکستانیان له تاسې دا پوښتنه لري چې له ظاهر شاه نیولي د طالبانو تر حکومته چې د پاکستان ملاتړي بلل کېدل له تاسې سره ولې نه شي چلیدلی؟ "

د عکس سرچینه، Getty Images
پاکستان په دې وروستیو کې نږدې له هرې امنیتي پېښې وروسته د پړې ګوته افغانستان ته نیسي او تور پورې کوي چې د افغانستان خاوره د دوی خلاف کاریږي. هغه تور چې افغانستان کې د طالبانو حکومت بیا بیا رد کړی دی.
له تورونو ور ها خوا پاکستان څو ځلې په افغانستان کې د خپلو مخالفه وسله والو په نښه کولو هڅه کړې چې د افغانستان چټک غبرګون یې درلود.
خو کارپوهان وايي، د دغو سیاسي تورونو په لړ کې تر ټولو ډېر زیان سوداګرۍ ته اوښتی چې د کرښې دواړه غاړې خلک یې ډېر زیانمن کړي دي.
په دې ترڅ کې د پاکستان له دننه د جوړجاړي او د لارو د پرانېستو غږونه ډېر ډاګیزه دي.
د تحریک انصاف ګوند چې خیبرپښتونخوا کې واکمن دی هم د افغانستان پر وړاندې د مرکزي حکومت تګلارې تل ننګولې. د دغه ګوند یوه مرکزي مشر اسد قیصر تېره اونۍ د پارلمان غونډې ته وویل چې له افغانستان سره روانه شخړه باید په ډيپلوماټیکو هڅو حل شي.
اسد قیصر چې د تحریک انصاف د واکمنۍ پر مهال د پاکستان د ولسي جرګې مشر هم پاتې شوی دغې غونډې ته وویل چې ټول کاروبار، سوداګري او چارې یې له افغانستان سره تړلې خو نه پوهیږي چې د ولسونو دا غږ ولې نه اوریدل کېږي؟
نوموړي همداراز ویلي چې پښتونخوا له افغانستان پرته نه شي پاېدلی.
د پاکستان او افغانستان تر منځ د سوداګرۍ لارې له تېرو نږدې څلورو میاشتو راهیسې تړلې دي. له خونړیو نښتو وروسته د لارو د بندولو پرېکړه لومړی اسلام اباد وکړه خو وروسته د طالبانو د حکومت چارواکو وویل چې دا لارې به اوس یوازې له قوي ضمانتونو وروسته په مشروط ډول پرانېزي. هغوی ټینګار کوي چې سوداګري باید له سیاسي کړکېچونو خوندي وساتل شي.


















