شراب څښل څومره خطر لري؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د نړۍ په ډېرو سیمو کې تقریبا هره مېله او مراسم له الکولو پرته نیمګړې ګڼل کېږي. ځینې خلک شراب له نااشنا کسانو سره د خبرو او اترو پیلولو غوره لاره ګڼي. ځینې یې بیا د خوښي لمانځلو او یا د خپل غم غلطولو لپاره څښي.
پخوا ځینې څېړنې شوې وې چې په کې ویل شوي وو، سره شراب کېدای شي ګټور وي.
خو اوس د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، شراب څښکل په هره اندازه کې چې وي، روغتیا ته ښه نه دي.
د بيبيسي د نړیوالې برخې پروګرام د الکول څښلو خطرونه او ګټې څېړلې دي.
د سرطان او مرګ خطر
د روغتیا نړیوال سازمان په تازه راپور کې ویلي، چې د الکولو څښل هر کال په نړۍ کې د ۲ اعشاریه شپږ میلیونو کسانو د مړینې لامل کېږي.
د الکولو څښل لږترلږه اووه ډوله سرطان رامنځته کوي، چې په دې کې د کولمو او سینې سرطانونه هم شامل دي.
د نړیوال روغتیا سازمان لخوا یوې ترسره شوې مفصلې څېړنې موندلې چې ان لږ مقدار الکول هم خطرناک دي.
لږ مقدار څخه مطلب د ۱.۵ لیترو څخه کم واین، ۳.۵ لیتره بیر یا د ۴۵۰ ملي لیتر څخه کم اسپریټ ته اشاره ده.
د روغتیا نړیوال سازمان په وینا، د الکولو د څښلو کوم خوندي مقدار نه شته او د یوه څاڅکي له څښلو څخه یې هم خطر پیلېږي.
د الکولو کم څښلو ته مخه

د عکس سرچینه، Getty Images
د روغتیا د نړیوال سازمان لخوا خپاره شوي ارقام ښیي، چې په نړۍ کې د شرابو څښل کم شوي دي.
پخوا به یوه کس شاوخوا ۵،۷ لیتره څښل خو په ۲۰۲۹ کال کې دا کچه ۵،۵ ته را ټيټه شوې وه.
شراب زیاتره نارینه څښي. نارینه په اوسط ډول په کال کې ۸،۲ لیتره الکول مصرفوي او ښځې ۲،۲ لیتره.
ځینې خلکو لکه ۴۴ کلنه انا ټیټ چې د بریتانیا د برکشایر اوسېدونکې ده، چورلټ د شرابو څښل پرېښي دي.
ټيټ وايي، پخوا یې هم زیات شراب نه څښل خو هره جمعه به يې په منظم ډول بير، جن او واین څښل.
شنبې به یې هم همدا ډول څښل. وروسته یې ورو ورو کم کړل. له دې سره یې مېړه هم د شرابو څښل کم کړل.
ټیټ وايي، چې په خپل ځان کې یې پام وړ بدلون احساس کړی دی.
ایا د تېرو وختونو څېړنه غلطه وه؟

د عکس سرچینه، Getty Images
د الکولو د څښلو پرېښودل ډېرې ګټې لري.
داسې ښکاري چې د کاناډا د ویکتوریا پوهنتون ډاکتر تیم ستاک د نړیوالې روغتیا سازمان له خبرداری سره موافق دی.
دی وايي، چې الکول په اصل کې یوه خطرناکه ماده ده او کله چې یې کارول پیل کړئ د هغې اغیزې څرګندېږي.
نوموړي ۱۰۷ ساینسي مقالې ارزولې چې وکولی شي د شرابو څښلو کمې کچې او مرګ ترمنځ اړیکه پیدا کړي.
د بریتانیې د طبي ژورنال پر بنسټ که چیرې په سلو مړینو کې د یوه کس د مرګ لامل شوي دا منځنۍ کچه ګڼل کېږي خو که چیرې په ۱۰۰۰ کسانو کې د یوه کس د مرک لامل شوی وي دا بیا د خطر ټیټه کچه ګڼل کېږي.
دا چې کومه اندازه الکول څښلو ته کمه اندازه الکول ویل کېږي دا په هر هېواد کې بېله ده.
د برتانیا حکومت په اوونۍ کې له څوارلس واحدونو یا د شیشې متوسط شپږ ګیلاسو څخه د زیاتو شرابو یا بیرو څښلو وړاندیز نه کوي.
ډاکټر تیم په دې باور دی، دا دلیل چې ګوندې په اعتدال څښاک ګټور دی، د څېړنې ضعیفې میتودولوژۍ له امله دی.
د هغه په وینا، څیړنې سمې پوښتنې نه دي کړې او د ګډون کوونکو څخه یې پوښتنه نه ده کړې چې ایا دوی پخوا الکول څښلي وو.
په دې څېړنه کې ځینې نور مهم عوامل هم له پامه غورځول شوي.
ډاکتر تیم وايي، د نیمګړې څېړنې له کبله دا دلیل مخ ته راغلی چې کم شراب څښل ګټه لري.
د الکول ګټې او زیانونه

د عکس سرچینه، Getty Images
هرڅوک له دې خبرې سره موافق نه دی، چې د الکول اړوند خطرونه د اندېښنې وړ دي.
پروفیسور سر ډیویډ سپیګلهالټر وايي، چې د ورځې یو یا دوه ګیلاسه شراب څښلو تاوان هېڅ نه شي درک کولی.
نوموړی د بریتانیا په کېمبرج پوهنتون کې د احصایې پروفیسور دی.
دی دا واضح کوي چې څنګه خطر په سمه توګه پېژندل کیدی شي.
"د موټر چلولو خوندي کچه نه شته او نه هم د ژوند کومه خوندي کچه شته، خو هېڅوک دا مشوره نه در کوي چې له دې شیانو ډډه وکړئ."
نوموړی وايي، چې موږ باید دواړه ګټې او زیانونه وګورو.
ډاکټر ډیویډ زموږ پر وړتیا ډیر ډاډه نه دی دا چې د خطرونو دقیق ارزونه مو کړې وي.
هغه وايي: "موږ باید دا ومنو چې خلک دا د خوند اخیستو لپاره څښي."
نوموړی وايي، نه خلک شرابو څښلو ته هڅوي او نه یې ضد دی خو په په دې برخه کې په اعتدال ټینګار کوي.








