بریتانيا او فرانسې په ګډو عملياتو کې د سوريې دننه د داعش د وسلو زېرمې په نښه کړې

د عکس سرچینه، MOD/PA
د بریتانيا د دفاع وزارت وايي د دغه هېواد د شاهي هوايي ځواک ټايفون جنګي الوتکو له فرانسوي الوتکو سره په ګډه په سوريه کې تر ځمکه لاندې د وسلو پر يوه زېرمه چې د داعش له خوا کارول کېده بريد کړی دی.
د بریتانيا دفاع وزارت ويلي، دا تاسيسات د استخباراتي معلوماتو پر بنسټ معلوم شوي او ګومان کېده چې وسلې او چاودېدونکي توکي په کې ساتل کېدل. دغه ځای د سوريې په مرکزي برخه د پالميرا لرغوني ښار شمال ته په غرونو کې موقعيت درلود.
د دفاع وزارت ويلي، شواهد ښيي چې په برياليتوب سره یې په هوایي بريدونو کې "تونلونه" په نښه کړي دي.
وزارت زياتوي، د يکشنبې په شپه ناوخته شوي بريد کې ملکي وګړو ته د زيان کومه نښه نه ده ليدل شوې او ټولې الوتکې په خوندي توګه بېرته ستنې شوې دي.
اسلامي دولت نومې ډلې يا داعش تر ۲۰۱۹ کال پورې د سوريې او عراق پر ځينو برخو ولکه لرله.
د بریتانيا د دفاع وزير جان هيلي ويلي، "دا ګام زموږ د بریتانيا مشرتوب او هوډ ښيي چې د خپلو متحدينو تر څنګ ولاړ يوو ترڅو په منځني ختيځ کې د داعش د هر ډول بيا راڅرګندېدو او د هغوی د خطرناکو او تاوتريخجنو ايډيالوژيو مخه ونیسو".
د بریتانيا د دفاع وزير په دغه عملياتو کې ښکېل ځواکونو وستايل او مننه یې وکړه.
نوموړي ويلي، "هغوی د زرګونو بریتانوي پوځي کسانو له ډلې وو چې د کرسمېس او نوي کال پر مهال ځای پر ځای شوي وو. دې عملياتو کې هغه خطرناک ترهګر په کې په نښه کېږي چې زموږ د ژوند بڼه ګواښي، دا څرګندوي چې زموږ وسله وال ځواکونه د کال په هره موده کې د ګام اخيستلو لپاره چمتو دي چې بریتانيا په کور دننه خوندي او په بهر کې یې پياوړې وساتي".
په ډسمبر میاشت کې د امریکا پوځ د سوريې په پالميرا کې د داعش پر هدفونو وروسته له هغه د دوی په وينا "ستر بريد" وکړ چې په يوه برید کې دوه امریکايي سرتېري او يو ژباړن ووژل شول.
ملګري ملتونه وايي، داعش لا هم په سوريه او عراق کې له ۵۰۰۰ تر ۷۰۰۰ وسله وال لري.
په ۲۰۱۹ کال کې، د امریکا په ملاتړ د سوریې د مبارزو ځینو ډلو اعلان وکړ چې داعش د سوریې په خاوره کې خپله وروستۍ سیمه له لاسه ورکړه، خو له هغې راهیسې دغه ډله ځینې بریدونه کړي دي.
امریکایي ځواکونه له ۲۰۱۵ کال راهیسې په سوریه کې حضور لري چې د نورو ځواکونو د روزنې په برخه کې مرسته وکړي او دا د داعش پر ضد د مبارزې د کمپاین برخه ده.
سوریه هم په دې وروستیو کې د "اسلامي دولت" پر ضد له نړیوال ائتلاف سره یو ځای شوې او له امریکا سره یې د همکارۍ ژمنه کړې ده.
په تېره نومبر میاشت کې د سوریې د لنډمهالې ادارې مشر احمد الشرع له ټرمپ سره په سپینه ماڼۍ کې وکتل او خپله لیدنه یې د دواړو هېوادونو د "نوي پړاو" برخه وبلله.








