افغانستان کې د ټاپي پروژې "عملي کار پیل شو"

د ویډیو تشریح، افغانستان کې د ټاپي پروژې "عملي کار پیل شو"
افغانستان کې د ټاپي پروژې "عملي کار پیل شو"

په افغانستان کې د طالبانو حکومت چارواکي وايي، په دې هېواد کې د ټاپي پروژې کار پیل شو. په دې پروژه کې له ترکمنستان د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو نل‌لیکې غځول کېږي.

په دې اړه نن ترکمنستان سره په سرحدي سیمه کې مراسم جوړ شوي وو او د افغانستان له غارې د طالبانو حکومت د لومړي وزیر ملا محمد حسن اخوند په مشرۍ یو جګپوړی پلاوی ورغلی و. ترکمنستان هم خپل د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نور چارواکي ورلېږلي وو. دې مراسمو ته د ازبکستان ولسمشر سردار بردي محمدوف هم ورغلی و.