ولې د طالبانو مشر د انټرنېټ او ټليفوني اړیکو بندولو پرېکړه کړې؟

د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده

د عکس سرچینه، Taliabn

د عکس تشریح، د طالبانو مشر هبت الله اخوندزاده له عکسونو سره مخالفت کوي او تر اوسه د رسنیو په کمره نه دی ښکاره شوی
    • Author, یاسین رسولي
    • دنده, بي‌بي‌سي

په کندهار کې د طالبانو د مشر په امر د سپتمبر له ۲۹مې او د دوشنبې په ورځ د ماښام له ۵ بجو راهیسې په ټول افغانستان کې د انټرنېټ او ټلیفون خدمتونه بشپړ پرې شوي دي.

د طالبانو حکومت ویاندویانو یې لاملونه لا نه دي روښان کړي.

په بلخ کې د طالبانو حکومت د والي محمد یوسف وفا په امر د وږي پر ۲۴ مه د نوري فایبر پرې کول پیل شول.

تر اوسه چې افغانستان د انټرنېټ او ان د ټیلېفوني اړیکو له بشپړ پرې کیدو سره مخ دی په دې تړاو یوازېنۍ رسمي تبصره د بلخ د والي د ویاند ټویټ دی. هغه پر ایکس پاڼه د دې د پرې کېدو دلیل "منکرات" بللي وو.

په کابل کې د طالبانو حکومت یو چارواکی وايي، له لومړنۍ پرېکړې وروسته یې په تېرو دوو اونیو کې د مشر له غوښتنې سره سم د انټرنېټ فلټرولو توان نه درلود. نوموړی یې خنډ هم د "سیسټم نه برابروالی" ښيي چې له ناڅاپي تخنیکي ستونزو سره مخ کېده او په همدې دلیل د دوی مشر پخپله د مخابراتو وزیر ته زنګ وواهه او ویې ویل چې انټرنېټ بندول باید "په بیړه" پلي شي.

د طالبانو مشر د انځور او تلویزون لیدلو مخالف دی او ځیرک یا سمارټ فون هم نه کاروي. ویل کیږي چې له طالبانو سره د خبرو لپاره داسې "مخابره کاروي" چې په ټول افغانستان کې یې چارواکي او قومندانان لري.

ځینې طالب چارواکي د "ثریا"یا سپوږمکیز ټلیفونونه لري. د ایلن ماسک محدوده اندازه "سټار لینک" انټرنیټ هم په افغانستان کې فعال دی.

په کابل کې د ۱۴۹۹ افغانیو په بدل کې د ۵۰ جي بي انټرنیټ اشتهار دړه

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، نوري فایبر ارزانه او ډېر چټک انټرنیټ کورونو ته رسولی دی

د سویلي اسیا لپاره د بښنې نړیوال سازمان سیمه ییزه مشره سمریتي سینګ د "انټرنیټ ناوړه کارولو" او "بد اخلاقه چارو" د خپریدو د مخنیوي په پلمه، په ټول افغانستان کې د طالبانو د حکومت له خوا د انټرنیټ بشپړ بندیدو په غبرګون کې وویل:"د طالبانو اصلي چارواکي د معلوماتو پر لېږد د خپل کنټرول په ټینګولو سره د دې ډاډ ترلاسولو هڅه کوي چې نړۍ په افغانستان کې له پېښېدونکو سرغړونو بې خبره پاتې شي."

د دوی په بیان کې زیاته شوې: "طبعا د انټرنېټ بشپړ بندیدل نامناسب ګام او په ښکاره د نړیوالو بشري حقونو له معیارونو سره ټکر دی. طالبان باید سملاسي بېرته انټرنېټ بشپړ ونښلوي."

کابل کې د چارواکو مخالفت 'مهم نه دی'

د طالب سرچینو په وینا د سپتمبر په لومړیو کې په کندهار کې د طالبانو د مشر او "د زونونو واليانو" ترمنځ غونډه کې د نوري فایبر انټرنېټ پرې کولو پرېکړه وشوه. په دې غونډه کې د څلورو مهمو ولایتونو بلخ، هرات، کندهار او ننګرهار واليانو ګډون کړی و.

څارونکي وايي ډېر لوړپوړي چارواکي د انټرنېټ بندولو په اړه له مشرتابه سره موافق نه دي، خو د طالبانو د مشر په مخ کې د وزیرانو نظراهمیت نه لري.

په لندن کې میشت افغان خبریال سمیع یوسفزي بي بي سي ته وویل، د طالبانو مشر په دې برخه کې "مذهبي انګېزه" لري او لومړنۍ پریکړه دا وه چې یوازې د شپې انټرنېټ پرې یا یې ورو کړي، ځکه هغه فکر کاوه "خلک د شپې د انټرنېټ په کارولو ډېر بوخت وي."

هغه وویل "افغانستان چې دمخه منزوي شوی و، اوس له دې نوې پریکړې سره ژورې انزوا ته تللی."

ښاغلي یوسفزي زیاته کړه چې په کابل کې د طالبانو چارواکي "ټول له انټرنېټ بندېدو رنځېږي"، خو دوی د دې اړتیا په اړه د خپل مشر نظر نه شي بدلولی:

"دا مهمه نه ده چې په کابل کې د طالبانو مشران د مسلو په اړه څه فکر کوي، اصلي خبره دا ده چې مشر یې شیخ هبت الله اخوندزاده څه فکر کوي."

د سمیع یوسفزي په وینا د طالبانو د حکومتي چارواکو نارضایتي د دوی مشر له ګام پورته کولو او پریکړو کولو منع کولی نه شي: "انټرنېټ یوه اړتیا ده او د طالبانو ډېری مشران په دې موافق دي، خو دوی بیا هم د هبت الله اخوندزاده د حکم مخه نشي نیولی.

(د حکومت د انزوا په ګډون) په نورو مسلو کې هم د طالبانو اکثریت غوښتل چې اصلاحات راولي، خو هبت الله یې قانع نشو کړای. همدارنګه د طالبانو مطلق اکثریت مشران د ښځو د زدکړو او کار په برخه کې له شیخ هبت الله اخوندزاده سره مخالف نظر او فکر لري، خو دوی هغه قانع نه شو کړی."

.

د طالبانو د مشر سیاسي اندېښنې

څارونکي د طالبانو د مشر د پریکړې د اصلي علتونو په اړه مختلف نظرونه لري.

د افغانستان لپاره د امریکا پخواني استازي زلمي خلیلزاد پر ایکس لیکلي: «زه ډاډه نه یم چې مشرتابه د پرېکړې له کولو وړاندې د هغې پایلې درک کړې وې. خو اوس باید روښانه وي چې دې پرېکړې یوه لویه ستونزه رامنځته کړې ده».

خبریال بلال سروري بي بي سي ته وویل چې ښاغلی اخوندزاده "له تېرو دوو کلونو راهیسې له بهرنیو پلاويو سره د چارواکو د لیدنو سخت مخالف دی او غواړي چې د هغه استازی پکې حاضر وي."

هغه زیاته کړه چې د متحده ایالتونو د ولسمشر ډونلډ ټرمپ وروستي ګواښونه ممکن بل دلیل وي، چې د بګرام اډې د بېرته نیولو لپاره یې د ځواک کارولو خبره کړې او دې چارې ښايي د طالبانو مشر اړ کړی وي چې "په یوه شپه ورځ کې پریکړه وکړي."

ښاغلی سروري وايي دریم دلیل دا دی چې د طالبانو مشر په کابل کې پر ځینې لوړپوړو چارواکو "بې باوره" او په حکومتي ادارو کې د خپلو امرونو د "نه پلي کېدو له امله مایوس" شوی دی، ځکه د موسیقۍ د بشپړ بندیز او په ودونو کې د ښځو د شتون د مخنیوي په ګډون یې ځینې حکمونه په هغه ډول نه دي پلي شوي لکه څنګه چې ده غوښتل.

د هغه په وینا یو شمېر ټیټ پوړې چارواکي لکه "د کندهار والي شیرین اخوند، د استخباراتو مرستیال تاجمیر جواد، صدر ابراهیم او د کورنیو چارو وزارت حاجي نجیب" مشرتابه ته نږدې او تر یو شمېر وزیرانو ورته د باور وړ کسان دي‌.

بدیلې لارې شته؟

 په کابل کې د یوې ودانۍ تر شا د افغان ټیلیکام په نوم د دولتي شرکت انتن.

د عکس سرچینه، AFP via Getty Images

د عکس تشریح، کابل کې د دولتي مخابراتي شرکت افغان ټیلیکام انتن

په لومړیو ورځو کې په کابل کې د اړوند څانګو کمیټه جوړه شوه چې د نوري فایبر "بدیل" ومومي او مشرتابه ته یې وړاندیز کړي، خو داسې ښکاري چې د انټرنېټ بندېدو سره له مخالفت پرته یې کومه لار چار ونه موندله. ځینو یې ویلي وو چې د طالبانو د مشر له هیلو سره سم به انلاین منځپانګې ته د کاروونکو لاسرسی ډېر فلټر کړي.

نېټپوه یا د انټرنیټ کارپوه حسین حیدري وايي له نوري فایبر پرته په افغانستان کې "انټرنېټ له لاسه وځي":

" په ۲جي انټرنېټ سره د بانکوالۍ سیسټم پرمخ وړل شونې نه ده چې په پواینټ-ټو-پواینټ یا ۲جي انټرنیټ سره د پاسپورت، برېښنایي پېژندپاڼو، ګمرکونو، مستوفیتونو او بانکونو سیسټمونه کار وکړي."

نوموړی پر دې باور دی چې د طالبانو حکومت په دې برخه کې د ایران په څېر د خپلې خوښې فلټرولو وړتیا، تخصص او لویه پانګونه نه لري، له دې سره د ایران تجربې ښودلې چې " (فلټرماتونکي) VPN مافیا واردېږي."

"فلټرول به لږترلږه یو کال وخت او له ۵۰ میلیون ډالرو ډېره بودیجه او تخنیکي ډله وغواړي چې نه یې خصوصي شرکتونه او نه هم اترا (د افغانستان د مخابراتو تنظیموونکې اداره) وس لري."

د افغانستان فایبر نقشه

د عکس سرچینه، atra.gov.af

د عکس تشریح، د افغانستان فایبر نقشه

له نوري فایبر شبکې سره د افغانستان د نښلولو پروژه په ۲۰۰۷ کال کې د ۶۰ میلیونو ډالرو پانګونې سره پیل شوه او د طالبانو حکومت پخپله په وروستیو کلونو کې د نوري فایبر پراختیایي پروژې پراخې کړې دي، چې د ډیجیټل سوداګرۍ له ودې، د ټیکنالوجۍ پانګونې جلبولو او په افغانستان کې د انلاین دندو موندلو کې یې مرسته کړې ده.

د مخابراتو او معلوماتي ټیکنالوژۍ وزارت د معلوماتي سیسټمونو د امنیت څانګې پخواني مشر جمال ناصر سروري بي بي سي ته وویل، افغان ټیلیکام چې د نوري فایبر شبکې مسوول دی، د منځپانګې د فلټرولو وړتیا نه لري او دا د خصوصي شرکتونو کار دی:

"خصوصي شرکتونو له یوې لسیزې ډېر وخت راهیسې پراخه پانګونه کړې ده. دوی باید له دې شرکتونو سره اړیکه ونیسي او د هغې اخلاقي منځپانګې فلټرولو کې ترې مرسته وغواړي چې دوی یې نه غواړي."

د نوري فایبر کیبلونه افغانستان ته له اوو لارو ننوځي او د منځنۍ او سویلي اسیا هیوادونو له شبکو سره نښتي دي.