د لندن په ګډون په يو شمېر لويو ښارونو کې د نوي ۲۰۲۵ کال لمانځنې

د ویډیو تشریح، په لندن کې د ۲۰۲۵ کال د هرکلي په موخه په زړه پورې اورلوبې

د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې د ۲۰۲۵ کال د رارسېدو په مناسبت لمانځنې روانې دي. د لندن تر څنګ په دوبۍ، سېډني او يو شمېر نورو لويو ښارونو کې په زړه پورې اورلوبې نندارې ته وړاندې شوې.

د نيويارک په ګډون په يو شمېر نورو ښارونو کې خلک د نوي کال مراسمو ته چمتووالی کوی.

په سویلي کوریا کې بیا د الوتکې غورځېدو پېښې له کبله د نوي کال مراسم یا ځنډول شوي او یا هم لغو شوي دي.

د اسټرالیا په سډني کې ۱۲ بجو ته د ساعتونو ستنو له رسېدو سره سم اورلوبې پیل شوې او ځايي اوسېدونو د سمندر پر غاړه د مېلو لپاره د راټولېدو په بڼه خوښي څرګنده کړه.

د ویډیو تشریح، په هانګ کانګ د نوي ۲۰۲۵ کال د لمانځلو مراسم

له بیجینګ نیولې تر کوالالمپور پورې میلیونونه خلک په مېله ځایونو کې د ۲۰۲۴ کال پای ته رسېدو او نوي ۲۰۲۵ کال رادبره کېدو لمانځنې لپاره یو ځای شوي وو.

په چین کې د نوي کال له مراسیمو مخکي ولسمشر شي جینپینګ چینیایانو ته په وینا کې وویل، د هېواد اقتصاد یې ''مخ پر بره'' روان دی.

نوموړي دغه راز هغو کسانو ته خبرداری ورکړ، چې چین په خپلواکه تایوان کې د دیموکراسي پلوه ځواکونو په نظر ورته ګوري.

د ویډیو تشریح، Watch: Spectacular fireworks in Dubai and Abu Dhabi

په سوریه کې بیا خلک له نیمې پېړۍ وروسته د نوي کال ورځ په داسې حال کې پیلوي، چې پر دغه هېواد د اسد کورنۍ واکمني له منځه تللې.

سوریه د کردانو، ارمینیایانو، اسوریانو، مسیحیانو، دروز، علوي شیعه ګانو او عرب سنیانو په ګډون د بېلابېلو توکمونو او مذهبونو پیروانو هېواد دی، چې سني عربان پکې د مسلمانانو اکثریت تشکیلوي.

هئیت تحریر الشام چې د بشار الاسد حکومت ړنګولو په بریدونو کې یې مخکښ رول درلود ژمنه کړې، چې په دې هېواد کې به د ټولو لږکیو حقونو او ازادي ساتي.

په سوریه کې ځايي اوسېدونکي له نیمې پېړۍ وروسته د نوي کال مراسم په داسې حال کې لمانځي، چې د اسد کورنۍ واکمني له منځه تللې.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، په سوریه کې ځايي اوسېدونکي له نیمې پېړۍ وروسته د نوي کال مراسم په داسې حال کې لمانځي، چې د اسد کورنۍ واکمني له منځه تللې.
اسټرالیا په سډني کې دنوي کال په مناسبت بل شوي څراغونه او اورلوبې.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، اسټرالیا په سډني کې دنوي کال په مناسبت بل شوي څراغونه او اورلوبې.

د جي ایم ټي له مهال سره سم به د ماښام پنځه نیمې بجې په میانمار کې کال بدل شي او ورپسې به د جي ایم ټي پر مهال ماښام شپږ بجې بنګله دېش کې هم نوی ۲۰۲۵ کال پیل شي.

دغه رپوټ به پرلپسې تازه کېږي او موږ به تاسو د نړۍ له بېلابېلو برخو د نوي کال رارسېدو او مراسیمو لمانځلو حال درکړو.

د اندونیزیا په بالي کې مسلکي نڅاګرې د نوي کال مراسمو ته چمتوالی کوي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د اندونیزیا په بالي کې مسلکي نڅاګرې د نوي کال مراسمو ته چمتوالی کوي.
د ویډیو تشریح، د اسټراليا په سېډني کې د ۲۰۲۵ کال لپاره د اورلوبې