د العدید امریکایۍ هوايي اډې په اړه مهم ټکي

د عکس سرچینه، USAF
العدید، چې د قطر پلازمېنې دوحې ته نژدې موقعیت لري، په منځني ختیځ کې د امریکا د مرکزي قوماندې د هوايي عملیاتو لپاره د مرکزي دفتر په توګه کارول کېږي او نژدې ۸۰۰۰ امریکایي سرتېري پکې شته.
د سپوږمکۍ وروستي انځورونه ښیې، چې د ایران پر اټومي تاسیساتو له بریدونو مخکې په احتیاطي اقدام کې لسګونه الوتکې له ټارمک بل ځای ته استول شوې وې.
په شمالي امریکا کې د بي بي سي خبریاله سارا سمیټ وايي، دا برید ناڅاپي نه و، ځکه امریکا د اونۍ په پای کې د ایران پر اټومي تاسیساتو له بریدونو راهیسې د داسې څه د پېښېدو لپاره چمتو وه.
په منځني ختیځ کې ټول امریکایي ځواکونه په تیارسۍ حالت کې دي او دا ډول برید ته اماده وو. دغه تاسیسات په عراق کې د امریکا د عملیاتو لپاره د مرکزي دفتر او لوژستیکي اډې په توګه کارېدل. په دغه اډه کې د خلیج په کچه تر ټولو اوږده هوایی کښتۍ هم شته.
بریتانیوي ځواکونو هم په دغې اډه کې وو، چې کله نا کله یې د ابو نخله هوايي ډګر په نوم هم یادوي. قطر په ۲۰۰۰م کال کې متحده ایالاتو ته العدید اډه ورکړه. امریکایانو په ۲۰۰۱م کال کې د اډې د مدیریت چارې هم په لاس کې واخیستې.
د لندن مېشت استخباراتي شرکت ګری ډینامیکس د مالوماتو له مخې، د دوحې او واشنګټن تر منځ د ۲۰۰۲م، په ډیسمبر کې تړون لاسلیک شو، چې په پایله کې یې په العدید اډه کې د متحده ایالاتو د پوځ حضور په رسمیت وپېژندل شو.
په ۲۰۲۴م کال کې، رسنیو راپور ورکړ، چې امریکا او قطرد یوې موافقې له مخې د لسو نورو کلونو لپاره په دوحه کې د امریکايي ځواکونو پر پاتې کېدو سلا شول.

د عکس سرچینه، Reuters
امریکا به اړه شي ځواب ووايي
په واشنګټن ډي سي کې د بي بي سي خبریال ګاري او ډونوګو د راپور له مخې، ولسمشر ټرمپ، د هغه د دفاع وزیر او د ګډو ځواکونو لوی درستېز د څار خونه کې ناست وو، ځکه له قطر پرله پسې راپورونه راتلل.
په مې میاشت کې، ډونالډ ټرمپ سیمې ته په سفر کې العدید اډې ته هم ورغی.
ښاغلي ټرمپ، هلته په وینا کې وویل: "د ولسمشر په توګه، زما لومړیتوب د شخړو پای ته رسول دي، نه دا چې پیل یې کړم. خو که اړتیا وي، زه به هېڅکله د امریکا متحده ایالاتو یا زموږ د شریکانو د دفاع لپاره د امریکایې ځواک له کارولو ډډه و نه کړم."
د شبنې پر ماښام له بریدونو وروسته، ټرمپ وویل، د ایران لخوا هر ډول غچ ته به "په لا ډېر قوت ځواب ورکړي".
لومړني راپورونه ښيي، چې امریکايي لورې ته مرګ ژوبله نه ده اوښتې، خو ولسمشر به بیا هم ځواب ویلو ته مجبوروي او باید ثابت کړي، چې د هغه ګواښونه، بې څه نه وو.
قطر ته امریکايۍ وسلې
امریکا له قطر سره نژدې اړېکې لري او دغه هېواد ته یې د بهرني نظامي پلور (FMS) سیسټم له لارې د ۲۶میلیارډو ډالرو په ارزښت ډېر نظامي تجهیزات او وسلې ور کړي دي. په دې سره نو قطر په نړیواله کچه دوهم هېواد شو، چې د امریکا د بهرني نظامي پلورسیسټم له لارې ډېرې وسلې پېرلي دي.
هغه مهمې وسلې او تجهیزات چې امریکا د بهرني نظامي پلور سیسټم له لارې پر قطر پلورلې دي:
د هوایي مدغم او توغندیو د دفاع سیسټم، د پیټریوټ په نوم د اوږده واټن ویشتلو توغندیو سیسټم، له ملي پرمختللي سطحې د هوا له لارې د توغندیو سیسټم او AN/FPS-132 د لومړني خبرداری ورکولو رادار؛F-15QA جنګي الوتکې - پرمختللې F-15 او AH-64E اپاچي چورلکې شاملې دي.
له دغو وسلو او مهماتو سره د لوژستیک او د روزنې چاره هم شته.
ایران ادعا کړې، چې پر امریکایي اډې یې، برید بریالی و
د ایران ملي امنیت عالي شورا په یوه بیان کې وايي، که څه هم ایران په قطر کې د امریکا هوايي اډه "ویجاړه" کړې ده، خو په وینا یې د دغه برید موخه هېڅکله "قطر یا د هغه خلکو ته خطر نه وو". بیان زیاتوي، ایران "له قطر سره د خپلو تودو او تاریخي اړېکو ساتلو او دوام ته ژمن دی".
د ایران ملي امنیت عالي شورا یاده خپرپاڼه، چې د ایران دولتي رسنۍ لخوا نقل شوی، وايي، " د دغه برید لپاره هومره شمېر توغندي کارول شوي وو، څومره چې امریکا پر درېو ایرانیو اټومي بټیو کارولي وو".
قطر وايي، ټول ایراني توغندي یې شنډ کړي
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، مجید الانصاري پر اېکس لیکلي: "موږ دا د قطر له حاکمیت، له هوایي حریم، نړیوال قانون او د ملګرو ملتونو له منشوره، ښکاره سرغړونه ګڼو."
مجید الانصاري وویل، د قطر هوايي دفاعي سیسټمونو "په بریالیتوب سره برید خونثا او د ایران توغندي یې یو په بل پسې شنډ کړل." د نوموړي په وینا یاده اډه له مخکې خالي شوې وه.
هغه زیاته کړه: "په اډه کې د پرسونل خوندیتوب لپاره، ټول اړین ګامونه اخیستل شوي وو. د قطر وسلهوال ځواک، دوستانه ځواک او نورو په ګډون هېچا ته ځاني زیان نه دی اوښتې. "
ویاند وايي، قطر حق لري "د دې بې رحمه یرغل له ماهیت او کچې سره مساوي" ځواب ووایي.
د بيبيسي فارسۍ برخې همکارې، غنچه حبیبيازاد، د دغه راپور په چمتو کولو کې مرسته کړې ده.








