لمریزې سپرغۍ څه دي او ولې ناسا وايي، دا کولی شي په ځمکه کې د برېښنا د پرې کېدو لامل شي

د عکس سرچینه، NASA/SDO
د لمر فعالیت په زیاتېدو دی، چې له کبله یې په لویه کچه لمریزې سپرغۍ سږکال لیدل شوې دي او د ناسا د لمریز خوځښت د څار څانګې له لوري یې عکاسي هم شوې ده.
د لوړ فعالیت په دې دورو کې له لمره د سپرغیو پرله پسې بادونه د ځمکې لور ته رسېږي چې د لمر بادونو په نوم یې یادوۍ.
دې ته د فضا لمریز طوفان هم ویل کېږي، چې کولی شي په ځمکه کې ټیکنالوژي اغېزمنه کړي، ان د برېښنا پرې کیدو لامل شي او په فضا کې ستورمزلي له ستونزو سره مخامخ کړي خو په ځمکه کې انسانانو ته زیان نه رسوي.
د لمر سپرغۍ څه شی دي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
لمریز طوفانونه د لمریزې دورې یوه عادي برخه ده. دا هغه وخت پېښېږي کله چې لمر کې د لویو چاودنو له کبله لمریزې سپرغۍ، د کورونل ډله ییز اخراج د تېزو وړانګو په بڼه د لمر لمبې بهر کړي، رڼا ډېره شي، انرژي او لمریز مواد فضا کې خواره شي.
لمریزې سپرغۍ مقناطیسي وړانګې دي چې چټکتیا یې درڼا تر کچې ده او یوازې په اتو دقیقو کې ځمکې ته رسېږي.
دا زیاتره یې د کورونل ډله ییز اخراج سره پېښېږي، چې د انرژۍ یوه ستره چاودنه ده خو هغومره چټکه نه ده چې په یوه ساعت کې میلیونه مایله سفر وکړي.
لمریز طوفانونه کولی شي له بېل ځواک سره ځمکې ته ورسېږي.
له لمره را بهر کېدونکې دا انرژي کولی شي په اسمان کې لویه روښاني رامنځ ته کړي چې د اورورا (قطبی شفق) په نوم پېژندل کېږي، چې شمالي رڼاګانې یا سویلي رڼاګانې هم ورته وايي.

د عکس سرچینه، Anadolu via Getty Images
لمریز طوفان پر ځمکه څه اغېزه کولی شي؟
د ناسا په وینا، سپرغۍ او د لمر زورورې وړانګې کولی شي پر راډیويي اړیکو، برېښنايي شبکو او سیګنالونو اغېز وکړي.
په ۲۰۱۷ کال کې د لمر له سطحې ډېرې لمریزې سپرغۍ بهر شوې چې ځینې وسیلې لکه جې پي اېس GPS اور نور بریښنايي وسایل یې ګډوډ کړل.
د ۲۰۱۱ په فبرورۍ کې ډېرې ځواکمنې لمریزې سپرغۍ خورې شوې چې د چین مخابراتي راډیويی سیګنالونه یې اغېزمن کړل.

د عکس سرچینه، Getty Images
ان په ۱۹۸۹ کال کې لمریزې سپرغۍ د دې لامل شوې چې د کاناډا په کیوبیک ولایت کې ملیونونه کسان نهه ساعته په توره تیاره کې تېر کړي.
په ۱۸۵۹ کال کې د لمر لویه چاودنه د جیو مقناطیسي طوفان لامل شوه، چې د ویکټوریا د اورګاډي پټلۍ سیګنال او ټیلګراف لیکو کې یې ګډوډي راوسته.
څو ځله لمریز طوفانونه پېښېږي؟

د عکس سرچینه، Getty Images
لمر د برېښنایي ګاز له زوره حرکت کوي او یوه پیاوړې مقناطیسي ساحه رامنځته کوي.
دا ساحه له یوې دورې تېرېږي، چې د لمریز دورې په نوم پېژندل کېږي. په پایله کې د لمر سطحه د آرام او طوفاني فعالیت منظم دور تجربه کوي.
هر یوولس کاله یا له دې هم ډېر کله چې لمریز دور خپل لوړې کچې ته ورسېږي د لمر په شمالي او سویلي قطبونو کې مقناطیسي ساحې خپل ځایونه بدلوي.
د متخصصینو د یوې نړیوالې ډلې په وینا، چې د ناسا او د متحده ایالاتو د ملي سمندري او اتموسفیر ادارې (NOAA) لخوا په ګډه تمویلېږي د لمر دا روان دور ۲۵مه لمریزه دوره نومول شوې چې د ۲۰۱۹ کال په دسمبر کې پیل شوه.
د لمریز دورې پیل هغه د لمر کمزورې فعالیت مهال دی. پدې پړاو کې لمر تر ټولو لږ لمریز داغونه او تیاره داغونه لري، چې ساینس پوهانو سره د ستورو فعالیت څارنه کې مرسته کوي.
لکه څنګه چې د لمر فعالیت زیاتېږي، د لمر د داغونو شمېر هم زیاتېږي .د لمر د دورې منځنۍ برخه د لمریز دور لویه لمریزه یا د لمریز دور پېک په نوم پېژندل کېږي، چې لمر له بل هر وخته ډېر لمریز داغونه لري او مقناطیسي قطبونه یې خپل ځایونه بدلوي.
ناسا او ناوا NOOA وايي، چې لمر تېر کال د خپلې اوسنۍ دورې لوی حد ته رسیدلی.
د رڼا او انرژۍ لویې چاودنې د لمر په داغونو یا تیاره ځایونو کې پېښېږي او ځکه تیاره رنګه ښکاري چې خپل شاوخوا سیمو پرتله یو څه سړه سیمه وي او ډېری یې د ځمکې په اندازه سیمه پوښلی شي یا هم ستره.
د لمر طوفانونه د ۱۱ کلنې دورې د اوج پر مهال شونې دي چې پېښ شي.








