په لومړي ځل د نړۍ په کچه د زیات وزن لرونکو ماشومانو شمېر له کم وزن لرونکو هغو ډېر شوی

د عکس سرچینه، Getty Images
د ماشومانو خیریه بنسټ یونیسف د یوې پراخې څېړنې پر بنسټ ویلي، د نړۍ په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره د هغو ماشومانو شمېر چې له چاغښت سره مخامخ دي د هغو له شمېر زیات شوی چې کموزني دي.
په نږدې هرو لسو کې یو یې چې د پنځو تر ۱۹ کلونو عمر لرونکي ماشومان او ځوانان دي او ټولټال نږدې ۱۸۸ میلیونه کسان کېږي، همدا اوس د چاغښت له ستونزې ځورېږي.
څېړونکي وايي، د دې لوی لامل د دودیزو خوړو پرېښودل او د ډېر پروسېس شویو خوړو خوړل دي، دا هغه خوراکونه دي چې ارزانه، د کالورۍ له مخې ډېر درانه او په اسانۍ موندل کېږي.
د ملګرو ملتونو اړونده دغه اداره له حکومتونو غواړي چې د خوړو دلېبلونو او بازارموندنې په برخه کې ګامونه واخلي او همدارنګه د پروسېس شویو خوړو په صنعت کې د تګلارو د جوړونکو د نفوذ مخه ونیسي.
تر دې وړاندې به چې روغتیایي کارپوهانو د ناوړه تغذیې لرونکو ماشومانو خبره کوله، ډېری وخت یې دا معنی لرله چې ماشوم کموزنه دی.
خو اوس داسې نه ده، دا اصطلاح د چاغښت بدې اغېزې هم رانغاړي ځکه د ماشومانو پر روغتیا او پرمختګ ناوړه اغېز کوي. ان په بېوزلو هېوادونو کې هم دا یوه لویه اندېښنه ګرځېدلې ده.
ماشومان هغه وخت زیات وزن لرونکي بلل کېږي چې د خپل عمر، جنس او قد پرتله له سالم او مناسب وزن ډېر درانه وي.
"چاغښت" د زیات وزن تر ټولو سخته بڼه ده چې د ژوند په راتلونکو کلونو کې د دویم ډول شوګرې، د زړه او رګونو ناروغیو او ځینو سرطانونو د ډېرېدو له خطر سره تړاو لري.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ماشومتوب په موده کې ښه تغذیه دا چې مېوه، ترکاري او پروټین لرونکي خواړه ډېر وخوړل شي ځکه دغه خواړه د ودې، ذهني پرمختګ او رواني روغتیا لپاره ډېر مهم دي.
خو اوس د پروسېس شویو خوړو پر ځای ډېر دودیز خوراکونه خوړل کېږي چې ډېری وخت له بورې، نشایسته، مالګې، ناسمو غوړو او کیمیاوي موادو ډک وي.
د یونیسف اجراییوي مشرې کاترین رسل ویلي، د چاغښت ستونزې ته باید په کمه سترګه و نه کتل شي.
هغې وویل: "کله چې موږ د ناوړه تغذیې خبره کوو، یوازې د کموزنو ماشومانو خبره نه ده.
چاغښت ورځ تر بلې لویه اندېښنه ګرځي چې د ماشومانو پر روغتیا او پرمختګ اغېز کولی شي."
له پنځو کلونو د ټیټ عمر لرونکو ماشومانو کې د کمې تغذیې ستونزه چې د ودې ټکنۍ کېدو په بڼه څرګندېږي، لا هم په ګڼ شمېر کم او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې یوه ستره ننګونه ده.
خو د یونیسف وروستۍ څېړنه چې د ۱۹۰ هېوادونو د معلوماتو پر بنسټ شوې، ښيي چې له ۲۰۰۰کال رادېخوا له پنځو تر ۱۹کلونو عمر لرونکو په ماشومانو کې د کموزنۍ کچه له ۱۳سلنې، نهه اعشاریه دوو ته راټېټه شوې ده.
برعکس د چاغښت کچه له درې سلنې، نهه اعشاریه څلور سلنې ته لوړه شوې ده. د دې خبرې معنی دا ده چې اوس په هرو لسو ماشومانو کې یو یې چاغ دی.
راپور اټکل کوي چې د زیات وزن لرونکو ماشومانو شمېر دومره لوړ شوی چې اوس په هرو "پنځو ښوونځيعمره" ماشومانو او ځوانانوکې یو یې زیات وزن لري چې دا بیا د نړۍ شاوخوا ۳۹۱ میلیونه ماشومان کېږي.
د څېړنې له مخې، نن سبا د نړۍ په ټولو سیمو کې له کموزنۍ، چاغښت ډېر شوی دی خو په افریقا او جنوبي اسیا کې کیسه بدله ده.

د عکس سرچینه، Getty Images
د ماشومانو او ځوانانو د وزن زیاتوالي ترټولو لوړې کچې د بحرالکاهل ټاپو هېوادونو کې لیدل شوي، لکه: په چیلي کې ۳۸سلنه، کوک ټاپووزمه کې ۳۷سلنه او ناورو کې ۳۳سلنه ښودل شوي دي.
بلخوا په لوړ عاید لرونکو هېوادونو کې ګڼ شمېر ماشومان د وزن زیاتوالي له ستونزې سره مخ دي. همداراز د پنځو تر ۱۹ کلنو ماشومانو او ځوانانو ۲۷سلنه په چیلي کې، ۲۱سلنه امریکا کې او ۲۱سلنه په متحده عربي اماراتو کې د چاغوالي له ستونزې سره مخ دي.
په نړيواله کچه د وزن زیاتوالی تر ډېره په هلکانو کې عام دی خو د ۱۵ او ۱۹ کلنو ترمنځ بیا د هلکانو پرتله نجونه ډېرې چاغې دي.
کترین رسل وايي: "موږ په ډېرو هېوادونو کې د تغذیې دوه اړخیزه ستونزه وینو، یعنې هم د بدن وده نه کول او هم د وزن زیاتوالی.
هر ماشوم باید د تغذیې مناسب او ارزانه خواړه ولري چې سمه وده وکړی شي.
"موږ د داسې بېړنیو تګلارو جوړولو ته اړتیا لرو چې له مخې یې میندې او پلرونه او سرپرستان د خپلو ماشومانو لپاره سالمو او روغتیایي خوړو ته لاسرسی باوري کړي."
د چین په چنګدو، اندونیزیا، فلیپین او تایلنډ کې د یونیسف ترسره شوې څېړنې ښيي چې له لسو ځوانانو، نهه یې ډېری وختونه له سوپرمارکېټونو یا له داسې پلورنځیو خواږه او مالګین خوراکي توکي اخلي چې لاسرسی ورته اسانه وي.
د راپور په وینا، په جګړه ځپلو هېوادونو کې ځوانان د غیرصحي خوړو د خوراک له امله ډېر اغېزمنېږي. په دغو هېوادونو کې ۶۸سلنه ځوانان د دغه ډول خوراکونو اعلانونه ګوري.
همداراز عراق کې ۸۲، لبنان کې ۸۱ او اوکرایین کې ۸۴سلنه ځوانان هدغه ډول اعلانونه ګوري.
یونیسف خبرداری ورکوي چې د ګام نه پورته کولو له امله روغتیایي او اقتصادي تاوانونه ډېرېدی او لا سترېدی شي.
راپور اټکل کوي چې تر ۲۰۳۵ کاله به د وزن د زیاتوالي او چاغوالي نړیوال اقتصادي اغېز هر کال ۴ ټریلیون ډالرو ته ورسېږي.








