د سولې نوبل جایزې ګټونکې له څو میاشتې پټ ژوند وروسته ناڅاپه اوسلو کې راښکاره شوه

Nobel Peace Prize laureate Maria Corina Machado, in a black outfit, extends her arms to greet her enthusiastic supporters from a balcony of Grand Hotel in Oslo, Norway. Journalists are filming behind her

د عکس سرچینه، Reuters

    • Author, کیلا اپسټین
    • Author, ټیفاني ورتایمر

د وینزویلا د اپوزیسیون مشرې ماریا کورینا ماچادو چې له تېرو میاشتو راهیسې پټه وه، بي‌بي‌سي ته ویلي "هغه خطرونه په سمه توګه" درک کوي، چې دې د سولې ‌نوبل جایزې تر لاسه کولو لپاره ناروې ته د سفر بدل کې په غاړه اخیستي‌ دي.

ماچادو نیمه شپه اوسلو کې راڅرګنده شوه او د هوټل له برنډې یې خپلو ملاتړو ته لاسونه خورول.

دا له تېرې جنورۍ راهیسې لومړی ځل و چې هغه په عام محضر کې لیدل کېده.

ماچادو دا پټ سفر داسې حال کې کړی، چې د وینزویلا حکومت یې پر سفرونو د بندیز په لګولو سره ګواښ کړی و، چې که نوموړې سفر وکړي،‌ نو فرارۍ به وګڼل شي.‌

ماچادو د ناروې د پلازمېنې له ګرنډ هوټله بهر خپلو راټول شويو ملاتړو ته لاسونه خوځول او سندرې یې ورسره ویلې.

نوموړې وروسته د خپلو ملاتړو خوښۍ لپاره له هوټله راووته او له امنیتي خنډونو ورتېره شوه چې له نږدې روغبړ ورسره وکړي.‌

هغوی د دې تاریخي شېبې ثبتولو لپاره خپل موبایلونه پورته نیولي وو او د "ماریا!" "ماریا!" نارې یې وهلې.

چارشنبه تر دې ورمخکې د هغې لور، انا کورینا سوسا، د خپلې مور په استازولۍ د سولې نوبل جایزه ترلاسه کړه.

د نوبل جایزې کمیټې سږ کال ماچادو "له دیکتاتورۍ څخه دېموکراسۍ ته د سوله‌ییز او عادلانه لېږد په لار کې د نه ستړې کېدونکو هڅو" له کبله لپاره د سولې نوبل جاېزې ګټونکې اعلان کړه.

هغې د همدې تېرې چارشنبې تر شپې پورې شاوخوا دوه کاله خپل ماشومان له نږدې نه وو لیدلي، ځکه هغوی یې د خوندیتوب لپاره له وینزویلا ایستلي وو.

ماچادو د هوټل برنډه کې له راڅرګندېدا وروسته د بي‌بي‌سي له لوسي هاکېنګز سره په مرکه کې وویل چې د خپلو ماشومانو د فراغت په مراسمو او همدا راز د یوې لور او یوه زوی په ودونو کې له ګډون بې‌برخې وه.

هغې وويل: "له ۱۶ میاشتو زیات وخت کېده،‌ چې څوک مې لمس او غېږ کې نیولی نه شول. ناڅاپه او څو ساعتونو کې دننه دننه مې هغه خلک ولیدل، لمس مې کړل او ګډه مو ژړا او دعا وکړه، چې تر ټولو ډېره مینه ورسره لرم.‌"

له بي‌بي‌سي سره د مرکې پر مهال د ماچادو غاړه کې ګڼې غاړکۍ ځړېدلې وې، چې هغې وویل د هوټل مخ ته راټولو شویو کسانو ورکړې دي.‌

ماچادو چې د وینزویلا په اپوزیسیون کې د ټول هېواد په کچه له ډېر درناوي برخمنه څېره ګڼل کېږي، له اوږدې مودې راهیسې د ولسمشر نیکولاس مادورو حکومت "مجرم" بللی او د وینزویلا پر خلکو یې غږ کړی چې د نوموړي ګوښه کولو لپاره سره یو موټی شي.

هغه تېر کال د ولسمشرۍ په ټاکنو کې له ګډون منع شوه، چې مادورو پکې درېیم پلا د شپږو کلونو لپاره ولسمشر اعلان شو. دا ټاکنې په پراخه کچه ناعادلانه بلل شوې او ډېر هېوادونه د مادورو واکمني غیر مشروع ګڼي.

ماچادو بي‌بي‌سي ته وویل: "اړتیا ده چې له دغه رژیم سره د یوې دودیزې دیکتاتورۍ په توګه نه، بلکې د جرمي جوړښت په توګه چلند وکړو."

ماچادو د مادورو پر رژیم تور پورې کړی چې د نشه‌يي توکو او انساني قاچاق په څېر د جرمي فعالیتونو په وسیله تمویلېږي، او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې له وینزویلا سره د جرمي سرچینو "د دغه جریان په کمولو" کې مرسته وکړي.

مادورو تل دا په کلکه رد کړې چې له مافیايي‌ ډولو سره دې تړاو ولري.

Maria Corina Machado jumps over barricades outside the Grand Hotel in Oslo to greet cheering supporters as security looks on.

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، ماریا کورینا ماچادو اوسلو کې د هوټل مخ ته له امنیتي‌ کټارو واوښته چې خپلو پلویانو سره له نږدې روغبړ وکړي

کله چې له ماچادو واشنګټن لخوا د نشه‌يي توکو د لېږد پر ادعا شویو کښتیو وروستیو بریدونو ته په پام سره وپوښتل شول چې ایا د وینزویلا خاوره کې به د امریکا د احتمالي پوځي برید ملاتړ وکړي، هغې دې پوښتنې ته مستقیم ځواب ورنکړ، بلکې پر ځای یې مادورو تورن کړ چې "زموږ حاکمیت یې جرمي سازمانونو ته واک کې ورکړی".

هغې زیاته کړه: "موږ جګړه نه غوښته، موږ یې هڅه نه ده کړې ... دا مادورو وه چې د وینزویلا د خلکو پر وړاندې یې جګړه اعلان کړه."

ماچادو وايي دا او ټیم یې چمتو دي چې په وینزویلا کې حکومت جوړ کړي. د نوموړې په وینا د مادورو له ټیم سره د واک د سوله‌ییز لېږد لپاره ناسته هم وړاندیز کړې وه، خو "هغوی رد کړه".

بي‌بي‌سي د ناروې د نوبل کمېټې له مشر جورګین واټن فرېډنس څخه چې د دې مرکې پر مهال له ماچادو سره ناست و، وپوښتل چې ایا د نیکولاس مادورو ګوښه کولو لپاره احتمالي تاوتریخوالی به د دې د سولې جایزې سره په ټکر کې اقدام وي؟

هغه وویل چې د سولې بار باید د وینزویلا د اوسني حکومت پر غاړه واچول شي: "واک د مادورو د رژیم لاس کې دی، هغوی دا مسؤلیت لري چې سوله‌ییز لېږد ډاډمن کړي."

ان وروسته له هغه چې ماچادو تېر کال له ټاکنو منع شوه، نوموړې اډمونډو ګونزالېز لپاره چې په رای‌پاڼه کې د دې ځای ورکړ شوی و، کمپاین ته دوام ورکړ.

که څه هم د رایې ورکولو مرکزونو شمېرو ښوده چې ټاکنې ګونزالیز په لوی توپیر ګټلې دي، خو مادورو ګټونکی اعلان شو.

د مادورو حکومت په بیا بیا ماچادو ته د نیولو ګواښ کړی. هغوی دا د بهرني یرغل په غوښتنه تورنه کړې او د ټاکنو د پایلو پر وړاندې د اعتراض له کبله یې ترهګره بللې ده.

د وینزویلا لوی څارنوال تېره میاشت، وویل،‌ که ماچادو د خپلې جایزې ترلاسه کولو لپاره ناروې ته ولاړه شي، نو فرارۍ به وګڼل شي. نوموړي زیاته کړه چې ماچادو د "دسیسې جوړولو، کرکې ته په لمن وهلو او د ترهګرۍ" په کړنو تورنه شوې ده.

دغه اعلان ناروې ته د نوموړې سفر ستونزمن او خطرناک کړ.

Lucy Hockings interviewing Machado and Frydnes, with big studio lights in the background.
د عکس تشریح، ماچادو په داسې حال کې له بي‌بي‌سي‌ سره غږېده چې د نوبل کمېټې مشر یې هم څنګ ته ناست و

د هغې د سفر جزییات دومره پټ ساتل شوي وو چې ان د نوبل انسټیټیوټ هم نه پوهېده چې نوموړې چېرته ده او دا چې ایا نوموړې به د جایزې ورکولو مراسمو پر مهال اوسلو کې وي که نه.

وال سټریټ ژورنال وايي، ماچادو له وینزویلا تېښتې لپاره نقاب اغوستی، په بریالي دول له ۱۰ پوځي پوستو تېره شوې او د کب نیولو له یوه ساحلي کلي د لرګيو په کښتۍ کې خوځېدلې ده.

راپور له دغو هڅو د یوه باخبره کس په حواله کاږي چې د تېښتې پلان جوړولو دوه میاشت وخت نیولی او د یوې داسې شبکې لخوا ورسره مرسته شوې چې له وینزویلا د خلکو تښتېدو کې مرسته کوي.‌

راپور وايي، په دغو عملیاتو کې متحد ایالتونه هم ښکېل وو، مګر دا روښانه نه ده چې تر کومه حده.

هغې وويل: "دوی [د وینزویلا حکومت] وايي چې زه ترهګره یم او باید د ژوند تر پایه په زندان کې پاتې شم او دا چې دوی مې په لټه کې دي. نو نن ورځ په دا ډول شرایطو کې له وینزویلا وتل خورا ډېر خطرناک دي."

ماچادو زیاته کړه "غواړم نن یوازې دا ووایم، زه دلته یم، ځکه چې ډېرو نارینه او ښځینه‌و خپل ژوند خطر ته ورکړی چې زه اوسلو ته ورسېږم."

ښاغلي فرېډنس، ناروې ته د ماچادو سفر په "ډېر خطرناک وضعیت" کې بیان کړی و.

نوموړي په داسې حال کې چې بي‌بي‌سي سره د مرکې پر مهال د هغې څنګ ته ناست و، وویل چې دا د ده لپاره یوه "احساساتي" شیبه ده.

هغه وويل: "پر نيمه شپه دلته ستاسې حضور د نه منلو وړ دی. دا چې دا نوبل کمېټې ته په څه معنا ده، تشریح کول یې موږ ټولو ته ګران دي."

Ana Corina Sosa Machado, daughter of Venezuelan opposition leader Maria Corina Machado, in a grey outfoot, delivers a speech as she receives the Nobel Peace Prize on behalf of her mother, in Oslo, Norway

د عکس سرچینه، Reuters

د عکس تشریح، چارشنبه د ماچادو لور انا کورینا سوسا د خپلې مور په استازولۍ د نوبل جایزه ترلاسه کړه

په دې اړه بېلابېل اټکلونه شوي چې ایا ماچادو به په خوندي ډول بېرته وینزویلا پر ستنېدو بریالۍ شي که څنګه.

هغې بي‌بي‌سي ته وویل: "البته زه بېرته ځم. په سمه توګه پر هغو خطرونه پوهېږم چې پر سر یې اخلم."

هغې زیاته کړه: "زه به همالته اوسم چې زموږ هاند و هڅو لپاره ګټوره یم."

ماچادو د سولې جایزې له ګټلو وروسته د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ستایلی و.

ټرمپ چې له وینزویلا سره په دوامداره پوځي کړکېچ کې ښکیل دی،‌ پخپله هم د سولې نوبل جایزې د تر لاسه کولو لېوالتیا نه ده پټه کړې.

هغه د چارشنبې پر ورځ اعلان وکړ چې د امریکا پوځ د وینزویلا له ساحله د تېلو یو خوځېدلی ټانکر نیولی، چې د نیکولاس مادورو د حکومت پر وړاندې د واشنګټن د فشار په کمپاین کې چټک زیاتوالی ښيي.

د ټرمپ اداره ادعا کوي چې دا کښتۍ تر بندیز لاندې او د "بهرنیو ترهګرو سازمانونو ملاتړ لپاره د غیرقانوني تېلو د لېږد شبکه" کې ښکېله وه.

خو د وینزویلا حکومت امریکا پر غلا او سمندري داړه مارۍ تورنه کړه.