پولیسو هغه ۱۰ کلن ماشوم نیولی چې غلا کړی موټر یې په پارک کې ځغلاوه
پولیسو هغه ۱۰ کلن ماشوم نیولی چې غلا کړی موټر یې په پارک کې ځغلاوه
د امریکا په مینیاپولیس ایالت کې امنیتي ځواکونو هغه ۱۰ کلن ماشوم نیولی چې غلا کړی موټر یې د یوه ښوونځي د لوبو میدان کې ځغلاوه.
پېښه د سپتمبر پر ۲۰مه د نیلي سټون جانسن ښوونځي په میدان کې رامنځته شوې او پر چلوونکي هلک دویمه درجه تور لګول شوی دی.
ځايي پولیس وايي، د دې هلک خلاف د موټر غلا او حملې نژدې ۳۰ نور رپوټونه هم ثبت شوي دي. د ښاري پولیسو مشر بریان اوهارا د سملاسي مداخلې غوښتنه کړې، چې د نور زیان اوښتو مخنیوی وشي.



