'مرستې ته اړتیا لرم': میانمار کې د درغلۍ له مرکزونو د زرګونو ازادو شويو کسانو کړاو

د عکس سرچینه، Getty Images
د ټېلیفون کرښې له بل لور د یوه سړي غږ راغی، چې ویل یې: ''په خدای قسم چې مرستې ته اړتیا لرم.''
دغه ایتوپیايی سړی چې خپل نوم مایک ښيي، وايي له تایلنډ سره د میانمار پولې ته څېرمه یوه ودانۍ کې له ۴۵۰ نورو کسانو سره یو ځای ایسار پاتې دی.
دی د هغو زرګونو کسانو له ډلې دی، چې په دې سرحدي سیمو کې د ټګۍ، برګۍ له بدنامو مرکزونو رایستل شوي دي.
خو دغسې ګڼ شمېر کسان اوس هم د میانمار په موقتونو کمپونو کې، ځکه ایسار پاتې دي چې خپلو هېوادونو ته د دوی د لېږدولو ارزونه او د الوتنو چارې سوکه روانې دي. هغه ملېشه ځواکونه، چې دا کسان یې په کمپونو کې ساتلي، ډېر محدود وسایل لري. ویل کېږي د دغو کسانو شمېر ۷۰۰۰ تنو ته رسېږي.
له دوی یو سړی وايي، دغو خلکو اوس له کمپونو د خلکو ایستل درولي، ځکه دوی وايي تایلنډ ته یې د لېږدولو بهیر کافي چټک نه دی. بيبيسي پر دې باور ده چې په دغو کمپونو کې د نظافت حالت ښه نه دی، کافي خواړه پکې نه شته او د مایک په څېر د یو شمېر خوشي شویو کسانو روغتیايي وضعیت ښه نه دی.

د عکس سرچینه، Getty Images
دغه سړی وايي، تر یوه کال پورې یې په یوه ځای کې جبري کار کړی، معمولاً به وهل-ډبول کېده او له دې امله پرې اوس د وېرې دورې راځي. ده بيبيسي ته وویل، د ورځې به دوه ځله لږ خواړه ورکول کېدل، او د ۴۵۰ کسانو لپاره یوازې دوه تشنابونه وو.
مایک وايي، له ده سره کال مخکې ژمنه شوې وه، چې که انګلیسي یې ښه وي او د ټایپ کولو وړتیا ولري، په تایلنډ کې به ښه دنده ورکړل شي. خو په خبره یې د دې پر ځای له یوه ظالم رژیم سره مخامخ شو او د خپلو چینايي مدیرانو لخوا هره ورځ تر ساعتونو پورې له انلاین لارې د خلکو ټګلو سخت هدف ته رسېدل ورسپارل شوی و.
دی وايي، ''دا مې په ژوند کې تر ټولو سخته تجربه وه. بې له شکه چې وهل-ډبول کېدلم، خو داسې خلک مې ولیدل چې له دې هم بدتر چلن ورسره کېده.''
مایک له هغو اټکلاً ۱۰۰ زره کسانو یو دی، چې باور کېږي د تایلنډ او میانمار تر څنګ د پولې سیمه کې د ټګۍ، برګۍ په همدغو مرکزونو کې کار ته اړایستل شوي، چې ډېری مدیران یې چینایان دي او د میانمار په دې برخه کې د قانون واکمنۍ له نشتوالي په ګټه اخیستنې یې دغه ډول مرکزونه چمتو کړي دي.
سره له دې چې له دې کارځایونو ازاد شوي کسان د سخت ناوړه چلن کیسې کوي، اوس هم زرګونه کسان د نړۍ له بېلابېلو سیمو هلته د مناسبې دندې او ښه معاش موندلو له ژمنو وروسته ورځي.
دغسې ډېری کسان له چینه راځي او چین حکومت روان کال له میانمار سره د خپلې پولې اوږدو کې د دغو مرکزونو بندولو لپاره عملیات وکړل، خو نه هم چین او نه هم تایلنډ د میانمار او تایلنډ تر منځ د پولې په سیمه کې د دې ډول مرکزونو بندولو لپاره تر اوسه ډېر څه کړي.
یو بنګله دېشی ځوان ارین د دې لپاره تایلنډ ته تللی، چې هلته له پاتې ۱۷ نورو ملګرو سره په وتلو کې مرسته وکړي. دی وايي، تېر اکتوبر کې له یوه خورا بدنام مرکزه له تېښتې وروسته یې ژمنه وکړه، چې له پاتې کسانو سره به وتلو کې مرسته کوي.

د عکس سرچینه، BBC/ Lulu Luo
ده یوه لنډه ویډیو راښکاره، چې په یوه ځنګلي سیمه کې له هغه مرکزه اخیستل شوې وه، چې دی پکې ساتل کېده. ده د ټکۍ، برګۍ په دې مرکز کې د خپل چینايي مدیر له لاس د ګاللي ناوړه چلن کیسه هم راته تېره کړه. دی وايي: ''دوی هره اونۍ د ۵۰۰۰ ډالرو هدف راکاوه، که نه برېښنايي شاکونه یې راکول یا یې په یوه تیاره کوټه کې ایسارولو، چې هېڅ کړکۍ یې نه لرله، خو که ډېرې پیسې مو ګټلې بیا به ډېر راسره خوښ وو.''
ارین به په منځني ختیځ کې له خلکو سره اړیکه نیوله او خیالي پانګونې ته به یې هڅول. ټګانو به دی پر انلاین د یوې ښایسته ښځې په بڼه ښکاراوه او د ده غږ به یې هم بدلاوه.
دی وايي، له دې کاره یې کرکه درلوده او د یوه سړي کیسه کوي، چې غوښتل یې د خپلې مېرمنې ګاڼه وپلوري او دوی لپاره پانګونه وکړي. دی وايي، له زړه یې غوښتل چې هغه سړی خبر کړي، خو په وینا یې مدیرانو به یې انلاین اړیکې هم څارلې.
تایلنډ بیا دوې اونۍ مخکې د چین او ځینو خپلو سیاستوالو له فشارونو وروسته د ټګۍ برګۍ په جال کې د دغو ایسارو کسانو ایستلو لړۍ پیل کړه. دغه هېواد د ټګۍ مرکزونو د مشرانو بانکي لاسرسی محدود کړ او د یو شمېر هغو ملېشه مشرانو د نیولو امر یې وکړ، چې دا کاروبارونه ساتي.
له دې سره دغه کاروبار ته زیان ورسېد، خو عامو کارېن خلکو ته لا ډېر زیانونه ورسېدل، چې د دغو مرکزونو په شاوخوا کې اوسي. له دې سره پر ملېشه مشرانو فشار ډېر شو، چې له تښتېدونکو کسانو سره مرسته وکړي او ځینې مرکزونه بیخي تش پاتې شول.
هغه کمپ چې مایک پکې دی، اوس د کارېن دیموکراتیک بینیولینټ پوځ (ډي کي بي اې) وسله والو له لوري ساتل کېږي، چې د کارېن ټولنې یوې جلا شوې وسله والې ډلې برخه ده. دې ډلې تر دا وروستیو پورې د ځینو داسې مرکزونو ساتنه کوله، چې د دوی تر واک لاندې ساحه ورسره پراخېدله. د مويي سیند پر غاړه د سفر پر مهال دوی په اسانۍ سره لیدل کېدای شي، چې دواړه هېوادونه سره بېلوي. د دې جګړه ځپلي ایالت ودانۍ د سیند بل لور ته د تایلنډ له ودانیو سره څرګند توپیر لري.

د عکس سرچینه، BBC/ Lulu Luo and Jonathan Head
تایلنډي چارواکي وايي، د توان تر حده هڅه کوي، چې د ټګۍ مرکزونو پخواني کارکوونکي خپلو اړوند هېوادونو ته واستوي. همدا روانه میاشت په یوه کښتۍ کې ۲۵۰ ازاد شوي کسان د تایلنډ لور ته او د پولیسو په بدرګه نژدې ۶۲۱ چینايي وګړي په ځانګړو الوتکو کې مخامخ چین ته استول شوي دي. خو له دې پرته بیا تایلنډ ته د دې کسانو لېږدولو بهیر په ټپه ولاړ ښکاري.
ستونزه دا ده، چې دا کسان د بېلابېلو هېوادونو اړوند دي او ځینې هېوادونه بیا ان د خپلو کسانو په بېرته لېږد کې ډېره لېوالتیا نه ښيي. تایلنډ ته د لېږدول شویو ۲۶۰ کسانو له ډلې ۱۳۰ د ایتوپیا دي، چې په بنکاک کې سفارت نه لري. بي بي سي ته ویل شوي، ځینې نور افریقايي هېوادونه بیا یوازې په داسې صورت کې د خپلو وګړو لېږدولو ته چمتوالی ښيي، چې لګښت یې بل څوک ورکړي.
په تایلنډ کې داسې وېره ده، چې که دغه زرګونه کسان دغه هېواد ته ولېږدول شي، ښايي دوی به یې په یوازې سر پالنې ته اړ شي. دغه هېواد دا هم غواړي چې ارزونه وکړي او معلومه کړي، چې په دې کسانو کې څوک رښتیا د انساني قاچاق ښکار شوي او څوک داسې دي، چې جرمونه یې کړي، خو د دومره ډېرو خلکو په هکله معلومات موندل هم د تایلنډ له وسه بهر چاره ده.
د تایلنډ پوځ په ګډون د دې هېواد یو شمېر وزارتونه او ادارې په سلا مشورو بوخت دي، چې په دې برخه کې چا ته باید کوم ډول مسوولیت وسپارل شي. د ګمرک او پولیسو ځینو مهمو افسرانو تبادلې هم په دې لړ کې کومه مرسته نه ده کړې، چې ادعا کېږي په کاروبارونو کې یې ونډه درلوده.
د تایلنډ لومړۍ وزیرې پیتونګتارن شینواترا د سې شنبې پر ورځ په دې هکله وویل، ''که دا ستونزه هواره نه شي، موږ به په دې هکله فعالیت نه پرېږدو، موږ باید لا سخت کار وکړو''، خو د نوموړې اشاره د ازاد شویو کارکوونکو د زیاتېدونکي بشري بحران پر ځای د ټګۍ، برګۍ د کاروبارونو ستونزې ته وه.
د ټګۍ په مرکزونو کې د بشري قاچاق په لړ کې د اتریش مرستندویه خیریه ادارې جودا تانا په دې هکله وايي: ''له بده مرغه داسې ښکاري، چې موږ په ټپه ولاړ حالت سره مخامخ یو. د تشنابونو چټلتیا خبرې اورو. د هغو ۲۶۰ کسانو له ډلې چې راوستل شوي د ډېرو د نريرنځ (تبرکلوز) معاینات شوي او ډېری یې مثبت ثابت شوي. د هغو په باره کې چې اوس هم هلته دي، اورو چې خلک ویني، دوی خوښ دي، چې بالاخره یې ازادي وموندله، خو زموږ اندېښنه دا ده، چې موږ په چټکۍ سره عمل نه کوو.''

د عکس سرچینه، BBC/Lulu Luo
اوس داسې ښکاري چې تایلنډ چارواکي د هغو ۹۴ اندونیزیايي وګړو لېږد ته چمتوالی کوي، چې سفارت یې له څو ورځو راهیسې د ازادولو هڅې کوي او الوتنې یې هم ورته چمتو کړې دي. خو له دې سره به هم نژدې ۷۰۰۰ کسان په میانمار کې دننه پاتې شي او هېڅ معلومه نه ده، چې څه به ورسره کېږي.
مایک راته وویل، دوی اندېښمن دي، چې که ژر تر ژره له پولې تېر نه شي، ښايي ډي کي بي اې کسان یې بېرته خپلو مدیرانو ته وسپاري او هغوی ښايي د تېښتې هڅې له کبله سزا ورکړي.
د چارشنبې پر ورځ د ده د ویرې دوره او سالنډي لا پسې بدتره شوې وه.
دی وايي، روغتون ته لېږدول شوی و، ده د ټېلیفون پر کرښه وویل:'' یوازې دا غواړم چې کور ته لاړ شم. یوازې دومره غواړم چې خپل هېواد ته ستون شم، یوازې همدا غوښتنه لرم.''








