د روسیې زلزله: ځينو هېوادونو د څونامي خبرداری ورکړی، خو یو شمېر نور وايي چې خطر کم شوی
د روسیې سمندرغاړې ته څېرمه له ۸.۸ درجې زلزلې وروسته د امریکا او جاپان په ګډون ځينو هېوادونو د څونامي خبرداری ورکړی، خو یو شمېر نور بیا وايي چې خطر یې کم شوی.
د جنوبي ارام سمندر اړوند د ځينو ټاپووزمه هېوادونو لکه ټونګا، فوجي او کوک ایلنډز چارواکو ویلي چې دوی پخپلو سیمو کې د څونامي خبرداری لغو کړی او چارواکي وايي، چې خطر رفع او یا کم شوی دی.
دوی خپلو وګړو ته ویلي دي چې اوس بېرته خپل عادي ژوند پيلولی شي.
خو د ساموا ټاپو چارواکو ویلي چې هلته لا هم د څونامي خطر پر ځای دی او په ځينو سیمو کې "د قوي څپو جریان" لیدل شوی. چارواکو همدا راز خلکو ته سپارښتنه کړې چې له سمندرغاړو یا ساحلي سیمو ځانونه لېرې وساتي.
د جنوبي کالفورنیا په څنډو کې هم چې مخکې د څونامي خبرداری ورکړل شوی و، اوس یې چارواکو ویلي چې هغه خطر نور نه شته.
په جاپان، هوايي او روسیه کې اوس د څونامي خطر درجه کمه شوې، خو په جاپان کې چې د سمندري توپان خطر لا هم پر ځای دی، نژدې دوو میلیونو خلکو ته ویل شوي، چې له کورونو ووځي او خوندي ځایونو ته لاړ شي.
د روسیې په سویرو-کیورسیلک سیمه کې ځايي چارواکو د ښارګوټي ټول اوسېدونکي بل ځای ته لېږدولي، چې د دوی په وینا څلور متره لوړو سمندري څپو ښارګوټی او هلته د کبانو پروسس یو کارځای لاندې کړ.
د زلزلې د معلومولو ادارې يو اېس جي اېس په وينا دغه زلزله د چارشنبې په سهار د روسيې کامچټکا سمندرې غاړې ته نژدې شوې ده.
د زلزلې مرکز له کامچټکا ۱۲۶ کيلومتره لرې او ۱۸ کيلومتره ژور ښودل شوی دی.
د سيمه ييزو چارواکو په وينا، زلزلې په کامچټکا کې له دریو تر څلورو مترو د څونامي څپې رامنځته کړې دي.
د کامچټکا والي، ولادمير سولډوف پر ټېلېګرام خپره کړې يوه ويډيو کې ويلي چې دا په تېرو څو لسيزوکې تر ټولو قوي زلزله وه.
د روسیې د ساينس اکاډمۍ د ځمکپېژندنې يوې ادارې خبرداری ورکړی، داسې اټکل کېږي چې تر ۷.۵ درجو پورې د زلزلې ټکانونه به تر راتلونکې يوې مياشتې دوام وکړي.
د روسیې په شمال او ختیځ کې يو شمېر هغه سیمې چې سمندر ته نژدې دي د اوبو د کچې د لوړېدو له امله سیلابونو لاندې کړې دي.
څو هېوادونو کې د څونامي خبرداری

د عکس سرچینه، Reuters
له زلزلې وروسته د امريکا، جاپان او اېکواډور په ګډون په څو هېوادونو کې د څونامي خبرداری ورکړل شوی دی.
د امریکا د څونامي د خبرداري مرکز په وینا، ښايي شاوخوا دری متره د څونامي څپې اېکواډور ته ورسېږي.
تر دې مهاله د ۳۰ او ۴۰ سانتي مترو پورې لوړې د څونامې څپې د جاپان شمالي برخو ته رسېدلې دي.
په جاپان کې د توکيو د برېښنا شرکت له خوا د خپرې شوې اعلاميې له مخې د فوکوشيما ډايچي او فوکوشیما ډايني له اټومي بټيو کارګران ايستل شوي او لوړو ځايونو ته لېږدول شوي دي.
په ۲۰۱۱ کال په جاپان کې د ۹ درجې مرګونې زلزلې او څونامي وروسته د ډايچي بټۍ له منځه تللې وه او له دې وړانګې هم خپرې شوې وې.
د جاپان د کابينې مشر يوشيماسا هياشي وايي، تراوسه د مرګ ژوبلې او يا مالي زيان په اړه کوم راپور نه دی ورکړل شوی.
د امریکا په هاوايي ټاپو کې هم خلکو ته خبرداری ورکړل شوی چې له سيمې ووځي او بندرونه تړل شوي دي.
د چین په ځینو برخو کې د څونامي خبرداری ورکړل شوی، د هېواد په ختیځ ساحل کې تر یو متر پورې لوړو څپو وړاندوینه شوې ده.
د امریکا په کلیفورنیا کې له خلکو غوښتل شوي چې له سمندر غاړې لرې پاتې شي، که څه هم کارپوهان وايي چې سیمه کې د جدي څونامي امکان نشته.












