په اسپانیا او ایټالیا کې د پاکستان له یوې "سخت‌دريځه ډلې" سره د اړیکو په تور ۱۱ تنه نیول شوي

هسپانیا

د عکس سرچینه، Policía Nacional

د اسپانیا او د ایټالیا پولیسو په ګډو عملیاتو کې د پاکستان یوې "سخت‌دریځه ډلې" ته د مالي مرستې رسولو، ورانکارۍ ته د خلکو د هڅولو او د احتمالي بریدونو لپاره د هدفونو موندلو په تور ۱۱ تنه نیولي دي.

د اسپانیې 'د مرکزي لارښوونو محکمې' په دې اړه په خپاره کړي‌ بیان کې ویلي چې دا عملیات د روانې مارچ میاشتې پر درېيمه نېټه د اسپانیا په بارسلونا او د ایټالیا په پياچینزا ښارونو کې ترسره شوي‌ دي.

د یادو هېوادونو د پولیسو په دغو عملیاتو کې ۱۰ تنه بارسلونا او یو کس په پیچینزا کې نیول شوی.

د محکمې په وینا، دا عملیات د هغو پلټنو برخه دي چې د تېرو درو کلونو په اوږدو کې یې په اسپانیا کې له یوې پاکستانۍ سخت‌دریځه ډلې سره د اړیکو په تړاو تر اوسه ټولټال ۳۰ تنه نیولي دي.

محکمې دا نه دي ویلي چې دغه کسان د پاکستان کومې "سخت‌دریځې" ډلې سره د اړیکو په تور نیول شوي.

تر دې وړاندې د اسپانیې پولیسو په ۲۰۲۲ کې پنځه او په ۲۰۲۳ کې ۱۴ کسان نیولي وو.

د اسپانیې ملي پولیسو د دغو عملیاتو یوه لنډه ویډیو پرخپله اېکس پاڼه خپره کړې ده چې پکې لیدل کېږي، یو شمېر کسان یې لاس تړلي روان کړي دي او ښځې هم پکې شته:

دې X پوسټ نه تېرشئ
ایا له X نه د منځپانګې اجازه شته؟

دې لیکنه کې له social media راخیستل شوي مواد شته.‌ له ښودلو وړاندې یې ستاسې اجازه پکار ده، ځکه ښایي‌کوکیز یا بله تکنالوژي پکې کارول شوې وي. کولی شئ له اجازې مخکې د social media site پالیسي ولولئ. د دې لپاره غوښتنه ومنئ او مخکې لاړ شئ

خبرداری: بي بي سي د بهرنیو وېبپاڼو د منځپانګې مسؤله نه ده

د ‍پوسټ X پای

محکمې ویلي چې په پلټنو کې ورته جوته شوې چې په دغو دواړو هېوادونو کې یوه ډېره منظمه ډله په لاس ورغلې او په وینا یې، دوی په پټه د پیغام رسولو چینلونو یا ګروپونو په مرسته داسې لارښوونې خپرې کړې وې چې د دوی د مفکورې یا نظریې خلاف کسانو د وژلو او د هغوی د سر د پرې کولو ستاینې پکې شوې وې.

د اسپانیا 'د مرکزي لارښوونو محکمې' همدا راز ویلي چې دې ډلې پخپلو خپرونو کې د هغو "سخت‌دریځو" ستاینه هم کړې وه چې په اروپا او پاکستان کې یې دین ته سپکاوی کوونکو باندې بریدونه کړي وو.

په پلټنو کې جوته شوې چې له پوښتنو ګروېږنو سره ځينو مخ کسانو وار د مخه په اروپا کې د ځينو داسې ځایونو او کسانو په نښه یا نشاني‌ کول پيل کړي وو چې د برید ښکار ګرځول کېدای شي.

د محکمې په خبره، په پوښتنو ګروېږنو کې دا هم ورته جوته شوې چې دغو کسانو په پټه د پیغام لېږلو مسېنجر ګروپونه درلودل چې پر مټ یې د دغه تنظیم د نظریې خپرول روان وو. له دغو پیغام رسوونکو ګروپونو یې یو په همدې نیول شوو کسانو کې یوه چلاوه چې ټولې ښځې پکې راټولې وې. په دغه ګروپ کې د تعصب خپرولو تر څنګ د ځينو داسې سیمو د موندلو خبرې شوې وې چې په راتلونکي کې د برید ښکار وګرځول شي.

پلټونکو ادعا کړې چې نیول شوو کسانو به یوې سخت‌دریځه ډلې ته د مالي سرچینو برابرولو لپاره په منظم ډول چندې راټولولې او پخپله به یې هم پیسې ورکولې.

ځايي محکمې ویلي چې د نیول شوو لسو کسانو له ډلې یې څلور زندان ته لېږل شوي او د نورو په اړه پلټنې روانې دي.