تود هرکلی، روغبړ که اوږد انتظار: ترکمنستان کې د شهباز شریف او پوتین لیدنه څنګه وه؟

شہباز شریف، ولادیمیر پوتن

د عکس سرچینه، Video screengrab/Pakistan PM's office

د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف د ترکمنستان پلازمېنه عشق اباد کې د سولې او باور جوړونې اقداماتو په تړاو نړیوال کنفرانس کې له ګډون وروسته پاکستان ته ستون شوی دی.

هغه د دغه نړیوال فورم په څنډه کې د سیمې له ځینو مشرانو سره ولیدل، خو د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره یې د لیدنې د څرنګوالي په تړاو پر خواله رسنیو تاوده بحثونه روان دي.

عشق اباد تېره ورځ (جمعه) د سولې او باور جوړونې د نړیوال کال او د ترکمنستان د "دایمي بې طرفۍ پالیسۍ" د ۳۰مې کلیزې په تړاو د سیمه‌ییزو مشرانو د ناستې کوربه و.

په دې غونډه کې د روسیې، ایران، ترکیې، تاجکستان، ازبکستان، ترکمنستان، قزاقستان، قرغزستان، اذربایجان او هنګري مشرانو هم ګډون کړی و او د رپوټونو له مخې پر سوله، ثبات او اقتصادي همکاریو پکې خبرې وشوې.

د پاکستان د لومړي‌ وزیر دفتر دې غونډې ته د شهباز شریف د وینا او ترڅنګ یې د ترکمنستان،‌ ترکیې او ایران له ځینو مشرانو سره د هغه د لیدنو جزییات خپاره کړل.

هغه پر دې سربېره د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین، د ایران له ولسمشر مسعود پزشکیان، د تاجکستان له ولسمشر امام علي‌ رحمان او د قرغزستان له ولسمشر صدیر جباروف سره غیر رسمي‌لیدنې هم درلودې.

شهباز شریف دغه نړیوال فورم ته په خبرو کې له افغانستانه د ترهګرۍ د خطر پر راټوکېدو، غزه کې د سولې پر پلان او د اقلیمي بدلون په تړاو وینا کړې وه.

خو په دې ټولو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د هغه د لیدنې څرنګوالي‌ ته ډېر پام ور اوښتی او په خواله رسنیو کې د بحث توده موضوع ګرځېدلې ده.

د دواړو مشرانو ترمنځ دوه اړخیزه ناسته نه ده شوې، خو اسلام اباد کې د روسیې سفارت او د پاکستان د لومړي‌ وزیر دفتر لخوا خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې شهباز شریف او ولادیمیر پوتین یو ځای ولاړ دي او خبرې کوي.

پاکستاني چارواکو د دې لیدنې او خبرو ډېر جزییات نه دي شریک کړي، خو کرېملین او ځینو روسي رسنیو یې یادونه کړې ده.‌

ایا پوتین، شهباز شریف د لیدنې لپاره منتظر کړی و؟

World leaders

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، رپوټونه وايي‌ شهباز شریف له اوږد انتظار وروسته هغې خونې ته ورغی چې پوتین او اردوغان پکې په لیدنه بوخت وو

د روسیې خبري اژانس 'ار ټي انډیا' پر خپله اېکس پاڼه یوه لنډه ویډیو خپره او ادعا کړې وه، چې ګواکې شهباز شریف د روسیې ولسمشر سره لیدو ته اوږد انتظار کړی.

د څوارلسو ثانیو په دې ویډیو کې،‌ چې خورا ډېره لاس په لاس شوه، لیدل کېږي چې شهباز شریف د پاکستان د بیرغ مخ ته په یوه څوکۍ ناست او یوه پښه یې پر بله اړولې ده.‌

د هغه ترڅنګ بله تشه څوکۍ ایښې چې تر شا یې د روسیې بیرغ ولاړ دی.

په ویډیو کې د پاکستان مرستیال لومړی وزیر اسحاق ډار چې د دغه هېواد بهرنیو چارو وزیر هم دی، او همدا راز د اطلاعاتو وزیر عطاالله تارړ هم لیدل کېږي.

ار ټي انډیا ادعا کړې وه چې د پاکستان لومړي وزیر هلته د روسیې ولسمشر ته تر ۴۰ دقیقو انتظار وکړ - بیا پورته شو او نېغ په نېغه هغې خونې ته ورغی چې ولادیمیر پوتین پکې د ترکیې له ولسمشر رجب طیب اردوغان سره په خبرو بوخت و.

بي‌بي‌سي اردو څانګې د دې موضوع وضاحت لپاره د پاکستان له بهرنیو چارو وزارت سره اړیکه نیولې، خو ورته وویل شول چې دا "ناسم پوهاوی" و او "ار ټي انډیا [خپله ویډیو بېرته] ډېلېټ کړې ده''.

پخپله ار ټي انډیا هم منلې چې د خواله رسنۍ دا پيغام او ویډیو یې لېرې کړي دي.

ار ټي

د عکس سرچینه، X

د عکس تشریح، ار ټي‌ انډیا پر خپله اېکس پاڼه لیکلي چې پوتین سره لیدو ته د شهباز شریف د انتظار پوست یې ډېلېټ کړی دی

د اردوغان او پوتین ترمنځ له لیدنې وروسته د کرېملین لخوا خپره شوې اعلامیه کې ویل شوي چې دواړو مشرانو د روسیې او ترکیې ترمنځ د همکاریو پر پراخولو، سوداګرۍ، اقتصاد، بهرني فشار، اوکرایین او همدا راز نورو موضوعاتو تفصیلي خبرې وکړې.

د دغه بیان په وروستۍ کرښه کې راغلي چې "د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم وروسته په غونډه کې ګډون وکړ."

له دې سره کامرسانت روسۍ ورځپاڼې د دې پېښې په اړه رپوټ کې لیکلي: "له پوتین سره د هغه (اردوغان) لیدنه دومره اوږده شوه چې د پاکستان لومړی وزیر شهباز شریف، چې د څنګ بله خونه کې یې انتظار کاوه او د نیم ساعت لپاره یوازې ناست و، ستړی شو، بالاخره، هغه پورته شو، دروازه یې پرانیسته او د ولادیمیر پوتین او رجب طیب اردوغان ترمنځ غونډه کې یې ګډون وکړ."

یوې بلې روسۍ ورځپاڼې 'اېم‌کې ار یو' هم په لنډه توګه د دې غونډې یادونه کړې.

دې ورځپاڼې لیکلي چې د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف هم د ترکیې او روسیې د ولسمشرانو ترمنځ غونډه کې ګډون وکړ - په دې غونډه کې "په سیمه کې د امنیتي مسایلو او د منځګړي په توګه د ترکیې د رول په اړه هم بحث وشو."

پخپله د پاکستان حکومت تر اوسه د دې ګډې غونډې په اړه کومه اعلامیه نه ده خپره کړې.

د خواله رسنیو پاکستاني‌ کارن څه وايي؟

خواله رسنیو کې له پوتین او اردوغان سره د شهباز د لیدنې په تړاو تاوده بحثونه روان دي.

د اېکس او نورو خواله ‌رسنیو ځینې کارن پوتین سره لیدنې ته د اوږد انتظار له کبله د پاکستان پر لومړي وزیر ملنډې وهي، خو د نوموړي ملاتړي بیا خپل مشر "د نړۍ د مشرانو د پاملرنې مرکز" بولي.

د صدیق ساجد په نوم یوه کس همدې ته اشاره کړې ده.‌‌

د نسیم عباس په نوم کس د شهباز شریف د انتظار ادعا په اړه یوه پوسټ کې لیکلي چې "دا پېښه په یوه نړیوال فورم کې وشوه، د نړۍ رسنۍ پر دې خبر خاندي."

عبدالمجید لیکلي چې "شهباز شریف پوتین لپاره ۴۰ دقیقې انتظار وکړ، خو هغه رانغی، یوه ډیپلوماتیکه ناسوبتیا چې پر نړیواله کچه پوښتنې راپورته کوي."

Shehbaz

د عکس سرچینه، X

بله خوا، نړیوالو رسنیو لپاره د پاکستان د لومړي وزیر ویاند مشرف زیدي پر اېکس خپاره کړي پیغام کې لیکي چې شهباز شریف په ترکمنستان کې له نورو مشرانو سره "رغنده غونډې" درلودې.

هغه زیاته کړې، "په اړیکو کې عمومي صمیمیت لیدل کېده او لومړي وزیر دا ورځ له ولسمشر اردوغان، ولسمشر پوتین او د نړۍ له نورو مشهورو مشرانو سره تېره کړه.'

Shehbaz Sharif

د عکس سرچینه، X

د عکس تشریح، مشرف زیدي نړیوالو رسنیو لپاره د شهباز شریف ویاند دی

افغانستان او هند کې هم د خواله رسنیو ګڼو کارنو پر دې ویډیو بحثونه کړي.

ځینې کسان دا پوښتنه هم کوي چې ولې آر ټي انډیا خپل پیغام ډېلېټ کړ.

یوه هندي کارن لیکلي چې "که راپور غلط و، نو تشریح یې کړئ. که دا ریښتیا وه، نو ولې مو لېرې کړ؟"

یو بل کس لیکلي، "دا ښه ده چې آر ټي انډیا ویډیوګانې لېرې کړې. تر ټولو مهمه دا چې د دوی روسۍ اداره باید په هند کې له خپلې اړوندې ادارې سره خبرې وکړي. تاسې نشئ کولای خپل سیاسي تعصب داسې خبري سرویس ته راوړئ چې نړیوال لاسرسي ته لیواله وي."

هغه زیاته کړې، "که څه هم [اوس] زیان اوښتی دی."