په ځوانانو کې د زړه ناروغۍ

کیتلین چې ۲۴ کلنه ده او اوږده روښانه نسواري وېښتان لري، د نېټبال په میدان کې پر یوه چوکۍ ناسته ده او کامرې ته ګوري.
د عکس تشریح، کیتلین لارنس د لوړې کچې (لکه ملي یا د ایالات په کچه لوبې) د نېټبال د سیالۍ لپاره د ګرمېدو تمرین کاوه چې هماغه شېبه یې ژوند د تل لپاره بدل شو.
    • Author, کیتې بویي
    • دنده, د بي بي سي د روغتیا اړوند راپورونو څانګه

"ما فکر کاوه چې زه ډېره زوروره یم… خو ناڅاپي د سپورټ په تالار کې پر ځمکه ولوېدم او هېڅوک نه پوهېدل چې څه راباندې شوي دي."

د کیتلین لارنس ژوند په ۲۲ کلنۍ کې په یوه شېبه کې هغه وخت بدل شو چې د لوړې کچې نېټبال لوبولو پر مهال د زړه له جدي ستونزې سره مخامخ شوه.

هغې چې ځان یې روغ او تندرست باله، هېڅکله یې دا فکر نه کاوه چې ښايي د زړه ناروغي ولري.

خو دا یوه عامه ستونزه ده. د زړه او رګونو ناروغي په ټوله نړۍ کې د ښځو او سړیو د مړینې تر ټولو لوی لامل دی، خو کارپوهان وايي، ډېرې ښځې نه پوهېږي چې دوی هم له خطر سره مخامخ کېدی شي.

کیتلین وايي، د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر هغه ورځ چې هغه په کې بې‌هوښه شوه، د ژوند تر پایه به ورته مهمه وي. هغې ته د لوبې ډېرې شېبې نه دي یاد، یوازې دا یادوي چې لږ زړه‌ بدوالی یې احساساوه.

هغه وايي:

"بله شېبه مې دا ولیدل چې د امبولانس یو کارکوونکی زما سر ته ولاړ و."

دغه ۲۴ کلنه نجلۍ د لندن اوسېدونکې ده. وايي، تر لوېدو وروسته شپږ دقیقې بې‌هوښه وه.

"هغوی رښتیا هم نه پوهېدل چې زما ستونزه څه ده."

د روغتون ازموینو وښودله چې د هغې د زړه ضربان منظم نه و، نو ډاکټرانو د زړه د څار لپاره یو کوچنی الکترونیکي اله د هغې په بدن کې ولګوله. وروسته هغې ورو، ورو بیا سپورټ پیل کړ.

خو د تېر کال د اګسټ په میاشت کې، د یوې ډېرې ګرمې اوونۍ په پای کې د نېټبال له یوې لوبې وروسته، روغتون هغې ته زنګ وواهه. ډاکټر یې د زړه اندېښمنوونکی ضربان لیدلي وو.

الې دا ثبت کړې وه چې د هغې زړه ضربان په خطرناک ډول نامنظم شوی و.

د کیتلین د زړه ضربان د ۱۱ ثانیو لپاره په دقیقه کې ۲۹۴ ته رسېدلی و، حال دا چې د هغې د عمر لپاره د تمرین پر مهال عادي اندازه ۱۰۰ تر ۱۷۰ پورې وي.

ډاکټرانو هغې ته وویل، دغه حالت د هغې ژوند هم اخېستلی شوی.

هغې ته د زړه د یوې نادرې ناروغۍ تشخیص وشو چې اریتموجینک کارډیومایوپتي بلل کېږي.

دا ناروغي هغه وخت رامنځته کېږي چې د زړه د عضلو حجرې په سمه توګه وده نه کوي.

کیتلین نه پوهېده چې دا ناروغي یې په کورنۍ کې شته.

ډاکترانو هغې ته دا هم وویل چې نور به هېڅکله د سترې کچې نېټبال ونه شي لوبولای.

هغې وویل:

"دا تر ټولو بده خبره وه چې ما اورېدلی شوای."

"دا پاخه عمر لرونکو کسانو ناروغي نه ده"

یوې مېرمنې خپل زړه ته لاس نیولی او داسې ښکاري چې دا درد لري.

د عکس سرچینه، Getty Images

د نړیوال زړه فدراسیون (WHF) وايي، په ښځو کې د زړه او رګونو ناروغۍ ډېرې کمې تشخیصېږي او سمې درملنې ته نه رسېږي. د دې لامل ناسم باورونه او د پوهاوي کموالی دی.

د دغه فدراسیون اجرایي مشرې بورجانا پروان وايي:

"هره ورځ موږ له داسې ښځو سره مخامخ کېږو چې دوی نه پوهېږي د زړه له جدي ستونزې سره مخامخې دي."

هغه وايي، د زړه د حملې نښې چې ډېر وخت د پټې ناروغۍ لومړۍ نښه وي، په ښځو کې یې د سړیو پرتله پېژندل هم سخت وي.

د زړه د حملې تر ټولو عامه نښه، یعنې د سینې درد، تل په ښځو کې روښانه نه وي.

کېدای شي درد یې د بدن نورو برخو کې خپور وي او د اوږو، غاړې، ژامې، لاسونو، نس او شا لوري ته وغځېږي.

کېدای شي ښځې بې‌دلیله اندېښنه، زړه بدوالی، سرګرځېدل، د ساه لنډېدل، د زړه تېزه درزا او د خولې سړوالی هم تجربه کړي.

دا نښې کله ناکله له ناڅرګندې ستړیا وروسته راڅرګندېږي.

روغتیايي کارکوونکي هم ځینې وخت دا نښې له پامه غورځوي.

مېرمن پروان وايي، هغه له ګڼو بېلګو سره مخامخ شوې ده چې په کې د یوې ۲۷ کلنې ښځې پېښه هم شامله ده چې تازه یې ماشوم زېږولی و او په ناسم ډول ورته ویل شوي وو چې دا له زېږون وروسته خپګان دی.

هغې وویل:

"لږ چانس لري چې ښځې د نښو په لیدو روغتون ته ولاړې شي او ان چې روغتون ته هم ورسېږي، د ژوندي پاتې کېدو امکان یې لږ وي."

د نړیوال زړه فدراسیون په وینا، د زړه او رګونو ناروغي د ښځو د مړینې ۳۰ سلنه جوړوي.

د بریتانیا د زړه بنسټ د ۲۰۲۱ کال د معلوماتو له مخې، هماغه کال په ټوله نړۍ کې تر نهو میلیونو ډېرې ښځې د دې ناروغۍ له امله مړې شوې دي چې دا شمېر د سویس له ټول نفوس هم زیات دی.

مېرمن پروان وايي:

"دا د زړو سړیو ناروغي نه ده. دا یو ډېر خطرناک فکر دی."

د زړه او رګونو له ناروغیو څنګه ځان ساتلی شو؟

کیتلین د نېټبال په میدان کې ولاړه ده، نېټبال په لاس کې نیولی او د حلقې پر لور ګوري، چې له عکس بهر ده.
د عکس تشریح، کیتلین کمپاین کوي چې د نېټبال لوبغاړې باید میدان ته له داخلېدو مخکې د زړه معاینه وکړي.

بورجانا پروان وايي، د زړه ارثي ناروغۍ لکه د کیتلین ناروغي، د زړه او رګونو د ناروغیو له امله له وخته مخکې مړینو شاوخوا ۲۰ سلنه جوړوي.

هغې وویل، د زړه د ناروغیو په اړه د پوهاوي نشتوالی دا خطر لا زیاتوي، نو ځکه دا ډېره مهمه ده چې خلک پوه شي ایا په کورنۍ کې یې د زړه ناروغۍ مخینه شته که‌ نه.

د وخت نه مخکې د مړینو د پاتې ۸۰ سلنه مخنیوی کېدی شي، که خلک خپل خوراک ښه کړي، بدني فعالیت زیات کړي، د شرابو څښل محدود کړي او سګرټ ونه څکي.

خو مېرمن پروان ټینګار کوي چې دا ستونزه یوازې د فردي انتخاب موضوع نه ده.

هغې وویل:

"دلته د ټولنې او نظام ونډه هم ډېره لويه ده، خبره یوازې دا نه ده چې یو کس څه خوري او څه اخلي."

د ښځو لپاره د کلینیکي څېړنو کمښت، کمزوری پوهاوی او روغتیايي خدمتونو ته محدود لاسرسی هم دا خطرونه زیاتوي.

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، د نړۍ د زړه او رګونو د ناروغیو شاوخوا ۸۰ سلنه مړینې په ټیټ او منځني عاید لرونکو هېوادونو کې کېږي چې یو مهم لامل یې د وختي تشخیص د پروګرامونو نشتوالی دی.

که څه هم په ډېرو سیمو کې د زړه له ناروغیو د مړینې کچه په سړیو کې لوړه ده، خو د منځني ختیځ، شمالي افریقا او د سوېلي افریقا په ځینو برخو کې دا وضعیت برعکس دی.

د قطر، مالي او کانګو په څېر هېوادونو کې ډېرې ښځې د دې ناروغیو له امله مري.

"دا هغه عضله ده چې تا ژوندی ساتي"

یوې ښځې خپلې غاړې ته لاس نیولی

د عکس سرچینه، Getty Images

اوس د کیتلین په بدن کې د زړه برقي اله (انټرنل کارډیوورټر ډېفبریلېټر) لګول شوې ده چې د هغې د زړه څارنه کوي.

که دا اله د زړه بل خطرناک نامنظم ضربان تشخیص کړي، نو د برېښنا ټکان ورکوي تر څو زړه بېرته عادي حالت ته راولي.

د خپل ژوند له تر ټولو بدې ورځې تېرېدو وروسته، کیتلین هوډ کړی چې د نېټبال نورې لوبغاړې له داسې تجربې وژغوري.

هغې د نېټبال د لوبغاړو د اتحادیې او د ځوانانو د زړه د خطر خیریه بنسټ (Cardiac Risk in the Young) سره یو ځای کمپاین وکړ چې پایله کې یې د بریتانیا د نېټبال سوپر لیګ ومنله چې د خپلو لوبغاړو لپاره د زړه معاینات پیل کړي.

کیتلین وايي، د هغې تجربې دا هم وروښودله چې ځوانان باید د خپل زړه روغتیا ته پام وکړي.

هغې وویل، که څوک کله د زړه تېزه درزا احساس کړي، داسې ورته ښکاري چې زړه یې له سینې راوځي، یا بې‌دلیله بې‌هوښه شي، نو لومړی باید د زړه معاینه وکړي.

هغې زیاته کړه:

"دا هغه عضله ده چې تا ژوندی ساتي، نو خامخا یې باید معاینه کړې."