په اندونیزیا کې د اورشیندي غر چاودنه

په اندونیزیا کې د اورشیندي غر چاودنه

په اندونیزیا کې له هغه وروسته نژدې ۱۱۰۰۰ کسان له کورونو ایستل شوي، چې د روانګ په نامه له اورشیندي غره په دویمه ورځ هم ایرې، سکروټې او لمبې خپرې شوې. اړوند ماهرین وايي، د اورشیندي چاودنې لامل هغه زلزله ده، چې په دا وروستیو کې په سیمه کې وشوه. د دولتي خبري اژانس انتارا په رپوټ کې ویل شوي، د اورشیندي چاودنې له کبله د مرګژوبلې رپوټ نه دی ورکړل شوی.