د پښتونخوا د چارسدې په سپورټس کمپلېکس کې پسرلنۍ مېله
د پښتونخوا د چارسدې په سپورټس کمپلېکس کې پسرلنۍ مېله
د خیبر پښتونخوا د چارسدې په سپورټس کمپليکس کې د 'روښانه چارسده' په نوم پسرلنۍ مېله جوړه شوې وه. په دې مېله او مراسمو کې د بېلابېلو تعلیمي ادارو ګڼ شمېر زدکوونکو برخه اخیستې وه.
پېښور کې زمونږ همکار رحمان الله هم دې مېلې ته ورغلی و او له ځینو ګډونوالو سره یې خبرې کړي.



