اسلام اباد کې مظاهرې

اسلام اباد کې مظاهرې

د پاکستان په پلازمېنه اسلام اباد کې د تحریک انصاف ګوند له پراخو لاریونونو وروسته،‌ د خیبر پښتونخوا اعلی وزیر علي امین ګنډاپور اسلام اباد ته له ننوتلو وروسته ریډ زون ته رسېدلی دی.

د پي‌ټي‌ای لخوا پر اېکس شريکه شوې ويډيو کې علي امين ګنډاپور ليدل کېږي چې د اسلام اباد ښار دننه له احتجاج کوونکو سره روان دی.

بل پلو، د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف وايي، اسلام اباد ته د پاکستان د تحریک انصاف ګوند او د خیبر پښتونخوا د اعلی وزیر علي امین ګنډاپور راتګ د "اسلام اباد پر خاوره د دوښمن برید" ګڼي.