له افغان کډوال زلمي سره د ایراني پولیسو د زورزیاتي ویډیو غبرګونونه راپورته کړي

ایران

د عکس سرچینه، UGC

سرچینو بي‌بي‌سي ته ویلي یو افغان زلمی چې په ایران کې د عامه نظم ځواکونو لخوا د سخت تاوتریخوالي ښکار او نیول شوی و، اوس بېرته خپل کور ته ستون شوی او وضعیت یې "ښه" دی.

د سرچینو په وینا د 'سید مهدي' په نوم دغه ۱۵ کلن هلک ایران کې د بې‌اسناده افغان کډوال د نیول کېدو او په زور د ایستل کېدو پروسې په لړ کې نیول شوی و.

پر خواله رسنیو یوې خپره شوې ویډیو کې لیدل کېږي چې د پولیسو دوو افسرانو دغه هلک راڅملولی، یوه یې لاسونه او پښې نیولي او بل ورته په داسې حال کې د کورنۍ د ښځینه غړو په مخکې پر غاړه ګونډه وهلی، چې دی چیغې وهي.

په ویډیو کې ښکاري چې د سیدمهدي د مور په ګډون راټولې شوې ښځې هم چیغې وهي او د هغه د خوشې کېدو لپاره سوال زارۍ کوي.

دې ویډیو پر خواله رسنیو ډېر غبرګونونه راپارولي او ځینو په ۲۰۲۰ کال امریکا کې پولیسو لخوا د 'جورج فلویډ' په نوم د یوه تور پوستي سړي نیول کېدو ته ورته بللې ده.

د پولیسو لخوا نیول کېدو پر مهال د فلویډ تر مړینې وروسته د امریکا لروبر پراخ احتجاجونه وشول.

سرچینې وايي اوس د پولیسو له مرکزه څو کسان د 'سید مهدي' کور ته ورغلي او د هغه کورنۍ سره یې ژمنه کړې چې دا قضیه به څېړل کېږي.

ظاهرآ دا پېښه دوه ورځې مخکې د ایران د مازندران د دماوند ولسوالۍ په اب‌سرد کلي کې شوې ده.

بي‌بي‌سي نه شي کولی چې د مهدي د عمر په ګډون د دې پېښې په تړاو د مالوماتو ځینې برخې په خپلواک ډول تایید کړي.‌

په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازي نصیر احمد فایق چې پر دې دندې د جمهوریت پر مهال ګومارل شوی، پر اېکس خواله رسنۍ یوه پیغام کې لیکلي "له افغان کډوالو او‌ پناه غوښتونکو سره د ایران اسلامي جمهوریت د پولیسو چلن په ټوله کې، او په ځانګړې توګه له هغو سره چې قانوني اسناد لري، د کډوالۍ د قوانینو او منل شویو نړیوالو معیارونو د اصولو خلاف دی."

هغه زیاته کړې "د ایراني پولیسو مامور دا غیر انساني او غیر اسلامي کړنه د سختې غندنې او تعیبېدو وړ ده. د ایران ا.ج له دوست ملت او حکومته میلیونونو افغان کډوالو ته د پناه ورکولو له کبله مننه،‌ او د داسې پېښو مخنیوي‌ او هغو ته رسېدو لپاره ترې د اړینو ګامونه د اخیستلو غوښتنه کوو."

بې‌اسناده کسان دې د روان کال تر پایه ووځي

ایران

د عکس سرچینه، Getty Images

د ایران د پولیسو او پوله‌ساتنې (فراجا) قوماندان احمد‌رضا رادان ویلي چې ټول "غیرمجاز وګړي" باید د روان زېږدیز کال تر پای پورې له ایرانه ووځي.

هغه د ۱۴۰۳ کال د اربعین مانورو په څنډه کې د انتظامي‌علومو امین پوهنتون کې خبریالانو ته ویلي، چې د غیرمجازو اتباعو د ایستلو سیاست او پروګرام ته په کتو باید دوی پخپله د روان کال تر پای مخکې له ایران ووځي او خپلو هېوادونو ته ستانه شي.

په ایران کې د بهرنیو اتباعو ستره برخه افغان کډوال دي.

ایراني چارواکي د "غیر مجاز وګړو" اصطلاح هغو افغان کډوالو ته کاروي چې په دغه هېواد کې د پاتې کېدو قانوني اسناد نه لري.

ایران کې د مېشتو بې‌اسناده افغان کډوالو کره‌ شمېر مالوم نه دی، خو تېر کال د کډوالۍ نړیوالې ادارې ویلي وو، په ایران کې د ۵۰۰ زره او یو میلیون ۲۰۰ زره ترمنځ داسې افغانان اوسي چې قانوني اسناد نه لري.‌