هغه ډاکټر چې عملیات یې جنجالي شوي

بيبيسي موندلې چې په بریتانیا کې یو جراح ډاکټر مارک لامه د ناروغانو خوندیتوب ته د نهپاملرنې په اړه له څېړنو وروسته په یوه شخصي روغتون کې له کار کولو منع شوی خو لا هم په دولتي روغتیايي بنسټ (این اېجاېس) کې د جراحۍ دنده پرمخ وړي.
خبره له هغه وروسته را پورته شوه چې نوموړي د یوه ناروغې عملیات کړي وو او وروسته یې کولمې تاو شوې وې. ناروغې وویل، "نور باید دا سړی هېڅکله جراحي و نه کړي."
بيبيسي له ډاکټر لامه د نظر غوښتنه کړې خو لا یې ځواب نه دی ورکړی.
په تېره جنورۍ کې بيبيسي د هغه د کار په اړه د راپورته شویو اندېښنو راپور خپور کړی و چې د برایټن ښار په نیوفېلډ روغتون کې تر څېړنو بشپړېدو د هغه دنده ځنډول شوې وه.
د روغتون یوه پخواني کارکوونکي بيبيسي ته ویلي، د روغتون د ۱۲ میاشتو معلومات ښيي چې د ډاکټر لامه د عملیاتو له امله یوه پر درېیمه برخه ناروغان زیانمن شوي دي، مانا یې دا ده چې دغه ناروغان بیا ځلې بستر شوي دي او یا هم بل روغتون ته لېږدول شوي دي. هغه وویل، دا کچه باید له ۵سلنه زیاته نه وی.

د طبي اصولو خلاف چلند
نوفېلډ روغتون، بيبيسي ته په لېږل شوي بیان کې ویلي، "له خپلواکو څېړنو وروسته راته معلومه شوې چې له ډاکټر لامه د کار کولو حق واخلو، ځکه مونږ ته د ناروغانو خوندیتوب لومړیتوب نه لري او د هغه چلند د طبي معیارونو خلاف و."
خو له دې سره، سره ډاکټر لامې لا هم د برایټن په 'رویل سسېکس' روغتون کې د کولمو د جراحۍ دنده لري.
د روغتون څښتنې ادارې سسېکس اېناېچاېس ټرسټ، بيبيسي ته وویل د پلټنو پرمهال یې داسې څه نه دي موندلي چې پر ډاکټر لامه لګېدلي تورونه رښتیا دي.
دا مهال پولیس د ټرسټ روغتیايي ادارې د ۲۰۰ طبي قضیو د غفلت څېړنه کوي. دغه قضیې له ۲۰۱۵ تر ۲۰۲۱ کلونو ترمنځ ثبت شوي دي. په دې کې ډېرې قضیې د عصبي او عمومي جراحۍ اړوند دي.
ټرسټ د روغتیا برخې تر ټولو ستره اداره ده چې په ختیځ او لودیځ سسېکس سیمو کې اووه روغتونونه چلوي او دوه میلیونو خلکو ته یې خدمتونه رسیږي.

پینځه کاله دوزخ: د شېرل هنټر کیسه
مېرمن شېرل هنټر وايي، "د مارک لامه تر عملیاتو وروسته مې 'پینځه کاله دوزخي ژوند' تېر کړی دی."
هغې وویل، له اندومتریوز ناروغۍ وروسته، په ۲۰۱۹ کال کې ډاکترانو پریکړه وکړه چې باید عملیات یې وشي. ډاکټر مارک لامه به د هغې د لويې کولمې یوه برخه را بېله کړي او کوچنۍ کولمې سره یې باید ونښلوي.
له عملیاتو وروسته ناروغه له روغتون رخصت شوه. شېرل وايي: "داسې بد درد مې احساس کړ چې په بدن کې مې څه وچاودېدل، یو خراب بوی لرونکې مایع ترې راتلله."
کله چې دا بېرته روغتون ته ولېږدول شوه، معلومه شوه چې د کولمو پیوند شوې برخه یې څېرې شوې ده، وايي، "په تخریب شوې برخه کې د لسو ورځو غایطه مواد جمع شوي دي."
سره له دې چې د مېرمنې شېرل د کولمو عملیات بریالي وشول خو له هغه وروسته هم د دردونو له امله روغتون ته ځي. هغې وویل:
"ښه ورځ نه لرم. کونډه یم. ژاړم. تشناب ته د تګ پر وخت په چیغو ژاړم، کولمې په لاس سموم، دستکشې اغوندم، په معده، ملا، پښو او لاسونو کې درد محسوسوم."
دوی ورته زارۍ کولې چې ما وګوري خو هغه نه منله
شېرل هنټر وايي، خپل ډاکټر یې څو وارې ډاکټر مارک ته لیکونه استولي او سپارښتنه یې ورته کړې چې مېرمن شېرل بیا ځلې ور وغواړي. یو وار یې ورته ولیکل، "څو وارې مې درته لیکلي چې دا ناروغه بیا ځلې وګوره."
ډاکټر مارک لامه یو وار ځواب وکړ چې لیکونه یې نه دي ترلاسه کړي. خو نږدې کال وروسته د شېرل ډاکټر یو وار بیا ورته لیک ولېږه. د مېرمن هنټر په خبره، "خپلو همکارانو هم ورته زارۍ کولې چې ما وګوري خو ده نه منله."
په پای کې ناروغه مېرمن بل روغتون ته ولېږدول شوه او هلته معلومه شوه چې اصلي ستونزه څه وه: "کوچنۍ کولمې او نښلوونکی ځای۱۸۰درجې تاو شوی و چې د داخلي هرنیا سبب شوی و."
دا هم ورته وویل شول چې کولمې یې سرچپه سره پیوند شوې وې. دغه د چاودېدو خطر لري او له چاودنې وروسته انسان په دوو ساعتونو کې مړ کېدلی شي. هغې ویل، که دا د کولمو په تشولو نه وی عادت شوې اوس به وختي مړه وی.
د روغتون او پولیسو ځواب
روغتون وايي، د ستونزې معلومولو لپاره یوازې یوه لاره شته هغه دا چې یو بل عملیات وشي او دا به ثابته شي چې تېروتنه ده او که نه.
هغې د سسېکس ادارې له پولیسو سره هم خبرې کړې دي.
هغه باید نور د ډاکټرۍ اجازه ونه لري
د بریتانیا د روغتیا برخې ځېنې پخواني همکاران هم د ډاکټر لامه د کار په اړه اندېښمن دي خو هغه تر اوسه هم په همغه روغتون کې خپله دنده پر مخ وړي.
شېرل هنټر هم وايي، "زما په فکر دا د شرم خبره ده. هغه باید نور ناروغان لمس هم نه کړي."
د اېناېچاېس ټرسټ پوهنتوني روغتونونو مشرې ډاکټرې کیټي اورچ په بیان کې راغلي: "موږ یوازې د یو ناروغ د قضیې په اړه خبرې نه شو کولی خو د خپلو ناروغانو اندېښنې او درد هم درک کوو. که څه هم هېڅ طبي پروسه د بریالیتوب تضمین نه لري خو زموږ ډاکټران ژمن دي او په ښه معیارونو کار کوي. موږ قوي سیستم لرو."








