د بدن جوړونې افغان اتل علي رضا اساهي له ناروغۍ مړ شوی

د عکس سرچینه، AOC
- Author, خوشحال تایب
- دنده, بي بي سي
د افغانستان د بدن ښکلا او وزن پورته کولو فدراسیون وایي، د بدن جوړونې افغان لوبغاړی علي رضا اساهي پرون پنجشنبه په کابل کې ومړ او نن د جمعې په ورځ خاورو ته وسپارل شو. له ښاغلي اساهي مېرمن او دوه زامن (دیارلس او لس کلن) پاتې دي.
ښاغلي اساهي په ۲۰۲۳ او ۲۰۲۴ کلونو کې په پرلپسې ډول د نړۍ د بدن جوړونې د مخکښو اتلانو په څوارلسمو او پنځلسمو نړیوالو سیالیو کې د افغانستان لپاره د سرو زرو مډالونه ګټلي وو. نوموړی لومړنی کس شو چې د بدن جوړونې په نړیوالو سیالیو کې د افغانستان لپاره لومړنی د سرو زرو مډال ګټلی و.
ښاغلي اساهي چې ۵۱ کاله عمر درلود، په ۸۵ کیلوګرامه او تر دې پورته وزن کې د نړۍ د بدن جوړونې د مخکښو اتلانو په برخه کې اتل شوی و.
د افغانستان د بدن جوړونې او وزن پورته کولو د فدراسیون مشر باور هوتک بي بي سي پښتو وېبپاڼې ته وویل، "ښاغلي اساهي په ډېرو لږو امکاناتو وتوانېد چې نړیوال ویاړونه وګټي. هغه کوم شخصي کار و بار نه درلودل. یوازې په یوه کلپ کې یې د روزونکي په توګه کار کاوه."
د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې لوبغاړي راشد خان د علي رضا له کورنۍ سره د خواخوږۍ ترڅنګ، د مالي مرستې ژمنه هم کړې ده. " هڅه مې دا ده چې تر خپلې وسې پورې په دغې سختې او غم ځپلې ورځ کې د خدای بښلي اساهي د کورنۍ لاسنیوی وکړو او په ټولو هېوادوالو غږ کوم چې د هغه د کورنۍ لاسنیوی وکړي."
ښاغلي اساهي له رسنیو سره په مرکو کې څو څو ځلې د خپلې بې وزلۍ کیسې کړې وې، ان تر دې چې ویل یې "یوه ورځ مې زامنو کیهان او ارمان خپلې کوچنۍ امیانۍ ماتې کړې وې او ما ته یې د چرګ غوښه اخیستې وه. ما په داسې حالت اتلولي ګټلې ده."
ښاغلی باور هوتک هم وايي، فدراسیون تر خپله وسه مرسته ورسره کوله، خو "فدراسیون پخپله داسې یوه بودیجه نه لري چې د استاد علي رضا ملاتړ وکړي. خو هغه په نشت امکاناتو افغانستان ته ستر ویاړونه راوړي دي."
علي رضا له رسنیو سره په خبرو کې ویلي و، له ماشومتوب یې چې لوبغاړي پر ټلویزیون لیدل او ملي سرود یې غږېده ده هم دا ارامان درلود، هماغه چې دوه ځلې دغه هیله پوره شوه. هغه له مسؤلینو او خلکو غوښتل چې خپل لوبغاړي درک کړي او په خواوو او ډلو ټپلو یې ونه وېشي.

د عکس سرچینه، AOC
د افغانستان د بدن جوړونې او وزن پورته کولو د فدراسیون په پیغام کې د هغه د مړینې علت نه دی ذکر شوی، خو د افغانستان ځینې رسنیو د علي رضا اساهي د مړینې لامل "د زړه حمله" بللې ده. د علي رضا ورور محمد حسیني رسنیو ته ویلي، کله یې چې ورور ناروغ شو په شلو دقیقو کې خپل ژوند له لاسه ورکړ او تر روغتون هم ونه رسېد. خو دی وايي په طبي ازموینو کې یې ښوولې وه چې د لوړ شکر ناروغي هم لري.
په خواله رسنیو کې د علي رضا له کورنۍ سره د ملاتړ او لاسنیوي لپاره ګڼ پیغامونه خپاره شوي دي. په بېلابېلو هېوادونو کې یو شمېر افغانانو د هغه له کورنۍ سره د مرستو ژمنې هم کړې دي. د افغانستان د تکواندو ملي لوبډلې روزونکي بشیر تره کی وايي، دا چې ښاغلي اساهي خپل ټول ژوند د افغانستان لپاره ویاړ ګټلو ته ورکړی و، له سوداګرو او لوبغاړو د هغه له کورنۍ سره د مرستو غوښتنه کړې، چې ډېرو کسانو مثبت ځواب ورکړی دی.
ښاغلي اساهي په کابل کې زېږېدلی و، مېرمن او دوه زامن (دیارلس او لس کلن) ترې پاتې دي.











