څنګه خلیج هېوادونه هم‌مهال له امریکا سره امنیتي پالیسي او له روسیې سره د انرژۍ همکاري پر مخ وړي؟

د سعودي عربستان او روسیې اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د سعودي عرب او روسیې اقتصادي اړیکې پراخې شوې دي
    • Author, نسرین حاطوم
    • دنده, بي‌بي‌سي عربي

د ۲۰۲۲ کال په فبرورۍ کې د روسیې له خوا پر اوکرایین له یرغل راهیسې، د خلیج عربي هېوادونه له یوې پیچلې ډیپلوماټیکې او اقتصادي ننګونې سره مخامخ دي، خو دا څنګه ممکنه ده چې په یوه وخت کې دې له یوې خوا دوی له امریکا سره امنیتي او سوداګریزې اړیکې وساتي او له بلې دې له روسیې سره په ځانګړي ډول د انرژۍ او سوداګرۍ برخه کې خپلې اړیکې پراخې کړي؟

د نړیوالو اړیکو او د خلیج او منځني ختیځ د چارو یو عمانی څېړونکی او کارپوه ډاکټر عبدالله باعبود په دې باور دی چې د خلیج هېوادونو عموما له مسکو او واشنګټن سره د خپلو اړیکو په اداره کولو کې عملپال (عملګرا) چلند غوره کړی دی.

هغه بي بي سي عربي څانګې ته وویل، دا چلند، چې هغه یې "متوازن" بولي، د دې هېوادونو له خوا له ستراتېژیکې خپلواکۍ سره یو ځای مثبت بې پرېتوب ته لېوالتیا ښيي، داسې مثبت بې پرېتوب چې دواړو لویو قدرتونو ته په نږدې کېدو کې انډول وساتي.

د باعبود په وینا، دا چلند له روسیې، متحده ایالتونو او اروپایي هېوادونو سره په ګډو اقتصادي او سیاسي ګټو کې ریښه لري او د هغه په اند، دا په خلیجي هېوادونو کې د پالیسۍ جوړونې د پخوالي ښکارندويي کوي.

باعبود له بي بي سي سره په یوه مرکه کې زیاته کړه: "د خلیج هېوادونو په اړیکو او همکاریو کې د تنوع ستراتېژي، هغه که له واشنګټن، مسکو یا بیجنګ سره وي، انتخاب نه، بلکې یوه اړتیا ده. دا چلند د سیاسي او اقتصادي خپلواکۍ پیاوړتیا کې مرسته کوي او په یو واحد زبرځواک تکیه کموي، چې له امله یې پر زړو ټلوالو باندې د ډېرې تکیې د احتمالي خطرونو مخه نیول کېږي، په ځانګړي ډول په داسې حالت کې چې د خلیج هېوادونه پر نړیوال دریځ مهم رول لوبولو ته لېوال دي."

شنونکي وايي، سره له دې چې لوېدیځ د روسیې د ګوښي کولو لپاره پراخ نړیوال فشار راوړي، د خلیج عربي هېوادونو یوه متوازنه او محتاطه تګلاره غوره کړې چې دوی ته اجازه ور کوي په دواړو خواوو کې خپلې ګټې وپالي، داسې یوه تګلاره چې د سیاسي، اقتصادي او ډیپلوماټیکو وسیلو له ترکیبه استفاده کوي.

د دې وسیلو په سر کې د اقتصادي او امنیتي مسلو جلا کول دي.

خلیجي هیوادونو تر نن ورځې له متحده ایالتونو سره خپلې نظامي او امنیتي همکارۍ ساتلي دي او دا همکاري په تېره مې میاشت کې سعودي عرب، قطر او متحده عربي اماراتو ته د ډونالډ ټرمپ د وروستي سفر او د ګڼ شمېر هوکړه لیکونو له لاسلیکولو وروسته پراخه شوې ده.

په دې امنیتي او نظامي تړونونو کې د وسلو پلور او نظامي روزنه شامله وه او همدارنګه په کې په خلیجي هېوادونو کې د متحده ایالتونو د نظامي اډو په ځانګړي ډول په قطر کې د عدید پوځي اډې د شتون پر اهمیت، چې په منځني ختیځ کې د متحده ایالتونو تر ټولو لویه پوځی اډه ده، ځانګړی ټینګار شوی دی.

سیمې ته د ټرمپ له وروستي سفر وروسته د خلیجي هېوادونو او امریکا ترمنځ اړیکې ژورې شوې دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، سیمې ته د ټرمپ له وروستي سفر وروسته د خلیجي هېوادونو او امریکا ترمنځ اړیکې ژورې شوې دي.

ښاغلی باعبود په همدې تړاو وايي، امریکا په خلیج هېوادونو کې د امنیت اصلي تضمین کوونکې ده. په داسې حال کې چې له روسیې سره یې دفاعي همکاري محدوده ده او له روسیې د وسلو د پېرلو څو کوچني قراردادونه په کې شامل دي.

د سعودي عرب او متحده عربي اماراتو په ګډون له ځینو خلیج هېوادونو سره د روسیې معاملې په عمده توګه د وسلو او نظامي تجهیزاتو په پېرلو چې چورلکې، روسي (بي‌ایم‌پي-۳) جنګي ټانکونو، 'کورنیټ' ټانک ضد سیسټمونه او د هوایی دفاع سیسټمونه په کې شامل دي، متمرکزه ده.

په هرصورت، د دې معاملې حجم د لوېدیځو هېوادونو په ځانګړي ډول له امریکا سره د لاسلیک شويو قراردادونو پرتله محدود دی.

له روسیې سره د اړیکو په برخه کې، سعودي عرب او متحده عربي امارات د (اوپیک پلس) ډلې له لارې له مسکو سره د تېلو د نړیوالو بیو د تنظیمولو لپاره همغږۍ ته دوام ورکوي.

که څه هم دا همغږي د امریکا د پخواني ولسمشر جوبایډن د ولسمشرۍ پر مهال د هغه د نارضایتۍ لامل شوې ده. له روسیې سره د تېلو برخه کې پر همکارۍ سربېره د عربي خلیج او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه هم په ځانګړي ډول پر اوکرایین د روسیې له یرغل وروسته، پام‌وړ زیاته شوې ده.

د بېلګې په ډول په ۲۰۲۱ کال کې چې د اوکرایین جګړه لا نه وه پیل شوې، د متحده عربي اماراتو او روسیې ترمنځ د سوداګرۍ کچه ۵ اعشاریه ۳۶ میلیارد ډالره وه او د متحده عربي اماراتو مشر شیخ محمد بن زاید ال نهیان په مسکو کې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د خپلې وروستۍ غونډې په ترڅ کې اعلان وکړ چې خپلمنځي سوداګري یې اوس ۱۱ ملیارد ډالرو ته لوړه شوې ده.

د روسیې او اماراتو ترمنځ سوداګري کابو دوه برابره زیاته شوې ده

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، د روسیې او اماراتو ترمنځ سوداګري کابو دوه برابره زیاته شوې ده

د روسیې او سعودي عرب ترمنځ د سوداګرۍ حجم هم په ۲۰۲۱ کال کې له ۲ اعشاریه ۲ میلیارد ډالرو څخه په ۲۰۲۳ کال کې ۳ اعشاریه ۷ میلیارد ډالرو ته لوړ شوی دی.

د ډیپلوماسۍ او دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې، خلیج هېوادونو وکولای شول چې د روسیې او اوکراین دواړو پر وړاندې متوازن او بې طرفه دریځ غوره کړي.

د سعودي عرب او متحده عربي اماراتو په څېر هېوادونو اوکرایین ته بشري مرستې لېږلي دي، پرته له دې چې دا اقدامات یې له روسیې سره پر اړیکو منفي اغېزه وکړي.

دغو هېوادونو د روسیې پر وړاندې په لګول شویو بندیزونو کې له ګډون څخه ډډه کړې ده او برعکس متحده عربي امارات د روسي شرکتونو د فعالیتونو لپاره یو مهم مالي مرکز ګرځېدلی دی.

د اوکرایین د جګړې له پیل راهیسې، له ۳زره او ۵۰۰ څخه ډېر روسي شرکتونه په متحده عربي اماراتو کې فعالیت کوي چې د روسیې- متحده عربي اماراتو د سوداګرۍ شورا د مشر سرګي ګورکوف په وینا، په مختلفو برخو لکه معلوماتي ټیکنالوژۍ، درمل جوړولو، صنعتي تولید، تېلو، ګازو او نورو برخو کې فعال دي.

پر دې سربېره، دوبۍ د هغو شتمنو روسانو لپاره په یوه خوندي ځای بدله شوې چې غواړي د خپل هېواد پر وړاندې یې د لوېدیځ له لګېدلو بندیزونو ځان خلاص کړي.

له ډيپلوماټيک پلوه، سعودي عرب او متحده عربي اماراتو د مسکو او کېیف ترمنځ د بندیانو په څو تبادلو کې د منځګړي رول لوبولی چې د متحده عربي اماراتو رول په کې مهم او جامع دی.

په وروستیو کلونو کې، قطر هم څو ځله د منځګړي په توګه رول لوبولی او لسګونه اوکرایني ماشومان یې خپلو کورنیو ته ور ستانه کړي دي.

قطر د منځګړیتوب له لارې لسګونه اوکرایني ماشومان خپلو کورنیو ته راستانه کړي دي.

د عکس سرچینه، Getty Images

د عکس تشریح، قطر د منځګړیتوب له لارې لسګونه اوکرایني ماشومان خپلو کورنیو ته راستانه کړي دي.

سعودي لیکوال او د نړیوالو اړیکو څېړونکی سلیم الیامي بي بي سي ته وویل، بې طرفۍ ته غاړه اېښودل په دې بدلېدونکي او پیچلي نړیوال چاپیریال کې له خورا ستونزمنو مسلو څخه ده، خو د خلیج هېوادونه د نړیوالې ټولنې د غړو په منځ کې د خپل "شهرت او پاکې مخینې" له امله پېژندل شوي دي.

هغه وايي: "زما په نظر، له لویو قدرتونو سره د متوازنو اړیکو په رامنځ ته کولو کې د خلیج هېوادونو د بریالیتوب یوه برخه له بېلابېلو لوریو سره د ګډو ګټو د تنوع له امله ده؛ یوه داسې تګلاره چې په سیمه کې یو ځانګړی ماډل ګرځېدلې او د هغو اړیکو په رامنځ ته کولو تمرکز کوي چې د متقابلو ګټو پر بنسټ وي او د کوم درېیم اړخ ګټې اغېزمنې نه کړي."

خو پوښتنه دا ده: ''که د مسکو او واشنګټن اړیکې خرابې شي، ایا د خلیج هېوادونه به اغېزمن شي؟''

د اماراتو د سیاسي علومو پروفیسور عبدالخالق عبدالله په دې باور دی چې د متحده ایالتونو او روسیې ترمنځ اختلافونه له اوسني حالته مخکې تګ نه کوي او زیاتوي چې د متحده ایالتونو اوسنۍ اداره د تاوتریخوالي کمولو هڅه کوي او په ځانګړي ډول د اوکرایین د مسلې په اړه تفاهم ته رسېدل غواړي.

نوموړي بي بي سي عربي څانګې ته وویل: "زه تمه لرم چې متحده عربي امارات به د تاوتریخوالي کمولو او اوربند ترلاسه کولو کې مهم رول ولوبوي او زه دا احتمال نه ردوم چې د روان کال تر پایه په ابوظبۍ کې د امریکا، روسیې او اوکرایین ترمنځ درې اړخیزه غونډه وشي."

د دې اماراتي لیکوال خبرې د پوتین له هغو وروستیو څرګندونو سره سمون لري، چې د اماراتو له مشر سره د لیدنې پر مهال یې وویل، متحده عربي امارات د امریکا له ولسمشر سره د راتلونکې غونډې کوربه توب لپاره یو انتخاب دی.

الیامي دا هم وايي چې په نړیواله ټولنه کې هیڅوک نه غواړي د روسیې او امریکا ترمنځ اختلافات زیات کړي او ډیری یې په دې باور دي چې د دواړو خواوو مشران کولی شي د جګړې د منفي پایلو د مخنیوي لپاره سوله ییز حل ته ورسېږي.

د الیامي په باور، خلیج هېوادونه د تاوتریخوالي کمولو او د بحرانونو د حل په برخه کې د مثبت رول لوبولو لپاره لوی ظرفیت لري او د اوکرایین له خلکو سره د سعودي عرب کړو مرستو او همدارنګه د روسیې او اوکرایین ترمنځ د بندیانو د تبادلې په منځګړیتوب کې د دوی فعال رول ته اشاره کوي.

الیامي همدارنګه په تېره مارچ میاشت کې په جده کې د امریکایي او روسي پلاويو ترمنځ شوې غونډه، چې د سعودي عرب په نظارت او ملاتړ وشوه، مهمه وبلله او ویې ویل چې دې غونډې د امریکا او روسیې ترمنځ د سوله ییزو اړیکو لپاره یوه نوې کړکۍ پرانیستله.

سعودي عرب د اوکرایین په اړه د لیدلوریو د نږدې کولو لپاره د امریکا او روسیې ترمنځ د خبرو اترو کوربه توب وکړ

د عکس سرچینه، Getty Images

په پای کې، د خلیجي هېوادونو چلند ته چې له مسکو او واشنګټن سره په خپلو اړیکو کې د متوازنې پالیسۍ غوره کول دي، د اقتصادي، سیاسي او امنیتي ګټو د ترلاسه کولو په هڅو کې یوازې پر لوېدیځ د تکیې پر ځای، د انتخابونو تنوع او له مختلفو هېوادونو سره د اړیکو پراخولو کې د یو څرګند بدلون په توګه کتل کېدای شي.

په هرصورت، د دې توازن دوام په دې پورې اړه لري چې د روسیې او اوکرایین جګړه څومره پراخېږي یا د مسکو پر وړاندې د لوېدیځ بندیزونه څومره زیاتېږي.

د دې ستراتیژۍ بریالیتوب په دې پوره اړه لري چې د عربي خلیج هېوادونه له روسیې سره د خپلو اقتصادي ګټو په ساتلو کې څومره وړتیا لري. په داسې حال کې د خلیج هېوادونه په امنیتي برخه کې پر امریکا تکیه کوي.