چین ولې پر کانډوم مالیه لوړه کړې ده؟

یو ماشوم عکس دی چې ځانګړي دودیز چینایي کالي یې اغوستي دي او د کالیو رنګ هم سور دی.

د عکس سرچینه، Getty Images

    • Author, اوسماند چیا
    • دنده, د بي بي سي د اقتصادي راپورونو یو خبریال
    • Author, ین چېن
    • دنده, بي بي سي

د چین حکومت وایي، د ۲۰۲۶ کال د جنورۍ له لومړۍ نېټې وروسته به د مېندوارۍ د مخنیوي درملو او وسایلو باندي ۱۳ سلنه مالیه لګوي، خو په مقابل کې به یې د ماشوم پالنې خدمتونه د مالیې له ورکړې معاف وي.

د نړۍ دویم لوی اقتصادي هیواد هڅه کوي چې د خپل هېواد نفوس ډېر کړي‌ او خلک هڅوي چې ډېر ماشومان وزېږوي.

د مالیاتي سیستم دا بدلون تېر کال ناوخته اعلان شو، په دې بدلون کې هغه معافیتونه لغوه کوي چې له ۱۹۹۴ کال تر اوسه عملي کېدل دا هغه مهال و چې، چین لا هم د یو ماشوم لرلو تګلاره پلي کوله.

د یوې نوې واده شوې جوړې عکس

د عکس سرچینه، Getty Images

د نوې تګلارې له مخې، د واده اړوند خدمتونه او د زاړه عمر د پالنې خدمتونه هم له زیاتې مالیې یا (VAT) معاف شوي دي.

دا بدلون د هغو پراخو اقداماتو برخه ده چې د ماشوم له زېږون وروسته د مور او پلار د رخصتۍ غځول او نغدي مرستې هم شاملې دي.

دا هیواد، چې له مخ په زړېدو نفوس او ورو اقتصادي ودې سره مخامخ دی، هڅه کوي ځوانان واده ته وهڅوي او ډېر ماشومان وزېږوي.

رسمي شمېرې ښيي، د چین نفوس درې کاله پرله‌ پسې مخ په کمېدو دی او یوازې په ۲۰۲۴ کال کې نهه اعشاریه ۵۴ میلیونه ماشومان زېږېدلي دي. دا شمېر د لس کاله مخکې زېږون له کچې نږدې نیمایي ته راټیټ شوی دی.

په چین کې د ماشومانو د یوه ټولګي انځور

د عکس سرچینه، Getty Images

خو د مېندوارۍ د مخنیوي وسایل، لکه کانډوم، د زېږون د مخنیوي ګولیو او نورو وسایلو مالیه د ناغوښتل شویو میندواریو او د ایچ‌ای‌وي د خپرېدو په اړه اندېښنې راپورته کړې دي.

په ټولنیزو رسنیو کې یې بېلابېل غبرګونونه راپارولي دي.

ځینې وايي، په کانډوم د بیې لوړېدل به د ماشوم د زېږون په اړه د هغوی پرېکړه بدله نه کړي او ان یو شمېر پلورونکو پېرودونکو ته ویلي چې د بیو له لوړېدو مخکې دې توکي واخلي.

یو زوم او ناوې عکس

د عکس سرچینه، Getty Images

د بېجینګ، د یووا د نفوسو د څېړنې انسټیټیوټ د ۲۰۲۴ کال د راپور له مخې، چین د هغو هېوادونو له ډلې بللی چې ماشوم پکې په لوړه بیه لویېږي.

راپور وايي، د سخت رقابتي تعلیمي چاپېریال له امله د ښوونځیو لګښتونه لوړ دي او ډېری ښځې د کار او مورتوب ترمنځ له ستونزو سره مخامخ دي.

کلن ډینییل لو، د ختیځ هنان ولایت اوسېدونکی دی، دی وایي د کانډوم لوړې بیې ته اندېښمن نه دی، ځکه د یوه ماشوم له روزنې سره هیڅ د پرتلنې وړ نه‌ده او تر هغه کم مصرف پرکانډوم راځي.

د یو چینایي ماشوم انځور

د عکس سرچینه، Getty Images

د مرکزي چین د شي آن اوسېدونکې روزی ژاو وايي، د مېنداورۍ د مخنیوي وسایل یوه بنسټیزه اړتیا ده او که ګران شي، ښايي ځيني کسان، په ځانګړې توګه زده‌کونکي یا هم له اقتصادي اړخه کمزوري خلک له خطر سره مخامخ شي، د هغه په وینا دا د دې تګلارې تر ټولو جدي پایله کېدای شي.

کارپوهان وايي، دا مالیاتي بدلون ښايي د زېږون پر کچه د پام وړ اغېز ونه لري.

د ویسکانسن مډیسن پوهنتون د نفوس ‌پوه فوکسیان په وینا، دا فکر چې د کانډوم پر مالیه به خلک ډېر ماشومان وزېږوي، له واقعیت سره ډېر سمون نه لري.

هغه وايي، بېجینګ هڅه کوي له هرې ممکنې سرچینې مالیه راټوله کړي، په داسې حال کې چې بازار له کمزورۍ او د ملي پور له زیاتېدو سره مخ دی.

د ستراتیژیکو او نړیوالو څېړنو د مرکز کارپوهه هنریټا لیون وايي، پر کانډوم مالیه تر ډېره یوه سمبولیکه پرېکړه ده، د حکومت هغه هڅې منعکسوي چې غواړي د چین د زېږون ټیټې شمېرې لوړې کړي.