ولې فضا کې د الوتکو د لنډمهالي توازن بایللو پېښې په ډېرېدو دي

د عکس سرچینه، REUTERS/Stringer
انډریو ډیوېس د 'ډاکټرهو' نندارتون لپاره نیوزیلنډ ته روان و، نوموړی د همدې پروژې مدیر و. له لندن تر سینګاپوره یې د الوتنې لومړۍ برخه ډېره ارامه تېره شوه خو لږ وروسته الوتکې ناڅاپې جټکې وخوړې او له یو ډول ګډوډۍ سره مخ شوه.
"لومړی مې له چوکۍ سره سر ټکر شو، بیا ناڅاپي ښکته ولوېدم. خپل ایپاډ مې پر سر ولګېد، قهوه راباندې توی شوه. د الوتکې په کابین کې ګډوډي جوړه شوې وه، خلک او سامانونه هرې خوا پراته وو."
"خلکو ژړل، وارخطايي وه چې دا څه پېښ شول".
ښاغلی ډیوېس وايي "زه بختور وم" ځکه نور مسافر سخت ژوبل شول او ان هډوکي یې مات شول. ۷۳ کلن جیف کېچن د زړه د حملې له امله مړ شو.
د خرابې هوا له امله په الوتکو کې د مړینې کچه ډېره کمه ده. که څه هم رسمي شمېرې نشته خو اټکل کېږي چې له ۱۹۸۱م کال راهیسې تر اوسه شاوخوا څلور کسان د خرابې هوا له امله مړه شوي دي خو د ټپيانو شمېر بیا زیات دی.

د عکس سرچینه، REUTERS/Stringer
د شمالي اتلانتیک پر لاره خرابه هوا
د امریکا د ملي ترانسپورټ د خوندیتوب ادارې (NTSB) رسمي شمېرې ښيي، یوازې په متحده ایالاتو کې له ۲۰۰۹م کال راهیسې ۲۰۷ کسان د سختې خرابې هوا له امله سخت ژوبل شوي دي. داسې ژوبل چې یو تن ان تر ۴۸ ساعتونو زیات په روغتون کې بیستر شوی وي. له دغې ډلې ۱۶۶ کسان د الوتکې عمله وه چې ښايي د خرابې هوا پر مهال ناست نه وي. ځکه که څوک ناست وي او کمربندونه یې تړلي نو بیا سخت نه ژوبلېږي.
کارپوهان خبرداری ورکوي چې د اقلیمي بدلون له امله د فضا وضعیت هم بدلېږي او هوايي سفرونه ښايي له دې هم زیات ګډوډ شي. د تودوخې بدلونونه او د پورته فضا (لوړې هوايي طبقې) د بادونو بدلېدونکي نمونې داسې شرایط رامنځته کوي چې د شدیدې خرابې هوا پېښې هم زیاتې او هم خطرناکې شي.
د ریډېنګ پوهنتون د اقلیم استاد پال ویلیز وايي: "کېدای شي، په راتلونکې څو لسیزو کې د شدیدې خرابې هوا کچه دوه یا درې برابره زیاته شي"
"که اوس د یوې الوتنې پر مهال ۱۰ دقیقې شدیده ګډوډي پېښېږي نو ښايي دا موده ۲۰ یا ۳۰ دقیقو ته لوړه شي."
که رښتیا هم فضايي ګډوډي لا زیاته شي، دا به نوره هم خطرناکه شي؟ کومې حل لارې شته چې هوایي شرکتونه د خرابې هوا پر وړاندې خپلې الوتکې لا خوندي کړي؟
سخته ګډوډي هغه مهال رامنځته کېږي چې کله الوتکه له ګډې وډې یا توپاني هوا تېرېږي. په دې وخت کې د الوتکې د ښکته او پورته خوا خوځښت له امله د انسان پر بدن ۱.۵ جيفورس یا تر هغه زیات فشار واردېږي، دومره فشار چې که چا کمربند نه وي تړلی، له خپلې څوکۍ یې پورته او یا هم څنګونو ته شړلی شي.
اټکلونه ښيي چې هر کال د شدیدې هوا له امله شاوخوا ۵زره الوتنې زیانمنېږي. دا په داسې حال کې چې په ټوله نړۍ کې له ۳۵ میلیونو زیاتې الوتنې ترسره کېږي.
د ملګرو ملتونو د نړیوالې هوايي ملکي ادارې د راپور له مخې، په ۲۰۲۳م کال کې نږدې ۴۰سلنه پېښې د خرابې هوا له امله شوې.
د برېتانیا، امریکا، کاناډا او کریبین تر منځ لاره
د برېتانیا او امریکا، کاناډا او کریبین ترمنځ لارې د خرابې هوا زیاتوالې اغېزمنه کړې دي. په تېرو ۴۰ کلونو کې له هغه وخته چې سپوږمکۍ فضا څاري، د شمالي اتلانتیک پر سیمه د سختې خرابې هوا کچه ۵۵سلنه لوړه شوې ده.
یوه تازه څېړنه ښيي، د خرابې هوا پېښې به یوازې د شمالي اتلانتیک پورې محدودې نه وي، بلکې دا ستونزه به په نورو سیمو ختیځه اسیا، شمالي افریقا، ارام سمندر، شمالي امریکا او منځني ختیځ کې هم زیاتې شي.
پر خرابې هوا د اقلیم بدلون اغېز
د الوتکو لپاره دغه خرابه هوا چې الوتنې اغېزمنوالی شي، په دریو لاملونو رامنځته کېږي:
لومړی: کنوېکټیف دا هغه ګډوډي ده چې د وریځو یا طوفاني بارانونو له امله منځته راځي. دویمه، دا ګډوډي هغه وخت رامنځته کېږي چې هوا د غرنۍ سیمې له لورې راځي. څلورمه یې د صافي هوا ګډوډي ده. دا د بادونو د لوري او تېزوالي له ناڅاپي بدلونه رامنځته کېږې. هر یو یې د الوتکو سفر اغېزمنوي.
کنوېکټیف او اوروګرافیک ګډوډي ډیری وخت د مخنیوي وړ وي ځکه لیدل کېږي. خو د صافې هوا ګډوډي لکه چې له نومه ښکاري نه لېدل کېږي او ځینې وخت داسې برېښي لکه ناڅاپي چې رامنځته شي. نو د دې مخنیوی هم سخت دی.

د عکس سرچینه، KIRILL KUDRYAVTSEV /AFP via Getty
اقلیمي بدلون: یو مهم عامل
اقلیمي بدلون د دواړو کنوېکټیف او صافې هوا ګډوډۍ شدت زیاتوي.
که له یوې خوا د اقلیمي بدلون او طوفانونو ترمنځ اړیکه پیچلې ده خو دا هم څرګنده ده چې ګرم چاپېریال ډېر رطوبت ساتلی شي او دا اضافي تودوخه او رطوبت د لا سختو طوفاني وریځو سبب کېږي.
کنوېکټیف هوايي ګډوډي هغه مهال منځته راځي چې هوا په فضا کې پورته او ښکته حرکت کوي په ځانګړي ډول د وریځو دننه همدا حرکتونه پیلېږي.
تر ټولو تاوتریخجن پورته او ښکته حرکت کوونکي بادونه د طوفاني وریځو دننه موندل کېږي.
دا هماغه لامل و چې انډریو ډیوېس په ۲۰۲۴م کال کې د خپل سفر پر مهال د هوا د تېزو څپو له امله په الوتکه کې را نسکور شو او نورو سپرلیو هم د الوتکې له دیوالونو سره ټکرونه وکړل.
د سینګاپور د ټرانسپورټ د خوندیتوب د څېړنو ادارې موندلې چې: "یوې الوتکې د میانمار په سوېل کې د مخبارتي فعالیتونو پر یوې سیمې الوتنه کوله، د ۱۹ ثانیو لپاره د هوا د سختې ګډوډۍ له امله الوتکه په پنځو ثانیو کې له خپل لوړوالي ۶.۲۳ متره را ښکته شوې وه.

د عکس سرچینه، MediaNews Group/Boston Herald via Getty Images
د اقلیم بدلون بل اغېز: ډېر توپانونه او خرابه هوا
امریکايي ساینس ژورنال په ۲۰۱۴م کال کې یوه څېړنه خپاره کړه چې د نړیوالې تودوخې د سانټي ګرېډ له هرې یوې درجې زیاتوالي سره ۱۲سلنه د بریښنايي ټکان پېښې زیاتېږي.
د سوداګریزو الوتکو پیلوټ کپتان ناتن ډیوېس وايي: "ما په تېرو څو کلونو کې د وریځو ډېر لوی طوفانونه لیدلي خو پخوا ډېر کم وو."
خو هغه زیاتوي: "د لویو کومولونیمبوس وریځو لیدل اسان دي ځکه هغه لویې دي د نورو وریځو تر شا نه پټېږي او موږ یې په اسانۍ لیدلی شو او لاره ترې بدلولی شو.
د روښانه هوا توپان هم ډېر ژر راپورته کېدای شي. دا هم د (غیر منظمې) یا ګډې وډې هوا له امله رامنځته کېږي. دا ګړندی باد دی چې شاوخوا په شپږ میله لوړه فضا کې ګرځي.

د عکس سرچینه، Kevin Carter/GETTY
ډېری خلک له الوتنې نه وېرېږي خو د هوا خرابولی یې اندېښنې زیاتوي
هوا په دومره سرعت سره حرکت کوي چې یو څوک له چوکۍ وغورځوي، ښايي د ټپي کېدو پېښې ورسره زیاتې شي ان په ځېنو حالاتو کې د مړینې سبب شي او همدې خطر یوه برخه مسافر اندېښمن کړي دي.
د یو وروستۍ سروې له مخې، د برېتانیې له هر پنځو لويانو څخه یو کس له الوتنې وېرېږي او که خرابې هواوې نورې هم خرابې شي، دا به د دوی لپاره سفرونه لا له ویرې ډک کړي.
په یوه سروې کې له خلکو وپوښتل شول:
"تاسو څومره د الوتنې څخه وېرېږئ؟" ډېری خلکو وویل چې نه وېرېږي.
خو یوه مسافر وېنډي بارکر وویل: "په فضا کې د هوا ګډوډېدل دا مانا لري چې د ستونزې د ډېرو او مرګ چانس ډېرېږي."
پخوانی پیلوټ کرېس کین اوس د الوتنو د ځمکنۍ روزنې ښوونکی دی، وایي:
"تاسو به باور ونه کړئ چې د الوتکې وزرونه څومره انعطاف لري. د ملکي غټو الوتکو وزرونه که ۲۵ درجې هم کاږه شي، نه ماتېږي. توپانونه خو یې بیخي هم نه شي ماتولی.

د عکس سرچینه، RUNGROJ YONGRIT/EPA - EFE/REX/Shutterstoc
خو د هوايي شرکتونو لپاره یوه بله اندېښنه اقتصادي لګښتونه دي
AVTECH یو تخنیکي شرکت دی چې د اقلیم او تودوخې بدلون څاري او له هوا پېژندنې ادارو سره کار کوي. دغه شرکت پیلوټانو ته د خرابې هوا خبرداری ورکوي.
شرکت وایي، هر هوايي شرکت لپاره د خرابې هوا لګښتونه په کال کې له ۱۸۰۰۰۰ نه تر ۱۰۵ میلیونو پونډونو پورې رسېږي. ځکه: له سخت توپان وروسته د الوتکې د بیا کتنې او ترمیم لګښت، که الوتنه وځنډېږي یا لار بدله کړي نو مسافرو ته بېرته لګښتونه هم ورکوي.
د خرابې هوا د مخنیوي بله پایله: د هوايي ترافیکو زیاتېدنه
یوروکنټرول (Eurocontrol) یو اروپایي سازمان دی چې له هوايي چلند سره د اقلیمي بدلون د خطرونو په پېژندلو کې مرسته کوي. دا اداره وایي: "د خرابې هوا یا طوفانونو له کبله د الوتکو لارې بدلول، فضا کې ګڼهګوڼه زیاتوي."
یوروکنټرول زیاتوي: "دا چاره پر پیلوټانو او د هوايي ترافیکو پر کنټرول کارکوونکو فشار ډېروي."
د ۲۰۱۹م کال یوه بېلګه: خرابې هوا هوايي شرکتونه اړ کړل چې یو میلیون کیلومتره اضافي الوتنې وکړي. دغه کار ۱۹،۰۰۰ ټنه اضافي کاربن ډای اکسایډ خپور کړ.
اوس چې د توپانونو د زیاتېدو وړاندوینه کېږي یورکنټرول وايي:
"تر ۲۰۵۰م کاله به هوايي شرکتونه مجبور وي چې د خرابې هوا او طوفانونو له امله لا ډېرې لارې بدلې کړي.
چې دا به لګښتونه، د مسافرو وخت او چاپېریال لا پسې زیانمن کړي."
هوایي شرکتونه د خرابې هوا پر وړاندې څنګه الوتکې خوندي کوي؟
که څه ډېر پرمختګ نه دی شوی خو په وروستیو کلونو کې د خرابې هوا وړاندوینه یو څه دقیقه شوې.
پروفېسور وېلیمز وايي: "موږ اوس کولی شو د صافې هوا د توپان په اړه شاوخوا ۷۵سلنه سمه وړاندوینه وکړو. شل کاله وړاندې دا شمېره یوازې ۶۰سلنه وه نو د غوره څېړنو له برکته دا کچه ورځ تر بلې لوړېږي."
الوتکې داسې هوايي رادارونه لري چې مخې ته را روان طوفانونه معلومولی شي.
کپتان ډیوېس تشریح کوي: "ډیری هوايي شرکتونه له هرې الوتنې مخکې د الوتنې پلان جوړوي چې د خرابې هوا سیمې په کې ښودل کېږي. دا حساب او وړاندوینه په عصري او کمپیوټري سیستمونو کېږي."
که څه هم دا وړاندوینې سل په سلو کې دقیقې نه دي، خو: "کله چې د نورو الوتکو او د هوايي ترافیکو د کنټرول راپورونه هم ورسره یوځای شي نو پیلوټانو ته ډېره ښه انځورنه ورکوي."
مصنوعي ځیرکتیا: د خرابې هوا د کنټرول نوې لارې
ځینو څېړنو د خرابې هوا د مخنیوي لپاره نورې نوې لارې هم ازمایلې دي لکه د وزرونو د جوړښت بدلون.
انجنیرانو دا څېړنه کړې چې څنګه د الوتکو وزرونه په تېزو بادونو کې هم نرم الوت وکړي.
دوی وموندله چې وزرونه د تعلیق سیستم په شان عمل کوي او د هوا په مقابل کې د الوتکې د سر او بدن توازن ساتي.
په ۲۰۲۰م کال کې د Royal Society په مجله کې یوه څېړنه خپره شوه: "یو داسې وزر چې تاوېدونکی او ښه تنظیم شوی وي، کولی شي د کوچنیو الوتکو د مسیر پر ضد باد او د خرابې هوا مخنیوی وکړي."
له بلې خوا په اتریش کې یوه نوې پیل شوې کمپنۍ Turbulence Solutions ادعا کوي چې داسې ټکنالوژي یې جوړه کړې چې د کوچنیو الوتکو لپاره د توپانونو خطر لغوه کوي. په خبره یې، دا ټکنالوژي د کوچنیو الوتکو پر وړاندې د توپانونو خطر تر ۸۰سلنه را کموي.
مصنوعي ځیرکتیا (AI) هم یو حل کېدای شي؟

د عکس سرچینه، NurPhoto via Getty
د کلیفورنیا د ټکنالوژۍ په انسټیټیوټ کې په یوه ټکنالوژۍ کار روان دی چې د هوا ګډوډي په مناسب وخت کې معلومه کړي او له پېښې مخکې یې وړاندوینه وکړي.
کارپوهان وایي، که خرابې هواګانې زیاتې او شدیدې هم شي، ډېره وېره نه ده په کار.
کپتان ډیوېس وایي: "دا ډیری وخت یوازې یو مزاحمت وي." خو کېدای شي معنا یې دا وي چې مسافر باید هر وخت کېني او کمربندونه وتړي.








