څنګه یوه ښځه د اور له لمبو ژوندۍ راووتله؟
- Author, نېک ارېکسن
- دنده, بي بي سي

د عکس سرچینه، UPI/Bettmann Archive/Getty Images
دا د متحده ایالاتو د یوې لیرې پرتې دښتې پېښې وې چې نړۍ ته یې وښودله چې یوه داسې ښځه چې په غوږونو نه اوري د سټنټ وېمن (هغه کس چې د فلمي کریکټرونو لپاره د ځانګړو سختو پېښو بدیل تمثیل کوي) په رول کې څه کولی شي.
په ژېړ رنګه جامو کې نرۍ، نروچکې کیټي اونیـل د ښځو د موټر ځغلولو چټکتیا ریکارډ وننګاوه، مات یې کړ، له دې سره یې هغه تصور هم ناسم ثابت کړ، چې نه اورېدل به د دې د چارو پر وړاندې خنډ وي.
خو د دې لپاره دا یو بل پړاو و چې د اونیـل زړورتیا او زغم یې څرګندول او هغه یې ځانګړو ماجراوو ته مخکې بیوله.
هغې د سټنټ چارو ریکارډونه مات کړي وو، د ۱۹۷۰مو کلونو پر مهال په هالیووډ کې یوه ژوندۍ افسانه بلل کېده او په ماشومتوب کې یې د موسیقي الاتو زدکړې سره هغه ناسم تصور مات کړی و چې خلکو د کڼو کسانو په اړه درلود.
سره له دې چې نه یې اورېدل، اونیـل ټینګار کاوه چې تر وروستي بریده خطرناکې تمثیلي چارې ترسره کړې. هغې د چټکتیا لېوالتیا په یوه بریالي مسلک بدله کړه. دا هغه وخت و چې خورا لږو ښځو به داسې خطرناک سټنټونه ترسره کول چې لیدونکي به یې د ټلویزیون له پردې لېرې کېدو ته نه پرېښودل.
اونیـل د هغو زړورو سټنټ هنرمندانو له ډلې یوه شوه چې د ''سټنټ انلمیټیډ'' په نوم مسلکي ډلې غړیتوب یې درلود، هغه ډله چې د فلمي صنعت په نړۍ کې یې تر ټولو ستونزمن کارونه ترسره کول.
د هغې د ژوند په اړه یو فلم ثبت شو، په بېلابېلو تلویزیوني ځانګړو پروګرامونو کې ځای ورکړل شو او ان د هغې د نوم په ویاړ د لوبو یوې ځانګړې اتلې مجسمه هم جوړه شوه.

د عکس سرچینه، Getty Images
په غوږو یې نه اورېدل، خو ماته یې نه پېژندله
اونیـل په ۱۹۴۶ کال کې د امریکا ټېکسـاس د کورپس کرسټي په ښار کې وزېږېده. د پینځو میاشتو په عمر کې سخته ناروغه شوه او تبه یې خورا لوړه وخته. مور یې د دې د بدن شاوخوا یخ کېښود، چې د بدن حرارت یې راټيټ شي، چې ښايي د هغې ژوند یې ژغورلی وي، خو کله چې کیټي لویېدله او خبرې کول یې نه پیلول، مور او پلار یې پوه شول چې ناروغۍ له اورېدو محرومه کړې ده.
هغه مهال د اشارو پر ژبې شکونه کېدل، د کیټي مور پېټسي اونیل د اشارو ژبې زدکولو سره مخالفت کاوه، خو ټینګار یې دا و، چې لور یې تر چا کمه ونه ګڼل شي، باید د خبرو او اړیکو نیولو توان پیدا کړي. له همدې امله، پېټسي کیټي ته د شونډو پر خوځښت د پوهېدو یو غیر دودیزه او ځانګړی طریقه ور وښوده.

د عکس سرچینه، Getty Images
کای مایکلسن چې خپله هم یو سټنټ هنرمن او د اونیل نژدې ملګری دی وايي، د کیټي مور به د لور ګوتې د خپلې مرۍ پر هغه ځای کېښودې، چې غږونه ترې راوځي او بیا به یې خورا سوکه او بیا بیا خبرې تکرارولې.
کله چې به کیټي په ښوونځي کې ځورول کېده، مور به یې ورته ویل چې باید کلکه شي، له ځانه دفاع وکړي او کیټي د پېټسي د مهارتونو په مرسته همداسې وکړل.
د ایریکا ګوډمن هیوجي په وینا، چې دا مهال د اې اېس پي این د سپورټس پلاټفرم د وېبپاڼې مرستیاله ایډېټره ده، ''د لږ بدلېدونکې رېږد فریکونسۍ په احساسولو سره، کیټي د سېلو او پیانو له موسیقۍ سره بلد کړه.''
مایکلـسـن ته لا هم په یاد دي چې کیټي وروسته وکولای شول یوازې د رېږد پېژندلو له لارې، په موټر کې د راډیو غږېدونکې موسیقي وپېژني. هغې ورته ویلي وو چې د بېټـلز د موسیقۍ مینهواله ده.

د عکس سرچینه، CBS via Getty Images
د کاري ژوند لومړي وختونه
د اونیـل پلار هغه مهال په یوه الوتکه کې ومړ چې دا یوازې ۱۱ کلنه وه، خو دې هېڅکله د خپل پلار د چمن وښو رېبلو ماشین سره د چټک تګ هغه هیجان نه هېراوه چې د ماشومتوب په وخت یې احساساوه.
کله چې وروسته په اوبو کې د غوټې وهلو سیالیو ته ورسېده، خورا ژر پکې مخکښه شوه.
خو د ۱۹۶۴ کال توکیو اولمپک سیالیو تر ازمایښتي پړاوونو لږ وړاندې یې د لاس هډوکی مات شو او په ملا کې یې هم ستونزه پیدا شوه.
له روغېدو وروسته یې داسې احساس کاوه چې د دې سپورت لپاره یې شوق له لاسه ورکړی دی. مېرمن ګوډمـن هیوجي وايي:''کله چې یې پرېښود، ویل به یې چې نور ورته بس و، ځکه چې دومره ډېر هیجاني کوونکې لوبه نه وه.''
کله چې ۱۶ کلنه شوه اونیـل د پاراشوټي ټوپ وهل پیل کړل، بیا یې واټر سکیینګ وکړ، پر ځمکه د موټر ځغلولو برخه کې یې د ښځو د چټکتیا ریکارډ مات کړ او په خطرناکو او سترو کراس-کنټري موټرسایکل سیالیو کې یې برخه واخیسته، تل یې له شا ته کېدو انکار کاوه. د مرګ خطر د هغې د تفریح یوه برخه وه.
په یوه جدي پېښه کې، اونیـل د خپل موټرسایکل کنټرول له لاسه ورکړ او ټکر یې وکړ. په دې پېښه کې د هغې لاس د پرزو تر منځ بند شو او یوه ګوته یې پرې شوه. ملګري یې وايي چې له دې سره سره، اونیـل غوښتل خپل سفر ته دوام ورکړي، یوازې یې دستکش پر لاس کړل او بېرته موټرسایکل ته پورته شوه، خو په پای کې دوستانو قانع کړه چې باید روغتون ته لاړه شي.

د عکس سرچینه، UPI/Bettmann Archive/Getty Images
مشهور رولونه
یوه بل همکار ډافي هېمبلټـن بیا نه یوازې پر هماغه ورځ دا روغتون ته ورسوله، بلکې د دې د ژوند لوری یې هم بدل کړ. هغه ورته د تلویزیوني سټنټکارۍ په اړه وویل او اونیـل پرېکړه وکړه چې دا هنر د دې لپاره ډېر مناسب دی.
هېمبلټـن له هغو دوو نارینه وو، لومړنی کس شو، چې اونیـل ورسره ودونه وکړل.
په داسې حال کې چې دوه د خوښې وړ کتابونه (د نورمن وینسټ لیکلي، مثبت فکر ځواک او بایبل) به یې په لاس کې وو، دا د فلم جوړولو ځایونو ته د خطرناک رول لوبولو ته تله. د ۱۹۷۰مو په لومړیو کې معمولا نارینه وو په صحنو کې د ښځو د رول د ترسره کولو لپاره د ښځو په څېر ویښته پر سرونو ټومبل، خو دا وضعیت د بدلېدو په حال کې و.
اونیـل هېڅکله نه غوښتل د هغو خلکو خبرې واوري چې ویل به یې نه اورېدل د هغې لپاره یو محدودیت دی، او دا چې هغه یوازې "تشبیهي ښځه" ده.
هغې به ویل چې د غږ نه اورېدل یې فوق العادي ځواک دی، ځکه دې سره کولی شي په داسې حال کې چې د فلم جوړونې ټول شور او ګډوډي شاوخوا روان وي، په بشپړه توګه پر خپل رول تمرکز وکړي.

د عکس سرچینه، Glen Martin/The Denver Post via Getty Images
ښايي تر ټولو مشهور رول یې دا و چې اونیـل په منظم ډول له ممثلې لېنډا کارټر سره د ونډر وومن د ټلویزیوني لړۍ لپاره کار کاوه او د دې لپاره په چورلکې پورې د ځوړند کېدو په ګډون بېلابېل سټنټونه ترسره کړل.
د یوې برخې اوج صحنه داسې وه، چې دا باید د یوه هوټل له ۱۲۰ فوټو څخه ډېر لوړوالي ښکته ولوېږي. دا یو ریکارډ ماتونکی سټنټ و، چې د خورا ډېر تمرکز او لویه زړورتیا یې غوښتله. دا په یوه تاریخي او پېژندل شوې صحنه بدله شوه. مېرمن ګوډمـن هیوجي وایي: ''هو، [هغې] د ښځینتوب استازیتوب کاوه… خو همدارنګه یې هغه څه را ټولول چې موږ یې د ښځینه ځواک مانا بولو.''
اونیـل هغه وخت پیپل مجلې ته ویلي وو:
''زه له نارینه وو سره د سیالۍ هڅه نه کوم. زه یوازې پر خپلې لارې روانه یم.''

د عکس سرچینه، Glen Martin/The Denver Post via Getty Images
او دا په دې برخه کې په بشپړه توګه بریالۍ وه.
دې بل ریکارډ هم مات کړ، چې د لوړ سقوط لپاره و، دا ځل یې دځانګړې ټلویزیوني خپرونې پر مهال د اور لګېدنې په حالت کې و او یو ځل یې د جیټ ماشین لرونکې کښتۍ چټکتیا تر ۴۴۳ کیلومتره په ساعت کې ورسوله.
ښاغلي مایکل سن وویل:
''که ما ورسره مزل کولی، هغه به له ما لس ګامه مخکې وای'' او داسې ښکاري چې هغې تل غوښتل یو څه چټکه هم لاړه شي، د محدودیتونو ماتول یې تل خوښ وو.
په پای کې، هغې د دې ټولو ارمانونو پوره کولو لپاره مناسبه لاره پیدا کړه.
په ۱۹۷۶ کال کې، هغې ته بلنه ورکړل شوه چې د SMI Motivator په نوم یو تجربوي موټر وچلوي. دا د هایدروجن پر اکسایډ ماشین سره چلیدونکی موټر و چې ۴۸,۰۰۰ هارس پاوره ځواک یې تولیدولای شو. اونیل غوښتل د غږ سرعت مات کړي، چې دا د دې موټر د ۱,۲۰۷ کیلومتره په ساعت تېزۍ ته اړتيا درلوده.
خو د هغه تړون پر بنسټ چې له تنظیموونکو سره لاسلیک شوی و، اونیل به د ښځو د سرعت ریکارډ ۴۸۳ کیلومتره په ساعت ماتولو هڅه کوله.
اونیل پر خپل کوچني تن روښانه ژیړ جامپر واغوست او د المونیم څرخونو لرونکی موټر یې د اوریګون په الورډ دښته کې په یوه ساعت کې تر ۹۸۸ کیلومتره سرعت پورې ورساوه، چې پخوانی ښځینه سرعت ریکارډ یې مات کړ.
وروسته، هغې غوښتل د نارینه وو ریکارډ هم مات کړي، خو ویل کېږي چې ځینې سپانسرانو یې مخه ونیوله، او ویې ویل چې دا به د یوې ښځې لپاره نامناسبه وي.
هغوی وروسته دا خبرې رد کړې، خو نژدې ملګري یې وایي چې اونیل په ذهني توګه هغه شېبه د تاریخ په اوږدو کې د ښځو د محدود ساتلو یوه نښه ګڼله.
ښاغلي مایکلسن ژر هغې ته د ډراګ ریسینګ په نامه بل فرصت ورکړ او هغې په اوبو کې هم د سپیډبوټ یا چټکې کښتۍ په وسیله د سرعت ریکارډونه مات کړل.
مایکلسن وايي: ''ما په خپل ژوند کې داسې څوک نه و لیدلي، چې هېڅ ویره نه لري، که څه هم دا ښه خبره نه ده، خو په هر صورت هغه همداسې ده، چې هېڅ ویره یې نه لرله.''
ایا کله ورو شوه؟
د ریکارډونو له ماتولو او د ګڼ شمېر فلمونو او ټلویزیوني پروګرامونو له ثبت وروسته اونیل په پای کې د ساوت ډکوټا په یوه کوچني ښار کې تقاعد واخیست.
د ښاغلي مایکلسن په وینا، هغې هیڅکله د سرعت او د ځمکې پر سر د غږ سرعت ماتولو هیله له لاسه ورنه کړه، ان په وروستیو کلونو کې به یې هم ورته ټیلیفون کاوه او ویل به یې: ''راځئ یو موټر جوړ کړو. راځئ یو موټر جوړ کړو.''
په ۷۲ کلنۍ کې د مړینې پر مهال هم هغې پر ځمکه د سرعت ښځینه ریکارډ درلود. هغې ویل: ''دا یوه حیرانوونکې ښځه وه، په رښتینې ژوند کې یوه حیرانوونکې ښځه.''
دا لیکنه د بي بي سي راډیو فور ''کیټي اونیل، د بالیوډ یوه رښتینې حیرانونکې ښځه'' خپرونې پر بنسټ لیکل شوې.








