پاکستان له افغانستانه پر تازه مېوو او سبزیو ۱۸ سلنه مالیه لګولې
پاکستان له افغانستانه پر تازه مېوو او سبزیو ۱۸ سلنه مالیه لګولې
پاکستان د ۲۰۲۴ او ۲۰۲۵ مالي کال په بوديجه کې له افغانستان څخه د تازه مېوو او سبزیجاتو پر وارداتو ۱۸ سلنه مالیه لګولې ده.
په پېښور کې د افغانستان-پاکستان د سوداګرۍ خونه او ځايي سوداګر وايي، دغه پرېکړه په پاکستان کې د نرخونو د لوړېدو لامل شوې ده.
پاکستاني سوداګر وايي، په وروستیو اونیو کې له افغانستانه د مېوو او سبزیجاتو پر وارداتو د مالیاتو د زیاتوالي له امله دوی ته سلګونه میلیونه پاکستانۍ روپۍ زیان رسېدلی دی.
د بي بي سي خبریال افتخار خان له افغانستانه پاکستان ته د مېوو پر وارداتو د مالیاتو د زیاتوالي پایلو ته کتنه کړې.